شاته

ایراني مقامات: د سعودي پاچا د ایران ولسمشر ته د سفر بلنه ورکړې

په ایران کې مقامات وايي چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي ریاض ته د سفر په اړه د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز بلنه ترلاسه کړې ده.

د ایرنا دولتي اژانس وايي چې د ایران د ولسمشر د دفتر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي نن یکشنبه مارچ ۱۹(کب۲۸) ویلي دي: «ولسمشر ریاض ته د سفر په اړه د عربستان د سفر هرکلی کړی او د همکاریو د قوي کېدو لپاره یې د ایران په چمتوالي ټېنګار کړی دی.»

جمشیدي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې پاچا سلمان د تهران او ریاض ترمنځ د «اقتصادي او سیمه ایزو همکاریو د قوي کېد غوښتنه» کړې ده.

فرانس پرس وايي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان خبریالانو ته ویلي دي چې دواړو هېوادونو موافقه کړې ده چې د عالي دپلوماتانو ترمنځ به یوه غونډه کوي. هغه وویل چې د دغو خبرو لپاره درې ځایونه پېشنهاد شوي دي خو په اړه یې نور معلومات ورنکړل.

ایران او سعودي عربستان د مارچ په لسمه د چین په منځګړتوب موافقه وکړه چې خپل دپلوماتیک روابط له سره پیل کړي او په راتلونکو دوو میاشتو کې خپل سفارتونه هم پرانیزي.

له دغې موافقې څو ورځې وروسته د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد الجدعان وویل چې له تړون وروسته سعودي کولای شي ژر په ایران کې پانګونه پيل کړي. هغه ویلي دي چې په ایران کې د پانګونې ډېر فرصتونه شته او سعودي عربستان به هم هلته نور فرصتونه رامنځ ته کړي.

الجدعان زیاته کړه سره له دې چې ایران د امریکا تر سختو اقتصادي فشارونو لاندې دی، خو سعودي عربستان په ایران کې د پانګونې په مخ کې کوم خنډ نه ویني.

ریاض په ۲۰۱۶ کې یو شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر اعدام کړ چې له هغې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ روابط کړکیچن شول.

له دغې پېښې وروسته په ایران کې خلکو د سعودي عربستان په ضد مظاهرې وکړې او مظاهره کوونکو د ایران په سفارت او کونسلګریو باندې بریدونه وکړل او دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پرې کولو لامل شو.