ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


مایک پنس: تاریخ به ټرمپ د ۲۰۲۱ کال بلوا له کبله "مسؤل" وبولي

د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پینس چې غواړي په ۲۰۲۴ کال کې د جمهوري ریاست انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند لخوا کاندید شي، پخپل مخکني مشر تر ټولو شدید انتقاد کې ویلي چې تاریخ به هغه مسؤل وبولي.

13.03.2023 امریکا غږ

افغانستان کې د ۹.۴ میلیون ماشومانو لپاره د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ټاکل شوې د یاد کمپاین پر مهال تر پنځه کلنۍ کښته عمر لرونکي ۹.۴ میلیون ماشومان واکسین شي.

13.03.2023 امریکا غږ

د عراق پوځ پدې هیواد کې د داعش وسله والو شمیر په ډاګه کړ

د عراق د پوځ یو جګپوړی چارواکی وایي د اسلامي دولت یا داعش ډله پدې هیواد کې لا هم تر ۵۰۰ پورې جنګیالي لري.

13.03.2023 امریکا غږ

پاکستان: اسلام اباد، سيند او پنجاب صوبو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی

د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد، سيند او پنجاب صوبو په مخصوصو ضلعو کې نن د ګل/ دوشنبې د ورځې [13 مارچ] نه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شوی، خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې به د اپرېل په لومړۍ اوونۍ کې دغه کمپاين کيږي.

13.03.2023 ډیوه

پي اېس اېل 8: د اسلام اباد لوبډلې په ماتې ورکولو پېښور زلمي څلورم نمبر ته راغلې

د پاکستان سپرليګ کرکټ په روانو سياليو کې د پېښور زلمي لوبډلې د اسلام اباد يونايټډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو څلورم نمبر ته راغلې ده او بل د ايليمينېټر پړاو ته رسېدلې ده.

13.03.2023 ډیوه

پاکستان: الېکشن کمېشن د قامي اسمبلۍ په 37 څوکيو ضمني انتخابات معطل کړي

د پاکستان الېکشن کمېشن د قامي اسمبلۍ په 37 څوکيو اعلان کړي ضمني انتخابات معطل کړي دي، د رېډيو پاکستان د خبر ترمخه الېکشن کمېشن دغه پرېکړه د اسلام اباد، پېښور، سيند او بلوچستان هایکورټونو د فېصلو وروسته کړې ده.

13.03.2023 ډیوه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: د نظام مخالفین واجب‌القتل دي  

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم ویلي، هغه کسان چې ددې ډلې نظام تخریبوي "واجب القتل" دي. 

12.03.2023 امریکا غږ

امریکا د بندیانو د تبادلې په اړه ایران په درواغ ویلو تورن کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان نن یکشنبه مارچ ۱۲ (کب۲۱) وویل چې له متحدو ایالتونو سره د بندیانو د تبادلې لپاره ټول چمتوالي نیول شوي دي، خو واشنګټن دا خبر «ظالمانه درواغ» بللي دي.

12.03.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

12.03.2023 امریکا غږ

انتوني ګوتېرش: مسلمانان په نړۍ کې له مخ په زیاتېدونکي تبعیض سره مخامخ دي 

له اسلام څخه د کرکې په ضد د مبارزې د نړیوالې ورځې په درشل کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ویلي دي چې مسلمانان په نړۍ کې له تبعیض سره مخامخ دي. 

12.03.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

12.03.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

12.03.2023 امریکا غږ

خلک: د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې ښځينه ډاکټرانې نه‌شته

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکو له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، په یادې ولسوالۍ کې د مسلکي ښځینه ډاکټرانو نشتوالی د سیمې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. د دشت ارچي ولسوالۍ د باجوړیو د سیمې یو اوسېدونکی محمد سالم وايي، د دې ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې پر درملو او روغتیايي امکاناتو سربېره د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی هغه ننګونې دي، چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي. نوموړی وايي: "موږ دلته نسايي ولادي ناروغانو او د جراحي په برخو کې مشکلات لرو چې زموږ په کلینیک کې د جراحي څانګه نه‌شته ده. په کلینیکونو کې درمل او متخصص ډاکټران نه‌شته دي. حتا زموږ ولادي او نسایي ناروغان چې لږ مشکل هم ولري دلته یې درملنه نه‌کېږي، موږ ته وايي چې تاسې ولایت ته ولاړ شئ. په ټوله کې د روغتیا په برخه کې زښته زیاتې ستونزې لرو." دیادې ولسوالۍ د ارباب شریف د کلي یو اوسېدونکی محمد حسن هم له ورته ستونزې شکایت کوي. نوموړی وايي: "دلته په کلينیکونو کې دومره امکانات نه‌شته چې حد اقل زموږ د مېرمنو د ولادي نسايي ستونزه حل شي او یا واړه عملیاتونه دلته ترسره شي، داسې اسانتیاوې په دې کلینیک کې نه‌شته دی. د ولسوالۍ مرکزي کلینیک ۲۰ بستریز دی چې ښه امکانات نه‌لري او د دې ولسوالۍ خلکو ته بسنه نه‌کوي. حد اقل زموږ د ولسوالۍ کلینیک باید ۵۰ بسترو ته ارتقاء وکړي." دوی د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د يادې ولسوالۍ د مرکزي روغتون کچه له ۲۰ بسترو څخه ۵۰ بسترو لوړه کړي، چې د خلکو روغتیايي ستونزې په خپلې ولسوالۍ کې هوارې شي. د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکي نظیف الله ازادي راډیو ته وویل: "زموږ زیات شمېر خلک له ولسوالۍ څخه په لیرې سیمو کې پراته دي، چې هلته خلک روغتیايي خدمتونو ته لاس‌رسی نه‌لري. ځینې وخت داسې پېښې هم رامنځته شوي چې د هغوی ناروغ د ولسوالۍ کلینیک ته د راوړلو پر وخت د لارې په اوږدو کې په حق رسېدلی وي. موږ غواړو چې زموږ دغه ۲۰ بستریز کلینیک ۵۰ بستریز شي، ترڅو د خلکو روغتیایي ستونزې هم‌دلته حل شي." د دشت ارچي ولسوالۍ د داویانو د کلي یو اوسېدونکی غلام سخي هم ورته خبره کوي. دی وايي: "روغتیا په برخه کې موږ ډېرې ستونزې لرو، یوازې د ولسوالۍ کلینیک فعال دی، چې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، خو ډېر امکانات نه‌لري. په کلیو او بانډو کې هم کلینیک شته دی، خو د خلکو روغتیايي ستونزې نه‌شي هوارولی." هڅه مو وکړه چې، په دې اړه د کندز د عامې روغتیا د ریاست د چارواکو نظر هم راواخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدو. د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې حال کې په روغتیایي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي، چې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره دغې ډلې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي. د طالبانو دغه پرېکړه پر کور دننه او په نړیواله کچه له سختو انتقادونو سره مخ شوې ده. د دشت ارچي ولسوالۍ د ۷۰ کیلومتره واټن په درلودو سره د کندز ښار شمال لور ته موقعیت لري او په تېرو شل کلونو کې د سختو جګړو او نا امنیو شاهد وه، چې له امله یې په یادې ولسوالۍ کې د پراختیا او بیارغونې په برخو کې د پام وړ کارونه نه‌دي ترسره شوي.

