ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

07.04.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د سپینې ماڼۍ لخوا په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د وروستیو دوو کلونو په اړه د ترسره شوې څیړنې په اړه بحث، د سپینې خبرې په دغه خپرونه کې اورېدلای شئ.

07.04.2023 امریکا غږ

اسرایل پر لبنان او غزه جوابي بریدونه کړي، خو له غزې هم نن بیا اسرایلو ته راکټونه ور ویشتل شوي دي

واشنګټن ـــــ د لبنان له خاورې پر اسرایل باندې د لسګونو راکټونو له ویشتل کېدو وروسته د اسرایلو پوځ د جمعې په سهار وختي پر لبنان او غزه باندې جوابي هوایي بریدونه کړي دي، خو بل لور ته نن بیا تازه له غزې پر اسرایلو هم بریدونه شوي دي. د اسرایلو پوځ په یوه بیان کې ویلي چې دغه بریدونه په ځایي وخت د سهار پر څلورنیمې بجې پیل شوي دي چې وایي په غزه پټۍ او د لبنان په جنوب کې یې خپل هدفونه ویشتلي دي. د اسرایلو پوځ وایي د دوی جټ الوتکو د حماس د وسلو کارخانې په نخښه کړې او د الوتکو ضد راکټ لانچر یې هم په ویشتلي دي. د اسرايلي پوځ د هوايي بریدونو په مهال په غزه کې د چاودنو ږغونه اورېدل شوي، خو بل لور ته له غزې هم د اسرايلو پر لور تازه راکټي بريدونه شوي دي، چې د واشنګټن پوسټ د خبر له مخې دوې اسرایلي خویندې پکې وژل شوې او مور یې سخته ټپي شوې ده. د اسرایلو پوځ د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل چې له لبنانه تر 30 زیات راکټونه ور ویشتل شوي دي چې دا په 2006 کال کې د اسرایلو او حزب الله ډلې تر منځ له 34 ورځنۍ جګړې را وروسته د تاوتریخوالي تر ټولو لویه پیښه ده. د اسرایل د پوځ ویاند ریچارډ هېکټ د بریدونو ذمه واري په فلسطیني ډلو ور اچولې او ویلي یې دي دوی پوهیږي چې "په یقین سره دا د فلسطینیانو ډزې دي." د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ په لبنان باندې د بریدونو تر اعلانولو مخکې وویل: "د اسرایل ځواب به نن شپه او په راتلونکي کې درنې نتیجې ولري." د اسرایل پوځ ویلي دي،‌ حماس ته به اجازه ور نه کړي چې له لبنانه فعالیت وکړي او لبنان به "د هرې هغې ګولۍ ذمه وار وي چې د دې هیواد له خاورې ویشتل کېږي." حماس ډلې ویلي دوی په دې اړه معلومات نه لري چې له لبنانه راکټونه چا ویشتلي، خو د غزې د بمبارۍ په اړه یې ویلي چې اسرایل "د دې تېري او د هغه د نتیجو ذمه واری دی" او پر ټولو فلسطیني ډلو یې غږ کړی چې د "قبضې" خلاف سره یو شي. ملګرو ملتونو، امریکې او برتانیې چې د اسرایلو د دې حق ملاتړ کوي چې د خپلې خاورې دفاع وکړي خو پر لبنان د اسرایل تر وروستي برید وروسته یې له دې هېواده د زغم غوښتنه کړې ده. په سیمه کې روانو نښتو هغه وخت زور واخیست چې اسرایلي پولیس د اپریل پر پنځمه په بیت المقدس کې الاقصی جومات ته ننوتل او له مسلمانانو سره یې شخړه وشوه. د اسرایل پولیسو ویلي چې دوی جومات ته د "فسادګرو" د لرې کولو لپاره ننوتي وو، خو د حماس په نوم سخت دریځې اسلامي ډلې د اسرایلي پولیسو دا اقدام "بې ساری جرم" بللی دی. د بیت المقدس په ختیځ کې موجود الاقصي جومات کې په تېرو وختونو کې هم په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې د فلسطینیانو او اسرایلو تر منځ شخړې شوې دي او مرګ ژوبله پکې پېښه شوې ده.

