فرانس پاکستان ته د پوليو د مخنيوي دپاره د 55 ملينه ډالرو مرستو ورکولو اعلان کړی
په پاکستان کې د پوليو د مخنیوي پروګرام ویلي، د فرانس پرمختيايي ادارې [اې اېف ډي] د پوليو د خاتمې په لړ کې پاکستان ته د 55 ملينه ډالرو مرستو ورکولو اعلان کړی دی.
د طالبانو مخالفو څېرو په افغانستان کې د 'انتقالي حکومت' پر جوړېدو ټینګار وکړ
د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» یو شمېر غړو د ۱۴۰۲ لمریز کال په درشل کې یوه نوې طرحه وړاندیز کړې ده.
شهباز شريف موټرسايکل، رکشې او وړو ګاډو دپاره په يو لیټر پټرولو د 50 روپو رعايت اعلان کړی
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په ملک کې د موټر سايکل، رکشې او وړو [800 سي سي]ګاډو دپاره د پټرولو په یو ليټر د 50 روپو رعايت يا سبسډي ورکولو اعلان کړی دی.
د عمران خان خلاف د ترهګرۍ د مادې لاندې بله مقدمه درج شوې
پاکستان د پلازميني اسلام اباد پولیسو د اتوار په ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان ضد د ترهګرۍ د مادې لاندې بله مقدمه درج کړې ده، دا وروسته له هغې چې د عمران خان د پلويانو او پوليسو ترمنځ په اسلام اباد کې نښتې شوې وې.
بر جنوبي وزیرستان: ماين چاودنه کې لس کلن ماشوم ژوبل شوی
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعې بر جنوبي وزيرستان کې بیا د ځمکني ماين چاودنه شوې چې پکې يو لس کلن ماشوم ژوبل شوی او درملنې د پاره ډېره اسماعیل خان پوځي روغتون ته وړل شوی دی.
د چین صدر شي په ماسکو کې د روس صدر پوټن سره ملاقات کړی
روس ته د صدر شي د سفر نه مخکې د جمعې په ورځ انټرنېشنل کرېمېنل کورټ په اوکراین کې د جنګي جرمونو په د صدر پوټن د ګرفتارۍ حکم جاري کړو. روس د عدالت دایره اختیار نه مني او د صدرپوټن د ګرفتارۍ امر یې رد کړی دی
منظور پشتین: پښتون وطن ته د نوي جنګ پلان راوړل شوی
پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د بلوچستان صوبې په لورالايي کې ولسي جلسې ته د وينا پر مهال په پښتونخوا او نورو سيمو کې د انامنۍ تازه پېښو ته په اشارې سره وويل چې استعماري قوتونو يو وار بيا دې سيمې ته نوی جنګ راوړی، په اتفاق به یې مخنیوي کيږي.
طالبان: روان کال افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله څه باندې ۱۲۰۰ کسان مړه شوي
طبیعي پېښو ته رسېدو چاروکې د طالبانو حکومت وزارت وايي، روان لمریز کال په ټول افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۱۲۰۲ کسان مړه شوي دي.
یونیسف: افغانستان کې ۸۰۰زره ښځې او نجونې په خوارځواکۍ اخته دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې په نجونو او ښځو کې د خوارځواکۍ ناروغۍ د ۵۰ سلنې زیاتېدو خبر ورکوي.
د اسټرالیا یو پخوانی سرتیری افغانستان کې د جنګي جنایت په تور نیول شوی
د اسټرالیا د وسله والو ځواکونو یو پخوانی سرتیری دوشنبه مارچ ۲۰ (کب۲۹) پدې تور ونیول شو چې په افغانستان کې د دندې پر مهال یې یو افغان ویشتلی او وژلی دی.
روغتیا نړیوال سازمان: تېره میاشت افغانستان کې۲.۳ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د کرونا واکسین کمپاین د تطبیق په ترڅ کې په تېره فبروري میاشت کې شاوخوا ۲.۳ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی دی.
