د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستاني چارواکو د اځل د کندهار زړه په نښه کړی

حبيب الله غمخور 19.06.2008 06:09
د ډيورنډ دکرښې هاخواسياسي  گوندونه اوشخصتونه دافغانستان په وړاندې اخلاقي اوملي مسئوليت لر ي

دروان کال دجون په ۱۵ نېټه پسله هغه چي  ښاغلی کرزی  دپاريس له کنفرانس څخه راستون شو  سمدواره بېله دېنه چي ارام وکړی په يو فرصت کي  پسله  څوورځوکله  چي دافغانستان په کورنۍ اوبهرنی حالاتو ځان خبر کړی دژورناليستانو سره وگوری  ،اوکه داخبره  بياډيره مهمه  وه چې بايد دپاريس دکنفرانس دپرېکړوپه اړوند خبرنگاران خبر شوی واي ، سره له دي چي دومره  مهمه  ځکه نه وه چې دکنفرانس جريان ټولو علاقمندانو څاره اودجمهوررییس په  وينا کي  پدې هکله کومه نوې  خبره نه وه . خوښاغلي  کرزي يودم ديوه ژورناليست دسوال په جواب کې ‌بېله دېنه چي سوال اودهغه جواب ته متوجه شي په احساساتو پر پاکستاني طالبانو ورودانگل  . داښه کار دي خواوس يوڅه ناوخته دی ،اوله بلې خواکه په رښتيا بهرنيان دلته دسولې دراوستو لپاره راغلي وي دادهغوي کاردی چي پاکستان اوپاکستانيان پر ځاي کښېنوي ،نه دکرزی . ځکه دهغوي له گواښونوڅخه څوهفتې تيرې شوې اوبل دادجمهررییس کارنه دی .دبهرنيو چارو وزارت  اويادجمهور رييس وياند کولاي شول په يوه ديپلوماتيکه لهجه ئې داسرټکونه کړې واي اودپاکستان څخه ئې غوښتي واي چې دابنسټپال  په خپلو خبرو اوکړنو ددواړو هيوادوترمنځ اړېکي خرابوي  .
ښاغلي کرزی وويل  :که چيرې هغوى د ډيورند له پولې دې غاړې اوښتى شي نو افغانان هم حق لري چې له خپلې خاورې د دفاع لپاره د دوى پر اصلي سرچينو بريد وکړي . نوموړي د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د وسلوالو اورپکو په خلاف دې واک په خپل لاس کې واخلي او دترهگرۍ پر وړاندې مبارزې کې کوټلي گامونه پورته کړي .
ولسمشر کرزي ټينگار وکړ که پاکستاني اسلامي تندلاري د جهاد په نامه د بريدونو په نيت افغانستان ته راځي نو افغانان به هم د دوى د ځپلو لپاره له پولې هاغاړې تېر شي :
((نوره مې د صبر کاسه ډکه شوې ده، په زرگونو کسان زموږ خاورې ته استول کيږي، کورونه او ښونځي مو سوځول کيږي او خلک مو له منځه وړل کيږي. افغانستان د خپل ژوند او د خپلې خاورې د دفاع حق لري نو دا څنگه شونې ده چې يو بهرنى وگړى جرت کوي او وايي چې زه افغانستان ته ځم او خلک وژنم ))
ولسمشر کرزي په پاکستان کې د اسلامي تندلارو مشران د ټولو پښتنو پرضد د دغه هيواد د څارگرې ادارې جاسوسان وگڼل.
افغان ولسمشر له دغو کړاونونه د افغانستان او په ځانگړې توگه د پښتنو ژغورل د خپل د حکومت دنده وگڼله.
 (( دا خلک فکر کوي چې افغانستان اوس هم بې صاحبه دى يا خو به فکر کوي چې د ډيورند کرښه نشته ، ښه ده چې نشته موږ هم پرې خوشحاله يو. نو دا افغانستان ته د خپلې خاورې او خلکو دفاع لپاره حق ورکوي. او په پاکستان کې د پښتنو د دفاع لپاره حق ورکوي. په وزيرستان او په باجوړ کې پښتانه هره ورځ تر ظلم لاندې دي څنگه چې ښمن مو سره يو دى نو هيلمند يم چې په گډه دغه مجادله هلته وکړو.))