07.04.2023 ډیوه

د حایل اونیزه خپرونه

ولی د طالبانو حکومت د مدني حقونو فعالان او مدافعان نیسي او بندي کوي؟ دا اونۍ د امریکاغږ حایل خپرونه کې په افغانستان کې د مدني فعالانو سره او مدني آزادیو په وړاندې د طالبانو پر چلند بحث شوی.

07.04.2023 امریکا غږ

اېچ آر سي پي: بلوچستان کې د پښتنو د ابادۍ جايزه، شکايتونه دې سنجيده وګڼل شي

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] د بلوچستان صوبې د حقيقت موندنې ماموریت [فېکټ فاينډنګ مشن]  په رپوټ کې ويلي، په بلوچستان صوبه کې دې "سياسي فريقېن دې د پښتنو د ابادۍ جايزه شکايتونه، په ځانګړي ډول په صوبايي اسمبلۍ کې د غېر برابره استازيتوب په اړوند د دوی شکايتونه سنجيده واخلي".

07.04.2023 ډیوه

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو پر ښځینه کار کوونکو بندیز ته نړیوال غبرګونونه او رپوټ همدا شان په افغانستان کې د داعش د بریدونو او تهدیدونو زیاتېدو په اړه رپوټ او د خپرونې د میلمه سره مرکه د امریکاغږ د ۳۰ دقیقې د نن په خپرونه کې کتلای شئ.

07.04.2023 امریکا غږ

اکثریت میشته مسلمان هیوادونه د دموکراسۍ هڅولو او اقتصادي سوکالۍ لپاره د امریکا په هڅو شک لري

د یوې نوې سروې پایلې ښیي چې عراقیان او د ۱۲ اکثریت مسلمانو هیوادونو اوسیدونکي په سیمه کې د دموکراسۍ د هڅولو لپاره د امریکا هڅې جدي نه ګڼي او وایي امریکا اجازه نه ورکوي چې دغه هیوادونه په خپله خوښه خپله سیاسي راتلونکې وټاکي.

07.04.2023 امریکا غږ

ژوند په امریکا کې

د ویرجنیا ایالت النبي جومات څخه کتنه چې تازه جوړ شوی او سني او شیعه مذهبه مسلمانان په ګده په کې لمونځ کوي. دغه جومات د چا له خوا جوړ شوی او د دواړو مذاهبو علما او لمونځ کونکي په اړه یې څه نظر لري. دغو پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره دا خپرونه تر پایه وګوری.

