ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پرویز مشرف جنازه پاکستان ته ورسیده

په پاکستان کې چارواکي وایي د پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف جنازه دوشنبه فبروري ۶ ( سلواغې ۱۷) د عربي متحده اماراتو د دوبۍ ښار څخه پداسې حال کې د کراچۍ هوایي ډګر ته ورسیده چې شاوخوا ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي و.

07.02.2023 امریکا غږ

دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دټي20 کرکټ دسیالیو لړۍ ترسره کیږي

دپاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سیټي ویلي دپاکستان اؤ افغانستان دکرکټ لوبډلو ترمنځ به دټي 20 درې سیالۍ دمارچ دمیاشتې په پای کې ترسره شي. په ټویټر خپل یو بیان کې ښاغلي سیټي ویلي هغه ددې اعلان په کولو خوښ دی چې دپاکستان دکرکټ ملي لوبډله به دافغانستان پرضد دمارچ په وروستیو کې په شارجه کې دټي 20 درې نړیوالې سیالۍ ولوبوي. نجم سیټی ویلي دپاکستان اؤ افغانستان دلوبډلو ترمنځ دسیالیو ددې لړۍ مقصد داسټریلیا له لوري دافغانستان پرضد د دوه اړخیزه سیریز یا لړۍ نه دلاس اخستو له امله د رامنځته شوي زیان ازاله کول دي. نوموړي ویلي هغه په اسیا دکرکټ شورا  یا ای سي سي کې د بي سي سي ایي،پي سي بي،بي سي بي اؤ ایس ایل سي بورډونو په امدنۍ کې برابر برخې ورکولو دپرېکړې ملاتړ هم کوي. دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت اسټریلیا په افغانستان د واکمنو طالبانو له لوري په میرمنو دلګول شوؤ بندیزونو پرضد متحده عرب اماراتو کې دافغانستان سره مارچ کې دکیدونکو یو ورځینو سیالیو دلړۍ نه دلاس پسر کیدو اعلان کړی ؤ. د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې د دواړو لوبډلو ترمنځ دسیالیو ټاکل شوې دا لړۍ د ایي سي سي سپر لیګ برخه وه چې اسټریلیا دلوبډلې هند ته له سفر وروسته به په مارچ کې کیدله. ددې سفر دځنډول کیدو پرمهال خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې داسټریلیا کرکټ بورډ له لوري دا پرېکړه دطالبانو له لوري دښځو په کارونو اؤ دنجونو په زده کړو دبندیز اؤ پارکونو اؤ جمونو ته دمیرمنو په تګ دلګول شوؤ بندیزونو له اوسني اعلان نه وروسته شوې ده. (ددې رپورټ ځینې معلومات د ډان ورځپاڼې نه اخستل شوي دي)

