شاته

فرانس پاکستان ته د پوليو د مخنيوي دپاره د 55 ملينه ډالرو مرستو ورکولو اعلان کړی

په پاکستان کې د پوليو د مخنیوي پروګرام ویلي، د فرانس پرمختيايي ادارې [اې اېف ډي] د پوليو د خاتمې په لړ کې پاکستان ته د 55 ملينه ډالرو مرستو ورکولو اعلان کړی دی.

پاکستان کې د پوليو د مخنیوي د پروګرام وي او اې ډيوه سره په شريک کړي بيان کې ویلي، د اې اېف ډي او بل اېنډ ملنډا ګېټس فاونډېشن پلاوي د صحت د ځانګړي سيکرټري سره ليدلي، بهرنی پلاوی د پولیو د مخنیوي بېړني مرکز ته بوتلی شوی او احوال ورته وړاندې کړی شوی دی.

ويل شوي په دغه مهال اې اېف ډي پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام دپاره د 55 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی او زياته کړی شوې دغه پېسې به په ويکسينو، څارنه، د پوليو کمپاينونو او کتنې سره په تکنيکي کارونو کارول کيږي.

ويل شوي دغه فنډ به د پوليو د خاتمې دپاره د حکومت د پي سي ون د کال 2022 نه 2026 پورې ضرورت پوره کړي.

پاکستان کې د پوليو د مخنیوي د بېړني قامي مرکز رابطه کار ډاکټر شهزاد بېګ د فرانس د مالي مرستې مننه کړې ده.

د فرانس د پرمختيايي ادارې د پلاوي مشرې اېګنس سوکاټ په پاکستان کې د صحت په برخه کې د ناروغو د څار، ناروغو ته د ځواب ويلو، او کار کوونکو د توان په سېوا کولو ټینګار کړی دی.

هغې ویلي، د پوليو ډهانچه په ملک کې د پوليو د خاتمې وروسته د صحت او نور بېړني صورت حال ته د غبرګون ویلو دپاره کارېدی شي.

په بيان کې ویل شوي د پاکستان د صحت سيکرټري مرزا ناصر الدين مشهود احمد بهرني پلاوي ته په پاکستان کې د صحت په اړوند او د کال 2022 د سېلابونو له امله د پاکستان د صحت په برخه د شوو اغېزو احوال یې ورته وړاندې کړی چې د صحت 2000 مرکزونو ته پکې تاوان اوښتی دی.

هغه ویلي، تېر کال د ورپېښو چېلنجونو باوجود، د پاکستان حکومت د پوليو د خاتمې په لړ کې هڅې جاري ساتلي، د سېلابونو وروسته یې د پولیو کمپاينې کړي او دا د دې خبرې ثبوت دی چې د پوليو ختمولو ته لومړيتوب ورکول کيږي.

په بيان کې زیاته کړی شوې پلاوي د پوليو د خاتمې په لړ کې د پاکستان هڅې ستايلي دي.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه د ملک زياته برخه نزدې د دوه کالو راهسې د پوليو نه پاکه ده، خو د خېبرپښتونخوا په جنوبي اووه ضلعو کې د پوليو وایرس شتون لري چرته چې دا خطره د کم قوت مدافعت او ناسم خوراک د ماشومانو دپاره په ځای موجوده ده.

درې ورځې وړاندې پاکستان کې د روان کال 2023 د پوليو لومړۍ پېښه مخې ته راغلې او د پوليو د مخنیوي پروګرام ويلي وو د خېبرپښتونخوا په بنو کې په درې کلن ماشوم کې د پوليو وايرس انفکشن تاييد شوی او ماشوم معذوره شوی دی.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه د 13م مارچ نه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد، سيند او پنجاب صوبو په مخصوصو ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين شوی، او په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې به دغه کمپاين د اپرېل په لومړۍ اوونۍ کې کولی شي.

پاکستان کې د تېر کال 2022 د ستمبر د میاشتې راهسې د پوليو پېښه نه وه رپوټ شوې خو سږ کال د لاهور په دوه علاقو کې د پوليو ماحولياتي نمونې ترلاسه شوې وې او بيا د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او د سيند صوبې په ګوټکي سیمو کې هم د پوليو وايرس د شتون تاييد شوی وو.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام په وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه تېر کال په 2022 کې په ملک کې د پوليو ټولې 20 پېښې رپوټ شوې وې.

يادې ټولې 20 پېښې په خېبرپښتونخوا کې مخې ته راغلې وې چې پکې 17 يواځې په شمالي وزیرستان کې، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې معلومه شوې وه.

په 2021 کې يواځينۍ پېښه د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله کې مخې ته راغلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00