07.04.2023 امریکا غږ

يونېسف: پر ښځينه کارکوونکو د بنديز پرېکړه به د ماشومانو ژوند وګواښي

یونېسف یا د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو وجهي صندوق وایي، که طالبان د ښځو پر کار کولو بندیزونه لرې نه‌کړي نو د طالبانو دا پرېکړه به د ماشومانو د ژوند په بیه تمامه شي. د پلازمېنې يوه اوسېدونکې مریم چې کورنی اقتصاد یې خورا کمزوری دی اندېښنه لري چې، که د ملتونو بشري مرستې بندې شي نو دا به د افغانانو ترمنځ د بې‌وزلۍ کچه لا پسې لوړه کړي. مریم وایي، خلک د ملګروملتونو د مرستو پرته ان د خپلو ماشومانو د ساتنې او پالنې توان هم نه‌لري. نوموړې وايي: "که د خلکو ښځو ته په ملګرو ملتونو کې د کار کولو اجازه ورنه‌کړي، د خلکو اولادونه تلف کېږي، بربنډ پاتې کېږي، وږي پاتې کېږي، هیڅ څه هم نه‌لري، همدا مسولیت د طالبانو پر غاړه دی، خلک هیڅ کاروبار نه‌لري، سهار تر شپې په کورونو کې وي، هیڅ څه خوړلو ته نه‌لري." یوه بله مېرمن چې خپل ماشوم یې د درملنې او شيدو اخیستو ورکولو لپاره د ننګرهار ولایت یو کلینک ته راوړی، ازادي راډيو ته وویل: "له غریبۍ ناسته یم، له مستۍ ولاکه ناسته یم، دا کوچنیان مو وږې وو، دا یو د لسو میاشتو دی، په پښو نه‌شي تللی، شفاخانې ته مو راويسته، چې شيدې او دوا دلته ورکړي، دا یوویشتمه ده چې دلته ناسته یم." د طالبانو د حکومت له‌خوا په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز په داسې حال کې دی چې، په افغانستان کې د لوږې او فقر د زیاتېدو په اړه د خلکو اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي. د ملګرو ملتونو سازمان وایي، له ښځينه همکارانو پرته ناممکنه ده چې افغانانو ته بشري مرستې ورسوي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق اجرايیوي مسوول کاترین راسل په یوې اعلامیې کې ویلي، د طالبانو د حکومت نوې پرېکړه به په افغانستان کې په بشري ناورین، د زیاتو ماشومانو مړینه او د ماشومانو د ژوند په بیه تمامه شي. دی وايي چې، د طالبانو دغه پرېکړه د ښځو له اساسي حقونه سرغړونه ده او دا به په ټول هېواد کې د بشري مرستو بهیر کمزوری کړي. راسل په اعلامیه کې دا هم ویلي، چې سږ کال ۲۸ میلیون افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري چې ۱۵ میلیونه یې ماشومان دي. د یونېسف اجرايیوي مسول د طالبانو د حکومت له لوري په ملګرو ملتونو سازمانونو او د ماشومانو د خوندیتوب صندوق کې د ښځو پر کار بندیز، غیر منطقي بللی دی. یونېسف د راسل له قوله لیکلي: "افغانې ښځې زموږ د بشري مرستو حیاتي رګ په شان دي، هغوی ډېرې ماهرې دي، دوی اسیب پذیرو ماشومانو، ښځو،ناروغانو، زړو او معلولو کسانو ته لاس‌رسي لري، دوی داسې کسانو ته لاس‌رسي لري چې زموږ نارینه همکاران هغه ته لاس‌رسي نه‌شي پيدا کولای، دوی د تغذیې متخصیصینې، د ټولنې د روغتیایي او ټولنیزې رضاکارانې، معلمانې، واکسیناتورانې، نرسانې او ډاکټراڼې او نور ډېر څه دي." یونېسف وایي، سږ کال دوی پلان لري، چې خوارځواکو ماشومانو د درملنې، واکسینونه،کورنیو ته د ګرمو جامو وېش، د څښاک پاکې اوبه او نورو اړینو روغتیايي توکو ته د لاس‌رسي په برخه کې ۱۹ میلیونه افغانانو لپاره خدمات وړاندې کړي. خو د دغه سازمان د اعلامیې پر بنسټ د دغو مرستو د رسولو لپاره د سیمه‌ییزو ښځينه همکارانو شتون اړین دی. د یونېسف اجرايیوي مسوول د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د نجونو او د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیزونه ليرې کړي. تر اوسه د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د اندېښنو او په ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز او د بې‌وزلۍ د ډېرېدو په اړه کوم هیله بښونکی ځواب نه‌دی ورکړی.

07.04.2023 ازادي راډیو

اسرائیل په ځوابیه بریدونو کې لبنان او غزه په نښه کړل 

د لبنان له خاورې څخه د اسرائیل پر لور د ۳۴ توغندیو له توغولو وروسته، د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ اپریل اوومه (وري ۱۸) د غزې په تړانګه او لبنان باندې ځوابي هوایي بریدونه پیل کړل. 

