د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

معلم د ټولنې جوړوونكى

كندوزى 22.05.2008 17:59
معلم هغه نوم دى چې د الله تعالى له خوا راليږل شوي رسول حضرت محمد صلى الله عليه وسلم  پرې ځان ياد كړى دى، خو نن يو شمېر معلمان له دغې پاكې او سپېڅلې دندې ناوړه ګټه اخلي او خپل زده كوونكي چې د ټولنې راتلوونكى دى پر دې مجبوروي چې د معلم د ورځې د لمانځنې پر وخت هغوې ته قيمتي او ګران بيه تحفې وركړي، دوي ددغه كار په ترسره كولو سره خپلو زده كوونكو ته روحيه وركوي چې كه څوك په يو مقام كې كار كوي نو كولاې شي له نور خلكو يو څه وغواړي او ياې ترې واخلي.
او دا ددې لامل كيږي چې كه دغه زده كوونكې تر يومقامه رسيږي او پر دنده ګومارل كيږي نو هغه ته هم بيا ورته عمل ناروا نه ښكاري.
مونږ په دې اميد شپې او ورځې تيروو چې كه نن نه شوه نو سبا خو به دغه هيواد له اداري فساد، ترور جګړو او ناخوالو خلاص شي خو يو معلم چې د ټولنې جوړوونكى دى هغه له نورو سره د سيالۍ په موخه پر زده كوونكو زور اچوي چې ګران بيه تحفې ورته وروړي، مونږ به له نورو څه ګيله وكړو.
نن په كندوز كې د معلم ورځ لمانځل كيده په ټولو ښوونځيو كې د خوښۍ مجلسونه جوړ وو زده كوونكو پاكې او ستره جامې اغوستې وې په لاسونو كې يې لوې لوې ډبي چې  په ښكلو كاغذونو سينګارشوي وونيولي وو داسې ښكاريده چې خپلو ښوونكو ته يې وړي، ماته د يوې  اته كلنې زده كوونكې هغه خبره راياده شوه چې ويل يې: (( ماته مې معلمې صيبې وويل چې تاسو به په صنف كې دومره پېسې راټولې كړئ چې زه پرې ځان ته د سرو ګوته واخلم)).
نو ما ورته وويل: ولې د سرو ګوته اخلي، ولې نور څه نه غواړي؟
هغې ويل: پروسږ كال دهغه بل صنف معلمې ته دهغې شاګردانو د سرو ګوته اخيستې وه.
 د معلم د ورځي د لمانځلو په مراسمو كې ښځينه ښوونكې پر زده كوونكو ډير فشار اچوي ځوك وايي ماته به جامې كوئ، ځوك وايي ماته به د كور لپاره د لوښو سيټ اخلئ او ...
البته ښځه په ټولنه كې هغه موجود دى چې د نارينه په پرتله يې زړه خوږ زيات دى او همدا علت دى چې شرعا ورته د قضا كولو اجازت نه شته، په دې مسايلو كې زه ګوتې نه وهم خو خبره تر خبرې راياده شوه  نن سبا همدغه زړه سوانده قشر په دې فكر نه كوي چې كه دې له خپلو زده كوونكو دومره پېسې غواړي چې د ځان لپاره پرې د سرو زرو ګوتمۍ واخلي ، ايا دغه زده كوونكي به ددې وس او توان لري؟.
ايا دوې كله هم فكر كړې چې په افغاني ټولنه كې اوس وخت خلك په كوم حالت ژوند كوي، كه دغه ښوونكې صاحبان نارينه وي او كه ښځينه په دې نه پوهيږي چې اوس وخت كه يوكاريګر ټوله ورځ د بل مزدوري وكړي نو ايله سل افغانۍ په لاس راوړي، ددغې زده كوونكې پلار او يا وارث دغه سل افغانۍ هغې ته وركړي چې ښوونكې يې پرې د سرو زرو ګوتمه واخلي او كه د خپلو وږو اولادنو لپاره پرې يوه لمړۍ وچه ډوډۍ واخلي، د كندوز ولايت د سه درك په منځني ښوونځي كې يوه زده كوونكى چې د خپل ټولګي دوهم نمره ده نن ښوونځي ته نه وه تللې، له هغې مې ښوونځي ته د نه تلو وپوښتل، هغې وويل چې ما سره پيسې نه وې او د معلم د ورځې په خاطر زما ټولګيوالو پېسې ټولولې نو زه ښوونځي ته لا نه ړم.
همدا شان د زده كوونكو پلرونه او نور مشران هم له دې شكايت كوي چې  كه هره ورځ نه وي نو په اونۍ كې خو ضرور يوه ورځ له زده كوونكو څخه شل، شل افغانۍ په دې خاطر چې نن د ټولګي د كړكيو لپاره پردې اخلو، نن د اوبو دساتلو لپاره كولر اخلو، نن د ټولګي لپاره پكى اخلو او ...
خو نه پردې واخيستل شي، نه د اوبو كولر واخيستل شي، اونه هم د ټولګي خونه كې پكى ولګيږي خوبس په يوه او بل نامه له زده كوونكو پېسې ټولوي.
كه يو زده كوونكې يوه ورځ له ښوونځي پاتي كيږي مونږ يې پروا نه كوو وايو چې بس ځه يوه ورځ ده نو څه كيږي؟ خو كه د مسلك له پلوه ورته وكتل شي كه يوه ورځ زده كوونكې له ښوونځي پاتي كيږي هغه په  حقيقت كې له نورو زده كوونكو ډير وروسته پاتي كيږي او كه همدا ډول تكراري لاړ نه شي نو بيا خو يې هډو ښوونځي ته د تلو زړه هم نه كيږي.
نو زما هيله د معارف له وزارت او له اړندو مسولينو څخه داده چې دوې بايد په ولايتونوكې د معلم د ورځې د لمانځلو په مناسبت ښوونځيو او د معارف رياستونو ته هدايت وركړي چې په راتلوونكې كې د ښوونكي له خوا داسې بهانه ونه لټول شي چې د هغې په وجه يوه ورځ څه چې يوه شيبه هم زده كوونكې ښوونځي ته له تلو منع كيږي.