د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسپرغۍ اتمه ګڼه چاپ شوه

24.05.2008 12:16

له کونړه خپرېدونکې مياشتنۍ خپرونې سپرغۍ نوې ګڼه چاپ شوه. سپرغۍ چې ښاغلی م . الف. توحيدیار يې دامتياز څښتن او ایاز سرتور يې مسوول مدير دی په خپلو ۴۸ مخونو کې يولړ په زړه پورې علمي،ادبي،سياسي او ... مطالب  رانغاړلي دی.
همداشان يې له سندرغاړي سره شاه محمد سره یوه په زړه پورې هنري مرکه چاپ کړې چې دنورو مطالبو پشان په لوستلو ارزي.
مينه وال يې په پېښور کې له هر اخبار پلورنځي،په کابل کې له دانش کتاب پلورنځي او په جلال اباد کې له مجید مومند کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کولای شي.