حامد کرزي وويل : (( له تېرو دېرشو کلونو راهيسې وژل کېږو، له دې مخکې چې نور هم ووژل شو، بايد خپل دښمن له ځانه مخکې کړو ، خپله به هم ووژل شو او دښمن به هم ووژنو))
 د پاکستانيو طالبانو لخوا په افغانستان کې د جهاد ددوام په اړه ولسمشر وويل ، که چېرې د کعبې امام هم په افغانستان کې حکومت جوړ کړي، پاکستان يې نه پرېږدي او پر ضد به يې جهاد کوي.د هغه  په وينا، له پاکستان څخه زرګونه جنګيالي راځي ، نور دافغانانو حوصله ختمه شوې، افغانستان له  خپل ژوند او خاورې څخه ددفاع حق لري  ده زياته کړه : (( ايا موږ تاريخ نه لرو، جرئت نه لرو، وړتيا نه لرو))
بلې کرزی صاحب !
زما عقيده  تر ټولوبهتره  به داوه چي له هغه ورځې نه چي بيت الله مسحود د ابې شرمانه وينا وکړه تاسو ددې بې مسوليته وينا اودپاکستاني چارواکو دچوپتياپه هکله دپاکستان له سياسي گوندونو،دپښتنو اوبلوڅوله مشرانواوپدې هيوادکي ديو شمير منلو شخصيتونوسره  په مستقله توگه خبري کړې واي اوله هغوي نه مو غوښتي واي چي دپاکستان پر حکومت فشار راوړي  تر څو دبې مسوليت کسانو لاسونه لنډ کړي .
دا خو له ډير پخوانه داڅرگنده وه چي دافغانستان پر خلاف دپاکستان  دولت اوپه ځانگړې توگه اردواو استخباراتی شبکې په دوامداره توگه دخپلو لاسپوڅو اونوکرانوپوسيله دافغان ولس پر خلاف دهر ډول لاس وهنو اومدا خلونه ډډه نده کړې .ددې مداخلوتاريخ دپاکستان دجوړېدوله ورځي نه پيل کيږي . يووخت زموږ هيواد دشرق اوغرب تر منځ دسياليواوزورآزموينوميدان وگرځېداوپدې وخت کي پاکستاني چارواکوله موقع نه په استفادې  سره  خپل هيوادپه اټومی قدرت بدل کړ ،دموډرنو وسلو خاوند شول  اوهره ماشت په ميليونو ډالر ددوي خزانې ته رالېږل کېده. پاکستان  ته  دالړودلېږلولړی  همدا اوس هم روانه ده ،دمگړۍ پاکستان يوازي له  امريکانه دترهگری سره دگډي  مبارزې  په نامه  هره مياشت تر سل ميليونه ډالره زياتي پيسې تر لاسه کوي . تر اوسه موږ ته داڅرگنده ده چي امريکا اوانگلستان  نه غواړي  دخپلو څو عسکرو دقربانی اويادافغانستان په خاطر دپاکستان  له ځان څخه خوابدی کړي اويا هغه دلاسه ورکړي .پدغه باريکۍ دپاکستان سياستوال هم ښه پوهېږي ځکه نودهرامکان څخه دخپلو گټوه خاطر استفاده کوي .ټول پدې ښه پوهېږ ي که د سړې  جگړې  پا ي ته رسېدل  له افغانستان څخه پيل شوی،نو اوس داسي څرگندېږي چي په نوې بڼه دسړې جگړې پيل بياهم له افغانستان څخه شروع کيږي . ماشوم هم پدې پوهېږي چي په سيمه اونړی کي يوه بله  نړيواله  لويه لوبه روانه ده چي موخه  ئې نه يوازي دتيلو اوغازودسرچينوخپلول دی بلکه داقتصادي ،سوداگريزو اوسياسی گټو لپاره په نړيوال بازارکي دنفوذ اوتاثيردزياتوالي لپاره له ټولو امکاناتو څخه پراخه  استفاده کيږي . له بدمرغه ددې ستري لوبې دپيل پليگون  ( ميدان) هم افغانستان اوداسيمه ده .