07.02.2023 ډیوه

ټانک اؤ ډیره اسماعیل خان کې ترهګرو دپولیسو په څوکیو بریدونه کړي دي

دخیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو ټانک اؤ ډیره اسماعیل خان کې بیګاه شپه ترهګرو په پولیس څوکیو بریدونه کړي خو پولیس وایي دغه بریدونه یې په شا تمبولي اؤ هیڅ مرګ ژوبله پکې نه ده شوې. دخیبر پښتونخوا دپولیسو د ویاند له مخې د ګل اؤ نهې په منځ شپه کې دټانک ضلعې دجنډوله تاڼې په پیرتنګي پولیس پوسته ترهګرو یو دروند برید کړی خو وایي پولیسو دترهګرو سره په مړانه مقابله کړې اؤ دهغوئ برید یې پشا تمبولی دی. د پولیس ویاند له مخې دبرید پرمهال دترهګرو اؤ پولیسو ترمنځ تر لسو دقیقو ډزې شوې دي اؤ په دغه مهال دسیمې خلک هم دپولیسو مرستې ته ور وتلي وؤ چې له امله یې ترهګر پشا شول اؤ پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله وانه وړیدله. په عین حال کې بیګاه دشپې دولس نیمې بجې په ډیره اسماعیل خان کې هم ترهګرو د درابن تاڼې په پولیس چوکۍ برید کړی دی اؤ دسیمې نه ترلاسه شوي اطلاعات وایي چې په دغه برید کې یو پولیس عسکر ژوبل شوی خو دترهګرو برید پشا تمبول شوی دی. ددې برید په موقعه دسیمې نه دپوځ عسکر هم دپولیسو مرستې ته ورغلي اؤ ترهګر یې پشا تمبولي دي. دخیبر پښتونخوا دپولیسو ویاند وایي له دواړو بریدونو نه وروسته دصوبې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري د یادو ضلعو دپولیس مشرانو سره دټیلي فون له لارې تماس نیولی اؤ ددې بریدونو په ناکامولو یې دپولیس ځوانانو دمړانې ستاینه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په 30مه جنورۍ دپېښور  پولیس لاین په جومات کې په یوځانمرګي برید کې 84کسان وژل شوي اؤ تر200ؤ زیات نور ژوبل شوي دي. دپېښور دبرید پړه دپاکستاني طالبانو یوې ډلې پغاړه اخستې ده اؤ دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر معظم جاه انصاري اعلان کړی دی چې پولیس به دخپلو عسکرو دیوې شوؤ وینو دیو،یو څاڅکي بدل اخلي. پولیسو پرون دغه ځانمرګي برید کې دلاس لرونکو دمعلوماتو ورکولو پسر د یو کروړو روپو انعام هم اعلان کړی دی

07.02.2023 ډیوه

د ډالر بیعه کې دزیاتې اضافې له امله دپاکستان درمل جوړونکو کمپنیو دخپل پیداوار تړلو خبرداری ورکړی

پاکستاني مطبوعات وایي په دغه هیواد کې د ډالر له بیعې لوړیدو وروسته درمل جوړونکو کمپنیو دخپل پیداوار ودرولو اعلان کړی دی. د "فارماسوټیکل مینو فیکچرز" په نوم ددرمل جوړونکې اتحادیې مشر قاضي منصور دلاور ویلي د ډالر دبیعې لوړیدو سره دخام مال،بجلي اؤ ګیس بیعې هم لوړې شوې دي اؤ په داسې حالاتو کې دوي په موجوده نرخ درمل نه شي جوړولی. اقتصادي پوهان وایي په حکومتي کچه د زیاتو ټیکسونو، پیداواري لګښتونو او د ډالر په مقابله کې د روپۍ د بیعې د کمي له وجې دصنعتي پیداوار په نرخونو هم اغیزې کیږي . دپاکستان جیو نیوز رسنۍ دقاضي منصور دلاور له خولې ویلي چې درمل جوړونکې کمپنۍ به یوه اوونۍ وروسته خپل پیداوار وتړي اؤ وایي بیلابیلو کمپنیو حکومت اؤ د درملو دڅار ادارې ډریپ ته دخپل پیداوار دتړلو په اړوند خبرداری هم ورکړی دی. نوموړي ویلي دکراچۍ،لاهور اؤ پینډۍ 10 درمل جوړونکو کمپنیو دخپل پیدوار ودرولو په اړوند حکومت ته نوټسونه ورکړي اؤ په راتلونکو څو ورځو کې به ټولې کمپنۍ دغسې نوټسونه یا خبرداری ورکړي. خو بل لوري ته رسنیو پاکستان کې د درملو دڅار د ادارې دچارواکو له خولې ویلي چې دوئ ته نه خو درمل جوړونکو کمپنیو دخپل پیداوار تړلو نوټسونه ورکړي دي اؤ نه یې ورته په زباني توګه څه ویلي دي. تر دې وړاندې دتیر کال د دسمبر په میاشت کې  پاکستان کې د ګاډو کمپنۍ انډس موټرز (ټویوټا) هم د ډالرو د کمي او ایل سیز نه پرانستل کیدو له وجې خپل پیداوار د یوی اوونۍ دپاره تړلی و. تېره میاشت پاکستان کې درملو دڅار ادارې (ډریپ)  د110 نه د زیاتو دوایانو نرخونو کې داضافې سپارښتنه کړې په داسې حال کې کړې وه  چې عام ولس وایي د زیاتې ګرانۍ له امله اوس د دوي لپاره ژوند ژغورونکي درمل اخستل ګران شوي دي. پاکستاني رسنیو تیره میاشت د روغتیا وزارت له قوله ویلي وؤ هیواد کې دکینسر،نفسیاتي ناروغیو،دبدني غړو دپیوست کولو په ګډون دځان ژغورونکو درملو کمی دی اؤ په نرخونو کې داضافې نه کیدو له امله کمپنیو درمل جوړول پرېښودي دي. د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته ویلي د ډالر د بیعې د زیاتوالي او حکومتي ټيکسونو له وجې په پاکستان کې د صنعتی پیداوار په بیعو کې اضافه کیږي. دهغه په وینا پیداواري خرڅونه، حکومتي ټيکسونه او نړیواله ګراني ددې غټې وجې دي . نوموړي ویلي پاکستان په صنعتونو په مختلفو ټيکسونو کې هم اضافې کړې دي چې په ټولو پیداواري شیانو دغه ټیکسونه  لګي او دهغې له وجې ددې قیمتونه هم په بره روان دي. پرون د ګل یا دوشنبې په ورځ دپاکستان دبینکونو دننه یو امریکایي ډالر په 275 روپۍ اؤ 30 اؤ په خلاص مارکیټ کې په 283 روپۍ تبادله شوی دی

