د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دروزگان مهالنۍ ملي خپرونې دډاډگېرنې پيغام

10.06.2008 04:21

هغه لاسونه دي مات شي چې زموږ پر بېگناه خلکو دهغوي دمرگ اوزورونې لپاره پورته کيږي .

ډيرخواشينوونکی  اوزړه بوږنونکی خبر موتر لاسه کړ چې  دوې ورځي وړاندي  دهلمند ولايت دلښکر گاه په ښارکي دافغانستان د ژورناليزم اوفرهنگی بڼ يوبل دگلاب گل ورژېد!
دډيري خواشينۍ ځاي دی چي دعلم اوفرهنگ دښمنانوځوان او  پياوړی ژورناليست دښه فکر اوقلم خاوند عبدالصمد روحاني چې يوازي ئي دژونددبڼ  ۲۵ گلان غوړېدلې وه دخپلو ناولو اوکرغېړنو موخو لپاره له ژوند څخه محروم ،اوپه شهادت ورساوه .موږ دغه عمل ته  دنفرت اوکرکې په سترگه گورو .
انا لله وانا الیه راجعون
دروزگان مهالنۍ ملي خپروني اداره پداسي حال کي  چي دخپلو ټولو قلمی همکارانواومينه والو په استا زيتوب دځوان  شهيدعبدالصمد روحاني په غمجنه پېښه کي  دهغه دکورنۍ دټولوغړواو دوستانوسره ځانونه شريک بولو،دلوي خداي له دربارنه دهغه سپېڅلي روح ته دجنت فردوس غوښتنه کوواودکورنۍ پاته غړوته ئې دزړه صبر غواړو.
پدې هيله چي دبې بې سي راډيونړيواله اداره دخپل نړيوال اعتبار او امکاناتوڅخه په استفادې سره وتوانېداي شي ددې ځوانيمرگ ژورناليست  درندۀ او وحشی قاتلان پيداکړي .
دهمدې خواشېنوونکي پيښې دغمجن پيغام نه په استفادې سره پر افغان دولت اونړيواله ټولنه  ږغ  کوو چې  زموږ په هيوادکي دژورناليستانو،علمی اوفرهنگی شخصيتونودژوند ټولو اړخونوته جدي پاملرنه وکړی .
هرځاي اوپه هر نامه  دهر چا لخوا په هرشکل چي وی دژورناليستانو،علمی اوفرهنگی  شخصيتونو وژنې اوزورونې  ته  دکرکي اونفرت په سترگه گورواوهغه په کلکه غندو.
دروزگان مهالنۍ ملي خپرژونې مسول مدير
حبيب الله غمخور