ماځکه وويل چي دکرزی صاحب خبري احساساتي وې اوداکاربايد دبهرنيو چارو وزارت اويادجمهوررييس يووياند کړی واي ،همدا لحظه چي داکرښي ليکم دامريکا داشناتلويزيون  دخبری سرويس نه مي واورېدل چي دښاغلي کرزي  وياندژورنالستانوته دکندهار دحالاتو دترينگلتياپه  اړوند خبرولې وويل چي : دکرزی صاحب هدف دپاکستان سره دجگړي اعلان نه و،هغه دپاکستان سره ددوستۍ خبرې هم کړي دي . داخوب ماله پخوانه  ليده  چي  دپخوا پشان به کرزی صاحب وينا کوی يوه دوې ورځی وروسته  به ئې وياند راڅرگندېږي او وايي به چي تاسو غلط پوهېدلې ياست ،هدا لحظه همداسي وشول . کنه نودکرز صاحب داخبره چي  بيت الله مسحود، مولانا فضل الله او پاکساني ملا عمر اودپاکستان دحکومت  په ادرس ئي وکړې څه معنا لري ؟ همدا کسان اودهغوي ډله پاکستان تر نېغې حمايې لاندي ده ،هغوي دپاکستان په خاوره کي اوسی اوله هغه ځاي نه دخرا بکاريو لپاره افغانستان ته خپل سړی رالېږي .کرزی صاحب په ډانگ پېيلې هغوي ته وويل ((ولله که موپه خپل کورکي پرېږدم )) اوداسي نوري څرگندونې .
ددی څرگندونوپه هکله په افغانستان کي ډول ډول  څرگندونې وشوې :
۱/ په يوشمير ولاياتو کي  داجتماعی کړيو اوخلکو لخوا دښاغلي کرزی له وينا څخه دملاتړ دڅرگندولو لپاره لاريونونه ترسره شول ،ممکن دالړی نوره هم اوږده شي .
۲/ يوشمير څېړونکي پدې باوردي  چې دادښاغلي کرزی  دراتلونو انتخاباتو لپاره يو تبليغاتي کمپاين دی .اودخلکو احساسات  راپار وي ،چي داخبره ددولتي تلويزيون  په تبليغاتو اودملاتړ کوونکو د يوشمير کسانوپه خبروڅرگندېږي .
ټول پدې پوهېږي چې افغانان پر وطن سر ورکوی  اوکله چي ددولتي مشرلخواداډول مسله مطرح شي دخلکو احساسات راپارېږي  اوددولتي چارواکو تيري  غلطۍ اوتيرتنې سمدلاسه هيرېږی  . ددې تر څنگ داسي نريات هم شته چي رزی صاحب پدي وينا غوښتل دکندهار دزندان پېښه چي په هغه کي ددولت ناکامی له ورايه ښکارېده  پټه کړی  اودخلکو پام دغې مسلې ته را واړوي .
۳ / دريمه  ډله داخبري احساساتي اوبې وخته بولي . دپاکستان سر پدې بڼه خبري کول اويودبل په مقابل کښي دشعارونواو اخطارونو په ورکولوسره زموږ تاريخي لانجه نسي حل کېداي . که ښاغلی کرزی  اوس دامنی چي پاکستان  دده حکومت پر ارامه نه پرېږدي   اودده په وينادصبر کاسه ئې ډکه شوې ده نودائې لارنده .دد ستونزي دهواری لپاره  نوري لاري شته  ،هر سياسي سړئ اوهغه چې زموږ ددواړو هيوادو داړېکو تاريخ  ورته معلوم وی  پدي پوهېږي چې داستونزه له کومو رويشونواوميتودونوڅخه په استفادې سره حل کېداي شي .ايادايو لغړ خواربوښکۍ طالب دی چي  دنړئ دزبرځواک اويومستقل هيوادپر خلاف دمبارزې شعار ورکوي ؟؟؟ داسي نده ،ددغه څوڼور خړه کی طالب شاته دپاکستان  دولت اوتر غاښوپه مډرنه وسله بار اردو په خپل ټول قوت سره  ولاړ دی ،کنه هغه داجرآت نلري چي داسي خبري وکړی  . تاريخي حوادثو داثابته کړېده چي دپاکستان په تاريخ کي ددې دولت چارواکو دافغانستان  په اړوند دوه مخۍ سياست کړئ ،دالار همدا دبې نظيري  خاوند اوددوي دگوند تر حمايې  لاندي صدراعظم ښاغلي يوسف رضا ګيلاني اود پارلمان  يوشمير غړي  تعقيبوی . زماددي خبرو پخلۍ  دپاکستان صدراعظم رضا گيلاني  په خپلوخبروکي  خپله کړئ دی .
