شاته

روغتیا نړیوال سازمان: تېره میاشت افغانستان کې۲.۳ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د کرونا واکسین کمپاین د تطبیق په ترڅ کې په تېره فبروري میاشت کې شاوخوا ۲.۳ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی دی.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ ناوخته مارچ ۱۹ (کب ۲۸) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د کرونا واکسین دغه کمپاین د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې تر سره شوی چې پرمهال یې تر ۱۸ کلنۍ پورته کسانو یاد واکسین تر لاسه کړی دی.

ددې سازمان په خبره، د دغه کسانو له ډلې ۱.۲ میلیون یې ښځې او نجونې دي. د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې د کرونا واکسین دغه کمپاین د یاد سازمان او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو لخوا تر سره شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې هغوی پدې برخه کې زیات روغتیايي ټېمونو روزلي او د دغه کمپاین له تر سره کېدو څخه په دقیق ډول نظارت شوی دی او په خبره یې پدې برخه کې د دوی هڅې روانې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس د روان کال تر جنورۍ میاشتې پوري د افغانستان د نفوس ۳۲.۳ سلنه لږ تر لږه یو ځل د کرونا واکسین تر لاسه کړی دی. د دغه سازمان په وینا همدارنګه د روان کال په لومړي میاشت کې په ټول افغانستان کې ۱۶۶زره کسان واکسین شوي.

په افغانستان کې د کرونا واکسین لومړۍ پېښه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه نېټه په هرات ولایت کې ثبت شوه چې وروسته د هیواد نورو سیمو ته هم پراخه شوه.

د راپورنو له مخې تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا وبا د څه باندې ۲۰۰زره پېښو ثبتېدو راپور ورکړل شول دی.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې له خلکو څخه غوښتي و هغه کسان چې عمر یې تر ۵۰ کلونو پورته وي او د وینې لوړ فشار، تنفسي، د زړه، شکرې او یا هم د سرطان ناروغي ولري باید د کرونا واکسین وکړي.