12.03.2023 ازادي راډیو

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

12.03.2023 امریکا غږ

د هند حکومت د همجنسبازانو د واده د قانوني کولو مخالفت وکړ 

د رویټرز خبري اژانس نن یکشنبه مارچ ۱۲ (کب۲۱) راپور ورکړ چې هغه دوسیه یې لیدلې او لوستلې ده چې د هند د قانون وزارت په کې له سترې محکمې څخه غوښتي د همجنسبازانو د واده د قانوني کولو او پېژندلو مخالفت دې وکړي.  سترې محکمې ته په استول شوې دوسیې کې غوښتنه شوې ده چې د همجنسبازانو له لوري د موجوده قوانینو په وړاندې پیدا شوې ننګونې له منځه یوسي.  په دغې دوسیې کې، چې لا خپره شوې نه ده، استدلال شوی دی سره له ده چې ممکن په ټولنې کې د اړیکو او روابطو ساتلو بېلا بېل ډولونه وي، خو د واده حقوقي پېژندنه یوازې د ښځې او نر [مخالف جنس] ترمنځ کېږي‌ او دولت یې په ساتلو کې مشروع علایق لري.  د هند د قانون وزارت ویلي‌ دي: « د همجنس ترمنځ د جنسي اړیکو لرل او د ژوند د ملګري په توګه ګډ اوسېدل د هند د کورني واحد [کورني تشکیل] له مفهوم سره،‌ چې په هغې کې مېړه، ښځه او اولاد وي، مطابقت نلري.» وزارت همدغه راز ویلي دي چې له محکمې څخه دا غوښتنه نشي کېدای د هېواد تقنیني پالیسي، چې د ټولنې له مذهبي او ټولنیزو جوړښتونو سره کلکه نښتې، بدله کړي.     د هند سترې محکمې په ۲۰۱۸ کې په یوې تاریخي پرېکړې کې په دغه هېواد کې همجنسبازي، چې د استعمار له پیر څخه پاتې وه، لغوه کړه او هغه یې جرم وګڼه.   په دې وروستیو کې د همجنسبازانو له لوري لږ تر لږه ۱۵ عریضې د هند سترې محکمې ته سپارل شوې او غوښتنه شوې چې د هغوی واده دې قانوني او په رسمیت وپېژني.  د همجنسبازۍ بحث په هند کې یوه حساسه موضوع او په دې مسئلې باندې په ښکاره خبرې کول یوه تابو او شرم ګڼل کېږي.   د صدر اعظم مودي واکمن ګوند د تېرکال د ډسمبر په میاشت کې له حکومت څخه وغوښتل چې د همجنسبازانو د واده د قانوني‌ کولو له غوښتنې سره جدي مخالفت څرګند کړي.  د هند حکومت وايي موجوده قوانین یوازې د نر او ښځې ترمنځ واده کول رسمي او قانوني ګڼي او د دغو قوانینو هر ډول تعدیل او تغیر باید د پارلمان صلاحیت وي نه د محکمې.   ټاکل شوې ده چې سبا دوشنبه د هند ستره محکمه د همجنسبازانو د واده د قانوني کېدو او نه کېدو په اړه غونډه وکړي. په اسیا کې تایوان لومړی هېواد دی چې د همجنسبازانو واده په رسمیت پېژني. سنګاپور تېرکال هغه قانون لغوه کړ چې همجنسبازي یې جرم ګاڼه.‌ جاپان لا هم د همجنسبازانو واده قانوني کړی نه دی، سره له دې چې عامه حمایت یې هم شته. 

12.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more