دکرزی تر وينا وروسته سمدواره دپاکستان صدراعظم سيديوسف رضاګيلانى خبرنگارانوته په راغوښتل شوې خبري ناسته کي اعلان کړه : ((په خپلو سرحدونو دهيچاتېرى نه شو زغملى. هغه وړاندي وويل ، په پاكستان كې دفوځي عملياتو اجازه به چاته ورنه كړو. . .پاكستان خپلواكه هيواد دى اودكوم ګاونډي هيواد په كورنيو چارو كې لاسوهنې نه كوي نوموړى وويل چې دافغانستان او پاكستان ترمنځ اوږد سرحد دى چې څارنه يې امكان نه لري .
دخندا وړ خبره داده چي دا ديرش کاله پاکستان چارواکي همدا يوه خبره کوي . خودامريکا دبهرنيو چاروزيري ،ددفاع وزير ،CIA اداره ،دناټو قوماندانان ،اروپايي ټولنې مشران ،دانگستان ،کاناډااوجاپان دولتي چارواکي ،دملگروملتودامنيت شورا اوددي سازمان غړي هيوادونه داټول له وه سره بيادايوه خبره کوي چې دافغانستان په کورنيو چاروکي دنورو هيوادوپه گډون دپاکستان ونډه درنه ده اواورپکی له دغه هيوادنه افغانستان ته رالېږل کيږي،دترهگروزالي په پاکستان کي دي .چي هير مي نشي يوځل پرويزمشرف  هم داومنل چي يوشميري دولتي کسان او ادارې دافغانستان دمخالفينو سره مرستي کوي .  درې هفتې  وړاندي دهمدې ملا بيت الله مسحود اونورو بنسټپالو دهغې ويناپه مقابل کي چي دپاکستاني چارواکوسر ددوستي تړون تر لاسليک کولووروسته  ئې وکړ ې  دپاکستاني چارواکو چوپتياڅه معنا لري ؟؟هغه په ډاگه وويل موږ پخپل هيواد پاکستان کي نور ددولتي ادارو اوکسانوپر خلاف عمليات نه کوو،مگر په  افغانستان کي به دبهرنيو ځواکونو اوافغان دولت پر خلاف وسله والوعملياتوته دوام ورکړو . داډول  چوپتيادامعنا لري چي دښاغلي يوسف رضا ګيلاني ويناله حقيقت نه ليري ده اودوي ددغوبنسټپالولخواپه افغانستان کي چي يومستقل هيواد دی دپوځی عملياتوسره موافق دي  . که سوال داسي مطرح شي ،ښاغلې  ضاگيلاني صاحب !  که په افغانستان کي يوه ډله وسله وال کسان  يا يوسياسي گوند دا سي اعلان وکړی چي موږ دپاکستان دحکومت پر خلاف دپښونستان اويابلوچستا ن  دخلکودآزادی  دترلاسه کېدوتر وخته  دپاکستان په خاوره کي هر ډول وسله والوعملياتو ته دوام ورکوو اودد دولت پر خلاف جنگېږو، اودافغانستان دولت  بيادهغوي په مقابل کي چوپه خوله پاته شوي واي ،په ځغرده ويلاي  شم چي  تاسوپاکستاني چارواکوبه خپل  ستونۍ څييرل و اي  ،هري خوابه  مو منډې ترړی پل کړي واي  چي دادی وگورئ  افغانستان زموږ پر خلاف ترهگر روزي اوهغوي ته زموږ پر ضد دپوځي عملياتو اجازه کوی  . خوموږ ته په ټول سپين سترگۍ سره  داحق نه راکوی چي ستاسونه شکايت وکړو . که کوم وخت موږ په پاکستان کي دپښتنو اوبلوڅو دبرخه ليک دټاکلو درواحق خبره کوو،پاکستاني چارواکي سمدلاس چيغه پورته کړي ،چي افغانستان زموږ په کورنيو چاروکي مداخله کوي اوزموږ پر خلاف سياسي ډلي هڅوی  .  سره لدې چي دغه دديورنډ دکرښی لاسليک شوی  سند تر اوسه هيچاندی ليدلی ،ماله سويدن  څخه په رسمی بڼه يعنې دکتابتون لخوااوپه خپله لندن کي ډير تلاښ وکړ چي ددي سند لاسليک شوې بڼه وگورم متاسفانه بريالی نشوم ،يوازي هغه بڼه ئې  هر څوک  ليدلاي شي چي پر هغه دهيچا لاسليک نشته ،ځکه نو انسان شکمن شي چي داسند اصأ وجود نلري  .