07.02.2023 ډیوه

هیومن رایټس واچ: د بې وزله خلکو د حقونو تحفظ د پاکستان اؤ ایي ایف ایم ذمه واري ده

دبشري حقونو دڅار نړیواله اداره هیومن رایټس واچ وایي نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ته دپاکستان حکومت سره په ګډه دټولنیز تحفظ نظام ته په پراختیا ورکولو په معاشي توګه دبې وزله خلکو دتحفظ لپاره کار کول پکاردي. دې نړیوالې ادارې په ایي ایم ایف غږ کړی چې باید داسې اصلاحاتي ګامونه کم نه کم واخلي چې له امله یې بې کچه کمزرورو خلکو ته  لا نور زیان رسیدلی شي. هیومن رایټس واچ وایي بې وزلۍ،ګرانۍ اؤ بې روزګارۍ کې داضافې ترڅنګ نن پاکستان دخپل تاریخ دیو بدترین اقتصادي ناورین سره مخ دی چې له امله یې دلکونو خلکو روغتیا،خوراک اؤ دیو مناسب ژوند دمعیار حقونو دګواښ سره مخ کیږي. دپور ترسره کولو په موخه دپاکستان حکومت د روانې میاشتې په وړومبۍ نیټه ایي ایم سره دهیواد داقتصاد ژغورنې په یوه پروژه خبرې پیل کړې وې . پاکستان کال 2019 کې ایي ایم ایف سره د6.5 اربو ډالرو دپور تړون کړی ؤ اؤ ددغه پور دپاتې 1.1 اربو ډالرو دبیا ترلاسه کولو هڅې کوي خو ایي ایم ایف دپور دپاتې پیسو ورکولو لپاره پاکستان ته بیلابیل شرطونه ایښي دي چې دڅېړونکو په وینا ددغو شرطونو منلو سره به په پاکستان کې ګراني نوره هم زیاته شي. دهیومن رایټس واچ دایشیا ایسوسي ایټ ډایریکټرې پیټریشیا ګوسمین ویلي دي چې په لکونو پاکستانیان دبې وزلۍ په ګرداب کې نښتي دي اؤ هغوي دخپلو اساسي ټولنیزو اؤ معاشي حقونو نه محروم دي. د وي او ای اردو د رپورټ له مخې هغې ویلي چې ایي ایم ایف اؤ دپاکستان حکومت ذمه واري لري چې هغوئ باید دې ناورین نه په داسې توګه را اوځي چې دکمې ګټې وټې لرونکو خلکو خیال پکې وساتل شي اؤ دهغوي تحفط باوري وي. دا به داسې حال کې ده چې دپاکستان مرکزي بینک سره دبهرنیو اسعارو ذخیرې په 27مه جنورۍ دختمې شوې اوونۍ پورې 16فیصدي راټیټې شوې اؤ یوازې درې اربه ډالر پاتې شوې وې. دبهرنیو اسعارو دکموت واضحه مطلب دادی چې پاکستان کې به د درملو په ګډون د زیاتو درامداتو مخه ونیول شي. د رپورټونو له مخې دکال 1975 نه راپدیخوا پاکستان کې ګراني تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې اؤ اقتصادي پوهان په دې کې دنورې اضافې اندېښنې هم ښایي. دایي ایم ایف دشرطونو په اساس په 29مه جنورۍ دپاکستان حکومت دتیلو بیعې نورې هم لوړې کړې دي دبهرنیو اسعارو دکچې حد یې ختم کړی دی چې له دې امله دپاکستاني روپۍ ارزښت زیات غورځېدلی دی. دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف څرګنده کړې ده چې دایي ایم ایم شرطونه بې کچه سخت دي خو پاکستان له دې شرطونو منلو پرته بله هیڅ لار نه لري. دمیډیا رپورټونو له مخې ایي ایم ایف پاکستان ته دتېلو دبیعو اؤ سیلز ټیکس دکچې لوړولو اؤ دټیکسونو دلمنې پراخولو په ګډون د کرپشن یا غبن دمخنیوي لپاره دسختو ګامونو اخستو شرطونه ایښي دي.

