د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان کلتوري ټولنو دجرګې دخواشينۍ پيغام

د افغان کلتوري ټولنو جرګه 09.06.2008 15:40
خورا خواشيني يو ،چې د فرهنګ او ژورناليزم دکورنۍ ديوه نازولي د وير پر ټغر کيناستو
                                                                انا لله وانا الیه راجعون
قلم دښمنه ټوپکوالو هومره ډارن دي ، چې دخپلې ناولې منګولې يې دځوان عبدالصمدروحاني پر وينو سرې کړې ، د هغه دماشومې معصومو سلګيو ته يې ونه کتل او د سپين سرې مور له کړيکو یې ونه ويريدل .
دغه شهيد عبدالصمدروحاني په هلمند کې د بي بي سي او پژواک خبري اژانس خبريال و ، ليکوال او فرهنګي زلمي ايله دژوند 25 پسرلي لیدلي و ،چې شهيد کړای شو .
دافغانستان ټول فرهنګيان قلم وال او روڼ اندي ددغه ځوان ژورناليست او ليکوال وژنه غندي او دهغه سپيڅلي روح ته دجنت فردوس غوښتنه کوي .
دافغان کلتوري ټولنو جرګه  دخپل دغه ملګري اوهملاري په وير کې شريکه ده او يرمنه ده ، چې د قلم دلوې کورنۍ يو تکړه غړی يې له لاسه ورکړی دی . لوی خدای جل جلاله دی ددغه فرهنګي زلمي قاتلان مخ توري کړي او دوستانو، قلموالو ، کورنۍ ته يې دې اجر ، صبر او استقامت ورکړي .
افغان کلتوري ټولنو جرګه يو ځل بیا له ټولو فرهنګيانو اوژورناليستانو څخه غوښتنه کوي ، چې په داسې اورنيو شيبو کې دخپل ژوند خيال وساتي اوګواښمنو سيمو ته ولاړنه شي ، ځکه ډېر څه ديوه قلموال پر ژوند نه ارزي .
اروا یې ښاده ياد یې ژوندی .