موږ درضا گيلانی اودپاکستان دپالمان دهغو استازوسره لکه  د پاکستاني په ولسي جرگې کې د بهرنيو چارو د کمېټې مشر مشاهد حسين سره موافق نه يو چي وايي  :پاکستان د ګاونډيو هېوادونو په کورنيو چارو کې هېڅ لاسوهنه نه کوي . دادنړيوالو اوافغان ولس په سترگو کي دخاوروشيندل بولو .
پردې مسله نور نه غواړم  خبرې اوږدې کړم  ځکه دپاکستان په دوه مخی اوله افغان ولس سره ددوي د دښمنۍ  څخه ډک سياست هر ماشوم هم پوهېږي  .
زماپه فکراوس د صدراعظم رضا گيلانی  اويوشمېر پارلماني چارواکوتر غبرگون وروسته  دښاغلي کرزی صاحب ددي خبروپه مقابل کي چي بيت الله مسحود اونور بنسټپال په پاکستان کي نه پرېږدم، پاکستان استخبارات  او اردوغواړي  پدي ډول خپل غبرگون څرگند کړي ،هغه  داچي دوي  دکرزي تر وينا وروسته په همدې شپه دخپلوامکاناتو څخه په استفادې سره طالبانوته  دنده وسپارل چې دکندهارپه زړه کي  دارغنداب دولسوالی دنيولو په پلمه ددي ولسوالۍ دبې گناه خلکودزورولو اوپه احتما لي پوځی عملياتوکي دبېگناه خلکودوژلوپه پايله کي دولت اوبهرنيان  تر سوال لاندي راولي ،اوښاغلي کرزی ته  داڅرگنده کړی چي تاسو پاکستان ته راځی خو موږ  به ډير ژر دلته ستادزېږېدوپه سيمه کي داسي مشکل درته خلق کړوچي دحل لپاره به ئې ډير سرگردانه شې .
دلاسته راغلومعلوماتو له مخی دجون پر ۱۶ نېټه لومړی ډله طالبان دارغنداب په مربوطاتو کي ليد شوی اودخلکوسره ئي داخبره شريکه کړېده چي گويادوي پر ولسوالی  حمله کوي ،هغه نيسي ،نوددي لپاره چي تاسو په حملو کي مړه نشی اويامو مالونه ورک نشي له ارغنداب څخه ووزی ددې کار لپاره ئې يوه هفته مهلت ورکړی .خلکوته ئې ويلي دي چي ممکن دولتي قواوي هوايي اوځمکنۍ حملې پيل کړي . داداسي يوتاکتيک دی چي په لومړي سره کي  ډير بشر دوستانه برېښي .مگر که له همدغو طالبانو څخه پوښتنه وشي چې پدې سره گرمۍ کي چي مځکه اېشی داښځی اونارينه ،لوي او واړه ،سپينږري اوناروغ چيري اودچاکره ولاړ شي ؟؟؟ ايادادخداي لار ده ؟ ايا پدي ډول واک ته رسېدل به ستاسو له واک له ساتلو سره مرسته وکړی ؟ دغه خلک چي اوس له کوره وتلو اوفرارته اړيستل کيږي څنگه به  دطالبانوڅخه ملاتړ وکړی ؟
زه نه پوهېږم چي داددوي اودولت تر منځ څه ډول مخالفت دی ؟خلک وايي چي تر اوسه  په سيمه کي دولتي پوليس اودوي(طالبان)گډ سره گرځي ،يوپه بل هيڅ کارنلري ،يوازي ئي دناگهان پل الوزولۍ دی  ،اوخلکوته وايي چي له سيمي نه ووزی،په ځينو ځايو کښي ماينونه ښخوي  . داخبري نن له ارغنداب  څخه دراغلو خلکو دخولې په آزادي راډيو اونورو تلويز يونی خپرونوکي په وار وار نشر شوې . دبلې خوا دناټو اوافغانستان ځواکونوهم دشپې پاڼي غورځولي اود خلکونه ئې غوښتنه کړېده چي له سيمې گوښه شي تر څودطالبانوپر خلاف په پوځی عملياتو کي ضرر ورونه رسېږي اوياله منځه ولاړ نسي . دمعلوماتو له مخې  ددې عملياتو لپاره تر دو زره زيات  کورنی اوبهرنی پوځ تياری نسي . داچي دوي به په کومه بڼه عمليات پيل کوی تر اوسه هيچاته معلومه نده . سوال دادی چي دولت ددغو بې ځايه شوو لپاره  چي دوي اوطالبان ورته وايي له سيمي ووزی  هيڅ ډول اماده گي نلري . داخلک چيري اودچاکره ولاړ سي  ؟ څه وخوري اوپه څه شی کې څملي اوداسي نوري ستونزي لکه اوبه ،خواړه ،درملنه  اوموقتي سرپناه (خيمې ) ددوي لپاره ندي برابري شوي . پداسي حال کي چ داکربايد دشپې پاڼوتر ويش دمخه شوی واي .
