ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ګوتیریش: افغان ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه حذف شوي

د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې را رسېدو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش وايي، په افغانستان کې ښځې او نجونې له عمومي ژوند څخه حذف شوي دي.

07.03.2023 امریکا غږ

لویډ آسټن په ناڅاپي سفر عراق ته تللی

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن نن سه شبنه مارچ ۷ (کب۱۶) پداسې حال کې د عراق پایتخت بغداد ته رسیدلی چې پدې هیواد د امریکا د یرغل شل کلنې کالیزې ته یوازې څو اوونۍ وخت پاتې.

07.03.2023 امریکا غږ

د شمالي کوریا خبرداری: د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا پر ضد قاطع او چټک عمل کولو ته چمتو یو

د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون خور چې پدې هیواد کې ډیر اثر او رسوخ لري، سه شنبه مارچ ۷ (کب۱۶) خبرداری ورکړی چې پیونګ یانګ د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا پر ضد "چټک او قاطع" عمل کولو ته چمتو دی.

07.03.2023 امریکا غږ

اوزبیکستان د افغانستان په اړه د سیمې هیوادونو استازو د غونډې جوړېدو خبر ورکړ

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د سیمې هیوادونو استازو د غونډې کوربتوب خبر ورکړی دی.

07.03.2023 امریکا غږ

القاعده وایي دوه غړي یې په یمن کې د ډرون په برید کې وژل شوي

د عربو په ټاپووزمې کې د القاعده شبکې څانګې دوشنبه مارچ ۶ (کب۱۵) ویلي چې دوه غړي یې د یمن په مرکزي برخې کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې وژل شوي او ګمان کیږي چې برید به د امریکا پوځ کړی وي.

07.03.2023 امریکا غږ

ایت الله خامنه اي: نجونو ته په شکمنه توګه د زهرو ورکول کېدو عمل نه بخښوونکی جرم دی

