سوري کډوال ماشومان د "جنسي تېريو" له ګواښ سره مخ دي

لبنان کې مرستندويه ټولنو خبرداری ورکړی چې د سوريې کډوالو ماشومان په زياتېدونکي ډول د جنسي زورزياتي له خطر سره مخامخېږي. د سوريې جګړې د دغه هېواد نژدې نيم ولس له خپلو کورونو او مېنو وتلو ته اړ کړي دي.

اندونيزيا کې چاغښت

د روغتيا نړيوال سازمان وايي اندونيزيا د خپلو ماشومانو په اړه له يو روغتيايي کړکېچ سره مخامخ ده، د چاغوالي او بدخوراکۍ غبرګه ستونزه. له ملګرو ملتونو سره په يو ګډ راپور کې دوی موندلې چې له پنځه کلنۍ ښکته ۱۲ سلنه ماشومان له اندازې زيات چاغ دي

ترکيه کې له کودتا وروسته

د ترکيې چارواکي وايي نژدې نهه زره پوليس افسران له خپلو دندو ځنډول شوي، د راپورونو له مخې شک دی چې د تېرې جمعې کودتا کې یې لاس درلود. د جنرالانو په ګډون د پوځ او قضا شاوخوا شپږ زره غړي نيول شوي دي. رجب طيب اردوغان هوډ کړی چې د دولت ادارې به يې پاکوي

افغانستان کې د شاتو صنعت

افغانستان د خپلو شاتو صنعت ته د عربو او اروپا د بازار موندنې هيله لري. د شمېرو له مخې افغانان د کال پنځه زره ټنه شات لګوي، چې د اوس لپاره يې يوازې ٤٠ سلنه پر کور دننه توليدېږي.

امريکا او اروپايي ټولنې د ترکيې له کودتاچيانو سره د ناوړه چلند په اړه خبرداری ورکړی

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کېري د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په بروکسل کې تر ليدني وروسته ويلي، د امريکا حکومت د کودتا چیانو سره قانون له مخې د کړنې غوښتونکی دی او په عيني وخت کې يې د کودتاچيانو د پراخه ځپلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ترکیې هوايي ځواک پخواني قومندان د کودتا پلان "اعتراف" کړی

د ترکيې يوې حکومتي رسنۍ خبر ورکړی چې د هوايي ځواک پخوانی مشر جنرال اکين ازتورک د ترکيې ناکامې کودتا د پلانولو اعتراف کړی دی. د دغه راپور له مخې جنرال اوزتورک پلټونکو ته ويلي چې ده "دغه کار د پوځي پاڅون په موخه کړی" دی.

د امریکا کانگرس ته د پاکستاني سیاستوالو غبرگون

د پاکستان، پالیسي جوړونکي او سیاستوال وایی د امریکا د کانگرس وروستیو څرگندونو حیران کړي دي.

د قندیل بلوچ پلار: هغې د خپل قاتل ورور په ګډون موږ ټول پاللو

د پاکستاني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د وژل شوې پاکستانۍ ماډل قندیل بلوچ پلار د هغې په پلوي څرګندونې کړې. اغلې بلوچ چې ممثله او ماډل هم وه، د شنبې په ورځ ملتان کې خپل ورور ووژله.

د عکسونه البوم: د ترکيې ناکامه کودتا

په ترکیه کې د تېرې شنبې په شپه د ولسمشر رجب طیب اردوګان په غیاب کې د پوځ یوې ډلې د کودتا هڅه وکړه، خو استانبول ته د اردوګان له ستنېدا وروسته نوموړي خپلو ملاتړو او ترکي وګړو ته په وینا کې وویل، چې د کودتاچیانو مخه ونیسي، همدا وو چې واټونو ته خلک راووتل

د کابل ښارولۍ ١١٠ کارکوونکي ممنوع الخروج شول

د افغانستان لویې څارنوالۍ د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ تنه کارکوونکي د هیواد نه بهر ته له وتللو منع کړي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړي دي.

د ښایست پر مخ څپېړه

غوږ کې مې غیبي چیغې وشوې، ډېرې دردونکې وي، خو نه پوهېدم له کوم ځایه دي او ولې دي، ځکه بې غږه وې، ورسره نا ارامه وم هم مې وجود هم مې روح ځمکې ځای نه راکاوه، ګومان مې کاوه څه بد شوي دي.

هند: پر یوې نجلۍ د مشکوکو کسانو له دویم جنسي تېري وروسته احتجاج

هند کې له هغه وروسته احتجاجي لاریونونه شوي، چې ادعا کېږي پنځو کسانو پر یوې پیغلې جنسي تېری کړی. ویل کېږي، چې دغو کسانو درې کاله مخکې هم پر دغې ۲۱ کلنې نجلۍ تېری کړی و.

''روسي حکومت سوچي اولمپیک لوبو کې د ممنوع درملو کارولو ملاتړ کړی''

یوه نوي رپوټ کې ادعا شوې، چې روسي حکومت ۲۰۱۴ کال د سوچي ژمنیو اولمپیک سیالیو پر مهال د ډوپنګ ' د لوبغاړو لپاره د ممنوع مقوي درملو کارولو ' یو پروګرام پر مخ بیولی.

د ولسي جرګې ادارې پلاوی: داعش یوه نړیواله پروژه ده 

د افغانستان د ولسي جرګې ادارې پلاوی وایي داعش یوه نړیواله او خطرناکه پروژه ده چې له منځه وړل یې اسان کار نه دی او پر وړاندې باید جدي اقدامات وشي. د دې جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې نن یې د جرګې مشري کوله ادعا وکړه چې افغان حکومت د داعش په وړاندې په جګړه کې پرمختګ نه دی کړی. له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت ټينګار کوي چې د داعش ډلې په ګډون د وسله والو مخالفانو د لمنځه وړلو لپاره جدي تدابی...

د ترکیې د کودتا په تړاو له ١۴٠٠٠ ډیر کسان نیول شوي

واشنګټن له انقرې مدارک غوښتي او اروپايي ټولنې بیا پرې غږ کړی چې د کوتاه په تور نیول شوي کسان اعدام نکړي.