که څه هم زه له دولت نه دومره توقع نلرم خوهغه متل دي وايي ((شوو دنه وسه خور ده )) اوس چي مسله ديوې احساستي خبري په پايله کي دغه ټکی ته ورسېده ديو افغان په توگه نه غواړم چي دپاکستاني استخباراتو پلانونه زموږپه پاکه خاوره کي پلي شي  .
دادی پاکستانيان خو زموږ دطالبانوپه مرسته  شين کړم ارغداب چي انگورئي رسېدلې او انار ئې اوس اوس سور رنگ اخلي  يابه ئې دوي تر منځ جگړه  دانسانانو په وينو رنگ کړي يوځل بياپه کنډواله اوسوځېدلي ډاگ بدلوی .  مگر زموږددولت چي ځان دولس مدافع بولي  پدي نازکو حالاتو کي ئې دغې مسلې ته جدي پاملرنه نده کړې . داسي معلومېږي چي يوازي دعسکرودلېږلومسله ددوي  لپاره مهمه او ارزښتناکه ده ،که داسي وي دابه لويه تير وتنه وي .ددې لپاره چي  زموږ ښکلۍ کندهار اوجنت غوندي ارغنداب ددې ناولی دسېسې قرباني نشي وړانديز کيږي چي  :
۱ / ډير ژر اوپه عاجله توگه بايد دهغوکورنيو لپاره چي  له ارغنداب اونور سيمو کډه کېږي لازمي اسانتياوي برابري شي . ددې لپاره دي  عاجل کمپ جوړ اوهلته ددوي داوبو،لباس ،دپرېوتو دکالو،خوړو ،اودرلموتدابير ونيول سي . يوه کورنۍ اويوسړۍ هم بېله سرپناه اودولتي حمايي پاته نشي .
۲ / په هڅ صورت دي  دارغنداب په عملياتوکي له هوايي ځواکونوڅخه استفاده نه کېږي ،ځکه پاکستان غواړي چې دهوايي بمباريوپه پايله کي ارغنداب  وسوځوی . په هر څومره مشکلوطريقو چې کېږي  يوازي  دځمکنی عملياتوله امکاناتو څخه بايد استفاده وشي  . پدې هر څوک دهغه جملې دپاکستان استخبارات اوددوي لاس پوڅي پوهېږې  پدغو شرايطو کي که دپردې شاته کومه بهرنی معامله نه وي د زياتي مودې لپاره ديوې ولسوالی  په واک کي ساتل ستونزمن  دي  .له همدې امله دارغنداب څخه راکوچېدلې کورنۍ  بايد ډير ژر دوباره خپلو کورنوته ولاړ سي نه کنډوالو اوخرابو ته .
۴ / دځمکنيو عملياتو په وخت کي دهر ډول دسيسې اوسبوتاز مخه ونيول شي . په سيمه کي به ډيري کورنۍ وي چي نشي کولاي له ځاي بېځاي شي ،له ناچاری هلته پاته دي دهغوي ژوند اودهغوي سر دپوځی کسانوبرخورداوکړنې اوسلوک  تر جدي کنترول لاندي  ونيول شي . زه اوس ديو افغان په توگه يوه غوښتنه لرم هغه داچي دقدرت  پر سرجگړ ه کي زموږ بېگناه ولس دپاکستان  اونور وافغا ن دښمنوځواکونو دهوسونو قرباني نشي .
يو ځل بيا طالبانواودولت ته وړانديز کوم چي په جگړه کي زموږ دولس بربادي اودهيوادورانئ نغښۍ دئ ،ښه به داوي چې دواړي خواوي دبېله قيد اوشرط نه خبرو اوجرگوله لاري داستونزه حل کاندي . ومن الله توفيق