د ایران سپریم لیډر یا ستر مشر ایت الله علي خامنه اي د ګل/دوشنبې په ورځ په ښوونځیو کې جینکو زده کوونکو ته د زهرو ورکول کیدو شکمن عمل نه دنه بخښلو جرم بللی دی. د ایران د دولتي خبري اژانس اېرنا په وینا، ایت الله علي خامنه اي ویلي، که چارواکي ثابته کړي چې په ښوونځیو کې نجونو ته په قصدي ډول زهر ورکړل شوي دي، نو "هغه کسان چې د دې جرم تر شا دي، باید تېزندي کړل شي، او د دوی لپاره به هیڅ ډول بخښنه نه وي". دا لومړی ځل و چې خامنه اي سلګونو ماشومانو ته د زهرو ورکول کیدو په اړه په عامه توګه خبرې کولې، چې په ایران کې د خلکو غوسه یې راپارولې ده. د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي تېره اوونۍ امر کړی ؤ چې د نومبر له میاشتې راهیسې په څه دباندې 50 ښوونځیو کې په مرموزه توګه د نجونو د ناروغه کیدو دعلتونو په اړه څېړنې وکړي. دایران د 30ولایتونو څخه په لږ تر لږه 21 ولایتونو کې د ښوونځیو ماشومانې د ستوني په ناروغۍ اخته شوي اؤ رپورټونه وایي ددې تر څنګ ورته په ساه اخستو کې ستونزه هم راولاړیږي. د فرورۍ د میاشتې په وروستیو کې د ایران د روغتیا مرستیال وزیر ښاغلي یونس پناهي دعوه کړې وه چې دغو جینکو ته یوازې د دې لپاره په خوراک کې زهر ورکړل شوي ترڅو له زده کړو منعې کړل شي. په واشنګټن کې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارېن ژان پییر د ګل/دوشنبې په ورځ وویل "دا احتمال چې په ایران کې نجونو ته یوازې دزده کړو ترلاسه کولو په هڅه کې زهر ورکول شوي، "د شرم وړ دی. دا د منلو وړ نه ده". هغې په شکمنه توګه جینکو ته د زهرو ورکول کیدو د اطلاعاتو د خپلواکه، رڼو اؤ عادلانه پلټنو غوښتنه وکړه او وی ویل چې دا ډول پلټنې د ملګرو ملتونو دسیوري لاندې کیدای شي. هغې وویل، که چرته د زهرو ورکولو دا عمل په لاریونونو کې د نجونو د ګډون سره تړاو ولري، نو دا د ملګرو ملتونو د خپلواک نړیوال حقیقت موندونکي ماموریت په واک کې ده چې د ایران په اړه تحقیقات وکړي. په ایران کې د ښوونځیو نجونو ته په شکمنه توګه د زهرو ورکول کیدو دا معامله وروسته له هغې راپدیخوا شوې تېر کال په ستمبر کې دیوې 22 کلنې ایرانۍ مېرمنې مهسا امیني د پولیسو ولکه کې دمړینې پرضد ایران کې سخت احتجاجونه شوي وؤ اؤ په دې احتجاجونو کې زیاته برخه دمیرمنو په ځانګړي ډول دښځينه زده کوونکو وه. یو شمېر فعالانو چې په دغو مظاهرو کې یې برخه اخستې وه، پر چارواکو تور پورې کړی چې د ښوونځيو د هغو نجونو نه دانتقام اخستو په غرض یې هغوئ ته زهر ورکړي چې په مظاهرو کې یې ګډون کړی‌ ؤ. ایراني چارواکو په دې اړه تفصیلات نه دي ورکړي چې نجونو ته په شکمنه توګه زهرو ورکولو کې د چا لاس دی؟ چارواکو د دغه هېواد پر نامعلومو «دښمنانو» تور لګولی چې د ایران د حکومت د کمزوري کولو لپاره یې له بریدونو څخه کار اخستی دی. د دوشنبې په ورځ، ایراني رسنیو راپور ورکړو چې چارواکو په قم کې میشته یو خبریال علي پورطباطبایی نیولی چې په منظم ډول دسکولونو جینکو ته د زهرو ورکول کیدو په اړه رپورټونه ورکول.   (ددې رپورټ ځینې معلومات د ایسوسي ایټیډ پریس، رویټرز، او فرانس پریس اژانس څخه اخستل شوي)

07.03.2023 ډیوه

سږکال پاکستان نه په حج څومره خرچه راځي؟

د پاکستان اقتصادي رابطه کمیټۍ د کال 2023م لپاره د حج پالیسۍ منظوري ورکړې ده چې له مخې به یې سږکال پاکستان نه په حج 11لکه اؤ 75زره خرچه راځي. د اقتصادي رابطه کمیټۍ غونډه د ګل/دوشنبې په ورځ د خزانې د وزیر اسحاق ډار په مشرۍ شوې ده چې په کې د مذهبي چارو وزیر مولانا عبدالشکور د حج پالیسۍ لنډیز د غونډې برخه والو ته وړاندې کړی دی. د اعلامیې له مخې سږکال به پاکستان نه یو لک ،79 زره اؤ 210 کسان د حج فریضه ترسره کوي چې دې لپاره اقتصادي رابطه کمیټۍ د نهو کروړو ډالرو د ورکولو منظوري ورکړې ده. د حج کوټه کې به نیمایي د سرکار په لاس کې وي اؤ نیمایي به د حج شخصي کمپنیو ته ورکول کیږي. د نوې حج پالیسۍ له مخې دشمالي ریجن نه به په حج 11 لکه اؤ 75 اؤ دجنوبي ریجن نه 11 لکه اؤ 65 زره روپۍ مصرف کیږي. پروسږکال د پاکستان نه81 زره اؤ210 کسانو د حج فریضه ترسره کړې وه چې هغې کې د شمالي ریجن نه حج کوونکو باندې لګښت 8۸لکه اؤ 287روپۍ اؤ دجنوبي نه 8لکه ،91زره اؤ 237 روپۍ خرچه راغلې وه. په دغو پیسو کې د یونیم لکو روپو رعایت د حکومت لخوا هم ورکړل شوی ؤ. ټاکل شوې ده سږکال به دپاکستان نه دحاجیانو وړومبی کاروان په21مئ سعودي عرب ته روانیږي. په نوې حج پالیسې کې راغلي هغه کسان چې د حج لګښتونه په ډالرو کې جمع کوي له پچې یا قرعه اندازۍ نه به ورته استثنا ترلاسه وي. پاکستاني رسنیو دحکومتي چارواکو لخوا هیله ښودلې ده چې کوم حاجیان په ډالرو کې دحج لپاره داخله کوي دهغوي شمیره په ممکنه ډول د44,800 څخه اوښتی شي. حکومت دحج دسرکاري کوټې 25فیصدي برخه په ډالرو کې داخله کوونکو ته ځانګړې کړې ده چې لامل یې پاکستان کې د ډالرو کمی اؤ له دې لارې ډالر راټولول ښودل شوي دي. سږکال پاکستان کې د ډالرو زیات کمی رامنځته شوی چې له دې امله حکومت دخپلې برخې د حج کوټې زیاه برخه شخصي ټور اپریټرانو ته ورکوي.

