شاته

طالبان: روان کال افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله څه باندې ۱۲۰۰ کسان مړه شوي

د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو وزارت وايي، روان لمریز کال چې اوس یې وروستۍ ورځې دي په ټول افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۱۲۰۲ کسان مړه شوي دي.

د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عباس اخند د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (کب ۲۹) په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې د روان کال د وري میاشتې له پيل څخه بیا تر دا مهاله په دغه هیواد کې د طبیعي پېښو له امله ۲۱۵۹کسان ټپیان شوي هم دي.

د هغه په خبره په دغه موده کې ۱۰۸۰۸ د هستوګونې کورونه په بشپړه توګه او ۲۳۱۴۰ نور کورونه نیمه تخریب شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو کي د طالبانو حکومت ارقام ښيي چې په روان لمریز کال کې څه باندې ۱۴۷زره جریبه زراعتي ځمکه هم د سېلابونو او زلزلو له امله له منځه تللې او څه باندې ۴۰۰ دوکانونه او څه باندې ۷۴۰کیلومتره لومړۍ او دوهمه درجه سړکونه هم تخریب شوي دي.

د دغه وزارت سرپرست همدارنګه ویلي چې په دغه موده کې د خلکو ۸۰زره څاروي هم د طبیعي پېښو له امله تلف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په روان ۱۴۰۱ لمریز کال کې چې اوس یې وروستۍ ورځې دي په اوړي فصل کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو شاهد و. د دې ترڅنګ د جون میاشتې پر ۲۲مه نېټه د دغه هیواد په جنوب ختځ کې د سختې زلزلې له امله ۱۰۳۶ کسان هم مړه شول.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې ۲۰۰زره زلزله ځپلي کسان چې څه باندې ۲۹زره کورنۍ کیږي ثبت کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تیره فبروري میاشت کې ویلي و چې یادو زلزله ځپلو کورنیو ته د ۷۴۰ هستوګونې کورونو جوړولو چارې روانې دي.

پر همدې مهال طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت سرپرست ملا محمد عباس اخند ویلي چې دغه وزارت د نړیوالو خیره بنسټونو سره په همکارۍ د طبیعي پېښو له امله ۷۱۱زره زیانمن شوو کورنیو باندې خوارکي او غیر خوراکي توکي وېشلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په ژمي کې هم د سړې هوا له امله د دغه هیواد په یو شمېر سیمو کې د لسګونو کسانو د مړینې راپورونه ورکړل شول.

په افغانستان کې هر کال، د بارانونو، سېلابونو، واورو او یو شمېر نورو طبیعي پېښو له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

تر دې مخکې طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت ویلي و چې روان کال د اقلیمي تغیراتو له امله افغانستان ته څه باندې دوه میلیارد ډالر زیان رسولی دی.