07.02.2023 ډیوه

بایډن: په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله ډېر خواشینی یم، مرسته کوو 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وايي چې په ترکیې او سوریې کې د شوې زلزلې له کبله سخت خواشینی شوی دی چې څه باندې ۲۳۰۰ کسان په کې مړه شول او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

06.02.2023 امریکا غږ

د پاکستان د پخواني پوځي مشر پروېزمشرف جسد پاکستان ته منتقل کړی شو

ای اېف پي خبري ادارې د هوايي بازۍ د محکمې د سرچینو له قوله وویل چې د مشرف جسد په خصوصي جهاز کې د ګل، دوشنبې، په ماسخوتن کراچۍ ته ورسول شو

06.02.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

06.02.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

06.02.2023 امریکا غږ

هند د هلیکوپترو د تولید یو لوی شرکت پرانیست

هند د دوشنبې په ورځ فبروري‌ شپږمه (سلواغه۱۷) د هلیکوپتر جوړولو یو لوی شرکت پرانیست چې د چارواکو په وینا په کال کې ۱۰۰۰ هلیکوپتر تولیدولای شي.

06.02.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

06.02.2023 امریکا غږ

د خامنه يي د زندانیانو د بخښنې فرمان ریاکارانه او تبلیغاتي دی- د ایران بشري حقونه 

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې د  «۱۰زره زندانیانو د پرېښودو» په اړه د دغه هېواد د قضايي ځواک وړاندیز او د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي توافق «ریاکارانه او تبلیغاتي» دي.  

06.02.2023 امریکا غږ

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

06.02.2023 امریکا غږ

روېټرز: اسرایلي ځواکونو په وېسټ بېنک د حماس پېنځه وسله وال وژلي

اسرایلي پوځ وویل د جنورۍ په ۲۸ نېټه دوه مسلح کسان په اریحا کې یو رېسټورانټ ته ورغلي. په رېسټورانټ کې ۳۰ کسان ناست وو او د مسلح کسانو کوښښ و چې ډزې پې وکړي خو ټوپک یې خراب شو او دواړه کسان وتښتېدل

06.02.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

06.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more