07.03.2023 ډیوه

د پي اېس اېل په سیالۍ کې کویټه ګلېډي ایټرز کراچۍ کنګز لوبډلې ته په څلورو وکټونو ماتې ورکړه

د پاکستان سپرلیګ د اتم پړاؤ په 22مه سیالۍ کې کویټه ګلیډي ایټرز کراچۍ کنګز لوبډلې ته په څلورو وکټونو ماتې ورکړې ده. د پېنډۍ په کرکټ سټیډیم کې ترسره شوې کراچي کنګز لوبډلې کویټه ګلیډي ایټرز ته 165منډو هدف ورکړی ؤ چې دغه هدف کویټه ګلیډي ایټرز دشپږو لوبغاړو په تاوان د20م اوور په وروستي بال ترسره کړو. دکویټه ګلیډي ایټرز مارټن ګپټل تر ټولو زیاتې 86 منډې جوړې کړې اؤ ناسوځېدلی پاتې شو. کپتان سرفراز احمد 29 اؤ محمد نواز 15 منډې جوړې کړې. دکراچي کنګز له لوري تبریز شمسي دوه ،عامر یامین،محمد موسا،اؤ جیمز فلر یو،یو لوبغاړی وسوځولو. تر دې وړاندې دکویټه ګلیډي ایټرز په بلنه دکراچي کنګز لوبډله وړومبی بیټنګ ته راووتله اؤ په ټاکلو 20 اوورونو کې یې دشپږو لوبغاړو په تاوان 164 منډې جوړې کړې. دکراچي کنګز ایډم روزنګټن تر ټولو زیاتې 69 منډې جوړې کړې اؤ کپتان عماد وسیم د30 اؤ عامریامین د23 منډو په جوړولو ناسوځېدلي پاتې شول. دکویټه ګلیډي ایټرز نسیم شاه اؤ ایمل خان دوه،دوه اؤ محمد نواز اؤ نوین الحق یو،یو لوبغاړی وسوځولو.

07.03.2023 ډیوه

د ښځو په حالاتو نړېوال کنفرنس کې افغان ښځو ته توجو، او پاکستان کې د ښځو په اړه کېدونکې ضمني غونډه