رينا اميري ملګروملتونو کې د قطر له دايمي استازې سره د افغان نجونو پر مسئله خبرې کړي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، په ملګرو ملتونو کې یې دایمي استازې شیخا عالیه بنت احمد بن سیف الثاني د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره کتلي دي. دې وزارت پرون یکشنبې په یوه بیان کې ویلي، په دې کتنه کې دواړو لوريو په افغانستان کې د روانو حالاتو او د افغان ښځو د حقونو، په ځانګړې توګه د زدهکړو د حق د ملاتړ په لارو چارو خبرې وکړې. په بیان کې په دې اړه نور جزيیات نهدي ور کړل شوي او رینا امیري هم له خپله اړخه د دغې کتنې په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي خو، له دې مخکې یې تېره اوونۍ په یوه ټویټ کې ویلي و چې د افغان ښځو د واقعي ملاتړ لپاره به د هېوادونو او بنسټونو تر منځ د یووالي هڅو ته دوام ورکړي. په عین حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پرون په یوه ټویټ کې ویلي، روانه اوونۍ به ټول افغانستان کې ډېر ښوونځي د ژمي له اوږدې رخصتۍ وروسته بېرته پرانيستل شي خو ښوونځي د هغو نجونو لپاره تړل شوي چې غواړي له شپږم ټولګي پورته زدهکړې وکړي. یوانایچسيار په یوه ټویټ کې د فرهانۍ په مستعار نوم د یوې افغانې نجلۍ هغه غوښتنه هم راخیستې چې ویلي یې دي، له ټولو خلکو غواړي چې افغان نجونې له هغو هیلو سره چې لري يې، هېرې نهکړي. سبا سهشنبې نوی ۱۴۰۲ هجري لمریز کال پېلېږي، خو تر اوسه د دې هیڅ نښې نه لیدل کېږي چې د نوي کال له پيلېدو سره به د طالبانو حکومت ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې بېرته ښوونځیوته لاړې شي. طالبانو له څه باندې یو نیم کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو را ګرځولي دي. دوه اوونۍ مخکې د کب یا حوت په پنځلسمه چې د افغانستان په سړو سیمو کې پوهنتونونه بېرته پرانيستل شول، هم ښځو او نجونو ته اجازه ورنهکړل شوه چې پوهنتوني زدهکړې بېرته پيل کړي. د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم چې په تېره قوس میاشت کې یې ښځې او نجونې تر امر ثاني پورې له پوهنتوني زدهکړو را ګرځولې، پرون په کابل کې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون په غونډه کې اداري ټکنۍ چارې د کارونو د پر مخ وړلو په وړاندې یو لوي خنډ وباله، خو نوموړي د دې هیڅ یادونه ونهکړه چې کله به د پوهنتونونو دروازې بېرته د نجونو او ښځو پر مخ پرانیزي. نوموړي وويل: "په هغو سفرونو کې چې د هېواد مختلفو ولایتونو ته مې وکړل او له استادانو، محصلینو او مراجعینو سره مې وکتل، یوازینی شکایت او مشکل دا وو چې چارې ډېرې معطلې کېږي. د یوه استاد مقرري څو میاشتې وخت نیسي، د محصل د ډېپلوم ورکول میاشتې، میاشتې وخت نیسي، یو جزئي کار څو اونۍ وخت نیسي." پر ښځو او نجونو د طالبانو لهخوا لګول شوي محدودیتونه تل د نړيوالې ټولنې له اندېښنو او غبرګونو سره مل و. طالبان وایي، د شریعت په چوکاټ کې ښځو ته خپل حقونه ورکوي خو د ښځو د حقونو مدافع ډلې وایي چې، طالبان په سیسټماټیک ډول غواړي ښځې د ټولنې له ورځني ژوند څخه حذف کړي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ایراني مقامات: د سعودي پاچا د ایران ولسمشر ته د سفر بلنه ورکړې
په ایران کې مقامات وايي چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي ریاض ته د سفر په اړه د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز بلنه ترلاسه کړې ده.