د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رڼا - ناول

نصيراحمد احمدى 16.06.2008 13:12

رڼا دښاغلي نصيراحمد احمدى  دويم ناول  د ى چې په ښکلي صحافت ددانش خپرندويې ټولنې له خواچاپ او خپور  شو. تردې مخکې ددې ليکوال لومړى  ناول د((  بوډااودليوانو پلونه )) په نامه خپور شوى، چې دزياتولوستونکو دپاملرنې وړګرځېدلى؛ دلوستونکوډيرې مينې او تشويق ليکوال دې ته وهڅاوه چې دناول ليکنې دې لړۍ ته ادامه ورکړي . له نيکه مرغه د رڼا ناول يې په دې وروستيو ورځو کې زمونږ لاسته راغى. دا به تروخت دمخه خبره وي چې موږ دکتاب په منځپانګه څه ووايو،لوستونکي دې  کتاب ولولي اوقضاوت دې پرې وکړي،خو ترکومه ځايه چې موږ داناول لوستى پېښې يې دټولنې له روانوحالاتو سره اړخ لګوي اوپه ډېرمهارت يوه له بلې سره پېيلې شوې دي.هيله ده د ښاغلي احمدي دناول مينه وال ((رڼا)) ولولي اوخوند ترې واخلي.

دښاغلي احمدي چاپ شوي آثار:

مينه -          -  دلنډوکيسوټولګه
سړه سيلۍ  - دلنډوکيسوټولګه
په فلسفه کې تلپاتې پېښې -   - ژباړه
بوډااودليوانوپلونه  - ناول
رڼا   - همدا ناول