واشنګټن  - د مارچ په اتمه د ښځو نړېواله ورځ  ده او په دې مهال، د ښځو د حالاتو کمېشن نړېوال کنفرانس هم پرانېستل شوی چې دوه هفتې به دوام ولري. په دې کنفرانس کې زرګونه کسان برخه اخلي او د دې د چتر لاندې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ضمني غونډې هم جوړېدونکې دي. د شورو/چهارشنبې په ورځ چې د مارچ اتمه او د ښځو نړېواله ورځ ده، پاکستان هم د یوې ضمني ناستې کوربه دی چې هغې کې به د مسلمانو ښځو په وړاندې د موجودو چلېنجونو په باب خبرې وشي. د پاکستان په ناسته کې به مقصد دا وي چې ځينې داسې انګېرنې چې ګني اسلام د ښځو خلاف تفریقي رویه کوي او یا ښځو باندې ظلم کوي، دغه انګیرنې لیرې کړی شي او په تاریخ کې چې مسلمانو ښځو څه کردار لوبولی، هغه نړېوالو ته څرګند کړی شي. په دې ناسته کې به هغه خنډونه هم ښکاره کړی شي کوم چې د ښځو د بااختیاره کېدو په وړاندې موجود دي. د ښځو په اړه دې نړېوال کنفرانس کې به په دې اوله هفته کې د افغانستان د ښځو او جېنکو حال د ډېرې توجو وړ وي، ځکه له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګسټ کې په افغانستان قبضه ولګوله، د ښځو او جېنکو نه یې ډېر بنیادي حقونه واخېستل. د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش دې کنفرانس ته پخپل پرانېستونکي تقریر کې وویل چې افغانستان کې ښځې او جینکۍ د عوامي ژوند نه حذف کړی شوي دي. په جنوري میاشت کې، ګوتېرش خپله نایبه امېنه محمد او د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس افغانستان ته ولېږل چې په وینا یې، طالبانو ته "واضحه پیغام" ورسوي. ګوتېرش وویل: "ښځې او جینکۍ بنیادي بشري حقونه لري، او مونږ به د هغو دپاره د مبارزې نه لاس وانخلو." د ګل/دوشنبې په ورځ په یوه ضمني غونډه کې څو تنو افغانو ښځینه کارکنانو هم خپل غږ اوچت کړ او د نړېوالې برادرۍ نه یې وغوښتل چې په طالبانو دې فشار سېوا کړي چې هغه ډله د ښځو په حوالې سره خپل څه باندې دېرش حکمونه بېرته واخلي. په دې حکمونو کې د ثانوني سکولونو او یونیورسېټو نه د ښځو جینکو منعه کول، د کور نه بهر د ښځو په کار کولو بندیز، د محرم نه بغیر د ښځو په سفرونو بندیز، او په سیاسي او ثقافتي چارو کې د هغو د برخه اخېستو منعه ګرځول شامل دي. فریحه ایثار، یوه افغانه فعاله او د ښځو د حقونو څېړونکې چې د طالبانو د راتګ نه پس یې افغانستان پرې ايښی او کډواله شوې ده، وویل: "دا ناقابل برداشت حقیقت چې یوې ترهګرې ډلې واک اختیار اخیستی دی، نتیجه یې دا شوې چې افغانستان کې قانون او نظم په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي. د مطلقې اړۍ ګړۍ حالت، انارکي او مطلقه بي قانونۍ ته رسېدلی، چې له امله یې ښځې په بشپړ توګه کمزوره شوي او د انصاف دپاره هېځ ځای ته نشي تللی." ایثار زیاته کړه چې افغانستان کې حالات د قابو نه وتلي. هغې چې اوښکې تویولې، وویل چې ښځې افغانستان کې ځآنونه وژني او د جنسیت په بنیاد د تشدد ښکار کیږي. فریحه ایثار زیاته کړه: "د افغانستان د نن ورځې د حقایقو په اړه خبرې کول ډېر سخت دي."

07.03.2023 ډیوه

د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل: د ښځو او نارینه و ترمنځ برابري ۳۰۰ کاله وخت غواړي

