افغانستان د نړیوالو مرستو د ښه لکولو لپاره تګلاره جوړه کړه

ولسمشر غني وايي چې د ده په واکمنۍ کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په اړه هر ډول حساب او کتاب ته چمتو یو.

په تازه سروې کې کلینټن تر ټرمپ مخکي ده

یوه تازه سروې ښيي چې ډونالډ ټرمپ تر خپلې ډیموکراتې سیالې هیلري کلینټن شاته دی او تفاوت یې هم نسبتا ډېر دی.

سوري یاغیانو له داعش نه منبج 'مهم ښار نیولی'

د سوریې بریتانیا مېشتي د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د عربي، کردي او امریکا په ملاتړ د 'سوریې دیموکراټیک ځواک' له خوا د سوریې منبج ښار په بشپړه توګه د 'اسلامي دولت' ډلې له لاسه وتلی. دا ښار د داعش په لاس کې و.

افغانانو ته د کورني او ټولنیز ژوند د سلامشورو مرکز

افغانستان کې د کورنیو اړیکو ناسموالی د تاوتریخوالي لوی لامل بلل شوی، کابل کې یو مرکز د کورني سمون، جنسي اړیکو او ټولنیز ژوند په لارو چارو خلکو ته سلامشورې ورکوي او ګڼې کورنۍ ورځي.

د 'سوپرمن' پخوانی کارتوني انځور په ۱ میلیون ډالر

په یوه علني لیلام کې د خیالي شخصیت 'سورپرمن' کارتوني انځور په ۹۵۶۰۰۰ ډالرو وپلورل شو. پخپله ددغه رسم بیه ایله ۱۰ سنټه ده، چې په ۱۹۳۸ کال په لومړي ځل د 'اکشن کومیکس' له خوا بازار ته راووت.

'د افغان او پاکستاني ځوانانو راشه درشه دې ډېره شي'

سارا خان وايي ځوانان په راتلونکې کې د يوه هېواد مشران جوړيږي؛ نو که د پاکستان او افغانستان ځوانان د يو بل پر مسلو خبر شي او د حل لارې به هم ولټوي.

کندز په امام صاحب کې طالبانو او افغان ځواکونو بیا جګړې کړي

کندز کې چارواکې وایي، د دغه ولایت امام صاحب کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې ۱۵ وسله وال مخالف وژل شوي او ۱۶ تنه نور یې ټپیان شوي.

سوریه کې ویجاړ شوي روغتونونه

د رپوټونو له مخې د سوریې په حلب ښار کې خلک له ډېر بد بشري ناورین سره مخامخ دي. بي بي سي له هغه سوریايي ډاکتر سره خبرې کړي چې د حلب ښار د ګوتو په شمار روغتونونو کې کار کوي.

'د چورلکې سپرلۍ د برخلیک پرېکړه به طالب مشرتابه کوي'

د پاکستان ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې خبر ورکړی چې د افغانستان لوګر ولایت کې د پاکستانۍ نسکورې شوې چورلکې سورلۍ له طالبانو سره ده او ټول خوندي دي.

فرانسه: اور د زوکړې کلیزه کې ۱۳ تنه ووژل

د فرانسې په شمالي روان ښار کې د زیږېدنې کلیزه کې اورلګېدو لږترلږه ۱۳ کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي. اور نیمه شپه د څښاک خرڅلاوځي په تاکاوا کې لګېدلی.

د مصر مخکینی مفتي له مرګوني برید روغ رمټ وتلی

د مصر د کورنیو چارو وزارت واييو ددغه هېواد مخکینی مفتي علي جمعه د جمعې لمانځه ته پرلاره له یوه بریده روغ رمټ وتلی. د برید پړه د 'سواعد مصر- حسم' په نامه یوې ډلې منلې ده.

افغان لوبغاړو پخپل مټ ۲۰۱۶ اولمپیک ته لاره ونه مونده

افغان لوبغاړي ونه توانېدل چې پخپل مټ د ۲۰۱۶ کال اولمپیک لوبو کې ونډه یا سهمیه ترلاسه کړي. د اولمپیک کمېټې مسؤولین یې پړه پر حکومت ور اچوي، خو خپله لوبغاړي بیا د لازمو اسانتیاوو له نه شتونه سر ټکوي.

افغانستان په ریو اولمپیک کې

افغان لوبغاړي په خپل مټ د ۲۰۱۶ کال اولمپیک لوبو کې د ونډې یا سهمیې په اخیستو ونه توانېدل، خو اوسمهال افغانستان درې تنه لوبغاړي په سپینو کارتونو د ریو اولمپیک سیالیو ته لېږلي.

د ریو اولمپیک سیالۍ

د برازیل ریو دې ژنیرو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو د پیل مراسم په مارکانا لوبغالي کې پیل شول. په سیالیو کې به د ۲۰۶ هېوادونو او د کډوالو لوبغاړي په بېلابېلو سپورتي برخو کې سیالۍ کوي.

د ریو اولمپیک سیالۍ پیل شوې

د برازیل ریو دې ژنیرو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو د پیل مراسم په مارکانا لوبغالي کې پیل شول. په سیالیو کې به د ۲۰۶ هېوادونو او د کډوالو لوبغاړي په بېلابېلو سپورتي برخو کې سیالۍ کوي.