داخوندموسی بټی کوټي ادبي جرګې دخواخوږۍ پیغام
09.06.2008 13:15داخوندموسی بټی کوټي ادبي جرګې دخواخوږۍ پیغام
دژوند دا دوه ګړۍ مې هم په سخته تېرې کړلې
اوس مــې هــم سردلــحـدتیګه بــاندې ولـګېده
داودعربزی
داسلامي پوهانوپه اندپه دونیاکې چې ترټولولوی دروغ دي هغه ژوند دی اوهغه چې دنړۍ یووګړی ترې انګار نه شي کولای اوهېڅ کله دروغ نه ده هغه مرګ دی ، مرګ حق دی او هرانسان دې دا ومني چې یوه نه یوه ورځ به یې دمرګ جینجی په خواږه ژوند تېری کوي اوله خپل خوږمور، پلاره اوخوږوملګرویې یې جلاکوي ، همدې دمرګ جینجي زمونږدکاروان دیوه خوږلاروي ملګري ښاغلي عبدالصمدروحاني تنه هم رانسکوره کړه اوهماغه یې وکړه چې هېڅکله موپه خیال اوتصورکې نه راتله
صمدروحاني په هلمندولایت کې دڅوکالوراپه دېخوا د بي بي سي نړیوالې راډیوخبریال ؤ چې دژوندتروروستۍ سلګۍ پورې یې له خپل دندې سره وفاوکړه اوهمدا خپله دنده ورته اور شوه
ارواښاد روحاني په خپل څوکلن ژورنالستکي عمرکې ژورنالېزم ته هغه خدمتونه وکړه چې هېڅکله دهېرېدونه دی
روحاني صیب چې ترکومه ځایه مونږته مالوم ؤ داسې یوشخصیت ؤ چې تراوسه یې چاته کومه بده خبرهم نه وه کړې
خودښمن ډېربد دی ځکه خورانه ښه اوغوره شخصیتونه په شهادت رسوي
داسمه ده چې : په فانی دونیابه نه وي ژوندي تل څوک.
مونږدمرګه انکارنه کو خوداسې مرګ هم نه لکه روحاني صیب یې چې ووژه داخوند موسی بټي کوټي ادبي جرګه دده مړینه غندي اوهرهغه چاچې دالوی جنایت ترسره کړی نه یواځې په بده اوسپکه سترګه ورته ګوري بلکې داسلامي اوانساني اصول لرې کاریې ګڼي ، دروحاني قاتلان دې په دې پوی شي چې دوی به یوه نه یوه ورځ دې ملت ته رسواکېږي اوداملت به یې په مخ دکرکې اونفرت لاړې ورتووکوي .
اخوندموسی بټي کوټي ادبي جرګه دروحاني شهادت دژورنالېزم اوادب په ډګرکې یوه ستره تشه بولي اوله افغان دولت نه یې دقاتیلینو دژرترژره نیونې غوښتنه کوي .
څښتن دې روحاني صیب ته هغه دنیا ښائسته کړي ، بښنه دې ورته وکړي اودده درنې کورنۍ ته دې دزړه صبرورکړي .
امین اوبیاامین
داخوندموسی بټي کوټي ادبي جرګې مشرتابه
کابل - افغانستان