واشنګټن  - د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش د ګل/دوشنبې په ورځ د ښځو د یو ستر کنفرانس په پرانېستنه کې خبرداری ورکړ چې که حالات په همدې رفتار روان وي، نو پیشګویي کېدلی شي چې د ښځو او نارینه و ترمنځ برابري به درې سوه کاله پس پرځای شي. ښاغلي ګوټېرش د ښځو د حالاتو کمېشن باندې د جوړ شوي دوه اونیز کنفرانس په پیل کې وویل: "د لسهاوو کلونو پرمختګ زمونږ د سترګو مخې ته ورکیږي." توقع دا ده چې د ښځو د حالاتو د کمېشن په دې کلني کنفرانس کې د څلورو زرو نه زیات حکومتي وزیران، سفارتکاران، او د سېول سوسائټۍ کارکنان راټول شي. دوی به په دې دوو هفتو کې، په دې خبرې وکړي چې په ټوله نړۍ کې د ښځو ژوند څنګه بهتره کړی شي. د کرونا عالمي وبا د خورېدو نه پس، دا اول ځل دی چې یاد کنفرانس په غیرآنلاین بڼه، د خلکو په موجودیت کې ترسره کیږی. انټونیو ګوتېرش په پرانېستونکې غونډه کې وویل په داسې وخت کې چې د ښځو حقونه "په ټوله نړۍ کې د پښو لاندې کیږي، ګواښل کیږي، او خلاف ورزي یې کیږي"،  د ښځو د حالاتو کمېشن کردار لا ډېر اهم ګرځي. سږکال د کنفرانس عنوان دی "جدت او تنکنیکي تبدیلي، او په ډیجیټل زمانه کې تعلیم د جنسیتي برابرۍ او د ټولو ښځو او جېنکو د بااختیاره کولو دپاره". په دې کنفرانس او ترڅنګ یې لسهاوو وړو ناستو کې به په دې هم بحث وشي چې انټرنېټ ته د ښځو او جېنکو نارسایي څنګه په ټوله دنیا کې د هغو د شاته پاته کېدو لامل ګرځېدلی دی. د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش وویل: "درې بلینه خلک اوس هم د انټرنېټ سره وصل ندي، چې اکثره یې په ترقي پذیرو ممالکو کې ښځې او جېنکۍ دي. په هغو ملکونو کې چې کمه ترقي یې کړې ده، صرف نولس (۱۹) فیصده ښځې په کې آنلاین دي [یعنې انټرنېټ ته رسایي لري]." ملګري ملتونه وایي، په نړېواله کچه د ټېکنالوجۍ په صنعت کې نارینه دوه برابره د ښځو نه زیات شامل دي، خو د انجنئیرېنګ فارغان صرف اته ویشت (۲۸) فیصده او د مصنوعي ذهانت (AI) صرف دوه ویشت (۲۲) فیصده کارمندانې ښځې دي. همدا شان د ښځو او نارینه و په تنخواګانو کې هم د یوویشت ۲۱ فیصدو په اندازه فرق موجود دی. د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ایکزیکټیو ډایرېکټره سیما باهوس وایي: "په ډیجيټل برخه کې دغه تقسیم، ژوند ژغورونکو معلوماتو، د موبایل پیسو پیداوارو، زرعي پرمختګونو، او یا آنلاین عوامي خدمتونو ته د ښځو رسایي محدوده کولی شي. نتیجه یې په بنیادي توګه په دې اثر کوي چې آیا یوه ښځه خپل تعلیم پوره کولی شي، خپل ځآن ته بنکي کاته درلودلی شي، د خپل وجود په حقله آګاهانه فیصلې کولی شي، خپله کورنۍ ته ډوډۍ ورکولی شي، او یا ګټور کار موندلی شي او که نه." سیما باهوس زیاته کړه چې دغه نابرابرۍ، یو نوی قسم ډیجیټلي غریبي راپیدا کړې ده. د هغې وینا ده چې، "مونږ د ډیجیټل ګېپ (انټرنېټ ته د رسایۍ فرق) د کمولو نه بغیر، جنسیتي برابرۍ ته نشو رسېدلی." د ملگرو ملتونو د رپوټ ترمخه، ښځې او جېنکۍ په آنلاین نړۍ کې د نارینه و په نسبت د ډېرې ځورېدنې او بدرفتارۍ سره هم مخ کیږي. 

07.03.2023 ډیوه

د امریکا قانون جوړوونکي عراق کې د امریکا د جګړو په رسمي توګه ختمولو ته یو ګام نږدې شول

واشنګټن  - د امریکا قانون جوړوونکي به دا هفته د لسیزو زوړ هغه قانون د منسوخه ګرځولو دپاره یو اهم ګام پورته کړي کوم چې د ملک صدر ته یې د جنګ په برخه کې واک اختیارات ورکړي دي. دا ګام څرګندوي چې د کانګرس د واک اختیار بیا پرځای کولو په برخه کې ملاتړ په زیاتېدو دی. په سنېټ کې د اکثریت ډېموکرېټانو مشر، سنېټر چک شومر تېره هفته د دواړو ګوندونو کوښښونه وستایل او ویې ویل: "هم ډېموکرېټان او هم رېپبلېکنان، دواړه یو شان نتیجې ته رسېدلي دي: مونږ ته په کار ده چې د عراق جګړه په یو ځل د دایم دپاره ختمه وګڼو. او د دې ګام معنا دا ده چې مونږ اول باید هغه قانوني واک اختیار بېرته [له صدر څخه] واخلو کوم چې د لارې یې دا جګړه پیل شوې وه." د 2001 کال د سپټمبر د ۱۱مې د ترهګرو حملو نه پس، په ۲۰۰۱ او بیا ۲۰۰۲ کې داسې قوانین امریکا کې منظوره کړی شول چې ترمخه یې د ملک صدر ته دا پراخ اختیار و چې د کانګرس د اجازت نه بغیر – کوم چې د کانګرس آئيني حق ګڼل کیږي – د پراخو پوځي عملیاتو امر وکړي. د امریکا د پوځي ځواک د استعمال په برخه کې د دغو قوانینو د بېرته لغوه کولو دپاره امریکایي قانون جوړوونکو په وروستیو کلونو کې څو څو ځله کوښښونه کړي دي. تر اوسه هر کوښښ ناکام پاته شوی، ځکه دا تنقید ورباندې شوی چې ګني د دغو صدارتي اختیاراتو لغوه کول به د امریکې قامي سلامتیا او په بهر کې موجودو امریکایي قواوو ته خطرې پېښې کړي. په دې هفته کې چې د سنېټ د خارجي تعلقاتو کمېټې کې د څه قوانینو د لغوه کولو په سر غور کیږي، یو یې د ۲۰۰۳ کال قانون دی چې عراق کې یې د امریکایي ځواکونو د استعمال اختیار صدر ته ورکړی و، او بل یې د ۱۹۹۱ کال قانون هم دی کوم چې د هغه وخت صدر جورج اېچ واکر بوش ته یې عراق ته د عسکرو لېږلو واک اختیار ورکړی و. رېپبلېکن سنېټر ټاډ یانګ په یو بیان کې ویلي دي: "په مشرق وسطی کې د امن او استحکام په پراخولو کې عراق د امریکې یو سټراټیجیک شریک دی. له بده قسمته، د دغو قوانینو ترمخه چې تر اوسه هم پرځای دي، عراق د تکنیکي اړخه [د قانون د لیکو ترمخه] اوس هم د امریکې یو دښمن دی. دا "عدم مطابقت او غلطي باید اصلاح شي. کانګرس ته په کار ده چې خپله دنده پرځای کړي او دا فیصله دې سنجیده واخلي چې نه صرف امریکا دې جنګ ته وهڅوي، بلکې پرېکنده دې ووایې چې مونږ [عراق او امریکا] نور په جنګ کې نه یو." د دواړو ګوندونو سره متعلق د امریکې مختلفو صدرانو د (۲۰۰۲-اې یو اېم اېف) کال نافذ شوي قانون په بنیاد په هغو جنګونو کې چې د یاد قانون د اولني مقصد نه ډېر جدا و، پراخ اختیارات استعمال کړي دي. په ۲۰۱۴ کال کې، د ډېموکرېټ ګوند سره تعلق لرونکي صدر بارک اوباما همدا قانون ځان ته دستاوېز وګرځولو او د کانګرس د اجازت نه بغیر یې په عراق او شام کې په داعش تندلارو باندې د هوایي حملو امر جاري کړ. د رېپبلېکن ګوند سره تعلق لرونکي صدر ډانلډ ټرمپ هم د همدې قانون په بنیاد، د کانګرس د اجازت نه بغیر، په عراق کې د ایران مشهوره جنرال، قاسم سلېماني په یوه هوایي حمله کې ووژلو. ګڼ شمېر امریکایي قانون سازان اوس ددې اختیاراتو د ختمولو ملاتړ کوي او وایي چې کانګرس دا لسهاوو کلونو کې خپلې آئیني ذمه وارۍ نظراندازه کړي دي. وروستی ځل چې د امریکا کانګرس په رسمي توګه اعلان جنګ په برخه کې خپل اختیارات استعمال کړل، هغه په ۱۹۴۲ کال کې و چې د رومانیه، بلغاریه، او هنګري (مجارستان) په خلاف یې جګړه اعلان کړه. د هغه وخت راهېسي، کانګرس د ملک ولسمشرانو ته دا پراخ اختیارات ورکړي چې پوځي عملیات ترسره کړي. ډېموکرېټک سنېټر ټېم کېن وایي: "کانګرس دا ذمه واري لري چې هم جنګونه اعلان او هم یې ختم کړي، ځکه دا فیصلې ډېرې اهمې دي چې مونږ خپل عسکر چېرته ولېږو او څنګه یې خطر سره مخ کړو، دا ډېره توجه او اتفاق نظر غواړي. د 1991 او 2002-اې یو اېم اېف قوانینو ته نور ضرورت نشته، کوم عملیاتي مقصد ته په کار نه دي، او د غلط استعمال خطره یې موجوده ده." کله چې د پورته قوانینو د لغوه کولو قانون په کمېټې کې پاس شي، بیا به په ټول سنېټ کې ووټ ته وړاندې کیږي، چېرته چې اوس ډېموکرېټان اکثریت دي. دې سره د رېپبلېکنانو پوره ملاتړ هم شته، او خیال دی چې منظورېدو ته به یې خنډ پیدا نشي. د هغه نه پس په اېوان نمایندګان کې یې هم د رد کېدو امکانات هم ډېر لږ دي. د اېوان سپیکر، کېوېن مکارټي هغه به د پرانیستي ترمیم د پروسې اجازت ورکړي، معنا دا چې د سنېټ لخوا کوم پاس شوی قانون به د قامي دفاعي اختیاراتو په کلني بحث کې اضافه کړی شي.

06.03.2023 ډیوه

م م: طالبان د جنسي "اپارټایډ" یا د صنف په بنیاد د تعصب په تګلاره عمل کوي

بېنېټ وویل تېر کال په سېټمپر کې د هغه د ابتدايي رپورټ نه پس په افغانستان کې حالات نور هم خراب شوي دي او افغانان د انساني حقونو په داسې بحران کې ګېر دي چې ښکاري دنیا يې هم په حل کولو کې مرسته نه شي کولی

06.03.2023 ډیوه

خامنه‌یي: د زده کوونکو د مسموم کولو عاملین دې په سخته سزا محکوم شي  

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي ویلي دي چې که په هغه هیواد کې د ښځینه زده کوونکو د مسمومولو د شکمنو پیښو لړۍ ثابته شي، عاملینو ته یې باید سخته سزا ورکړل شي.

06.03.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

06.03.2023 امریکا غږ

ای اېم اېف: پاکستان به یقیني کوي چې د درامداتو او برامداتو خساره پوره کولو دپاره پېسې لري

د پاکستان دپاره د ای اېم اېف نماینده استر پرېز روېټرز ته وویل چې د ای اېم اېف د ټولو جایزه پروګرامونو دپاره پکار ده چې کوم ملک قرض اخیستل غواړي هغه کوټلي او د یقین وړ یقین دهاني پېښ کړي چې د ای اېم اېف پروګرام د مېعاد سر ته د رسېدو پورې د برامداتو او درامداتو خساره پوره کولو دپاره پېسې لري

06.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more