07.04.2023 امریکا غږ

کندهار کې سږ کال په زياته کچه غنم کرل شوي

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له‌مخي سږ کال په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۹۰ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي چې، د اټکل له مخې به ۳۰۰ زره ټنه حاصل ولري. مسؤلين وايي، دا د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصل کې ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي. په عین وخت کې کروندګر وايي، وروستیو اورښتونو يې د خپلو حاصلاتو زیاتوالي ته هیلې زیاتې کړي دي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

07.04.2023 ازادي راډیو

ريچارډ بېنيټ: طالبان دې نور د ښځو په نښه کول ودروي

پر افغان مېرمنو د بنديزونو په اړه د نړيوالو غبرګونونو دوام. د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په اړوند ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز په پرېکړه د غبرګونونو په دوام په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، طالبان باید د افغان ښځو په نښه کول ودروي. دغو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې، طالبان دې خپله دغه پرېکړه ژر تر ژره بېرته واخلي، ځکه د دوی په وینا د ښځو او نجونو د په نښه کولو، حذفولو او منزوي کولو دوام د ټولو افغانانو ژوند او د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي. د ملګرو ملتونو کارپوهان خبرداری ورکوي چې، د طالبانو وروستی بندیز به پر افغانانو او بشري چارو ناوړه اغېزې ولري او دغه راز ميلیونونه هغو افغانانو ته به د بشري مرستو رسول زیانمن کړي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د دوی په وینا له دغه وضعیت تر ډېره ښځې او نجونې اغېزمنې کېږي. دوی وايي، وروستی بندیز د ښځو پر وړاندې غیر قانوني تبعیض او پر ښځو مستقیم برید دی او په بشپړ ډول د ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د بشري حقونو د نړیوالو تړونونو له اساسي ارزښتونو او اصولو سره په ټکر کې دی. د ملګرو ملتونو کارپوهانو په خپل دغه بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغان ښځو او نجونو سره ودرېږي او له هرې ممکنې لارې کار واخلي، چې طالبان قانع کړي څو له ښځو سره د دوی په ټکو دا د نه‌منلو وړ چلند ودروي. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په بشري چارو کې د ښځو ګډون اړین بللی دی. د یاد وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "ښځې په ټوله نړۍ کې د بشردوستانه او د مدني ټولنې په چارو کې اساسي ونډه لري او په ځانګړې توګه په افغانستان کې. یوازې ښځې کولای شي چې ځینو ډېرو زیان منونکو کسانو ته لاس‌رسی ومومي، ځکه چې د ډېری زیانمنونکو کورنیو سرپرستي ښځینه کوي او نارینه مرستندویه کارکوونکي نه‌شي کولای (کورونو ته) ورشي." په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماست وېسټ او په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې لانا زکي نسیبه د پنجشنبې په ورځ ناوخته لیدنه کې د افغانستان د وضعیت، په ځانګړې توګه د د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د وروستي بندیز په اړه خبرې کړې دي. په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازولۍ پر ټویټر د مېرمن نسیبه له قوله لیکل شوي، اوس باید تر بل هر وخت زیات د يوې داسې واحدې نړيوالې تګ‌لارې پر لور حرکت وشي، چې له مخې یې د افغان ښځو او نجونو د بنسټيزو حقونو ساتنه وشي او د عامه ژوند په ټولو برخو کې د هغوی بشپړ ګډون تأمين کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. یو شمېر ولسي وګړي وايي، د طالبانو دا پرېکړه به هغه افغانان چې لا له وړاندې یې ژوند په بشري مرستو ولاړ دی له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ کړي. د ننګرهار اوسېدونکې مرضیې ازادي راډیو ته وویل: "له کله چې بشري مرستې بندې شوي دي، په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته شوی دی، د هرې ورځې په تېرېدو فقر او بې‌وزلي زیاتیږي ځکه چې په ښځو کار بند شوی دی." دغه راز د کابل اوسېدونکې ليدا وايي: "په داسې حال کې چې اوس‌مهال له اقتصادي اړخه افغانستان له بحران سره مخ دی، که په ښځو د کار محدودیت همداسې دوام پیدا کړي او ښايي ملګري ملتونه په دې اړه جدي غبرګون وښيي چې له امله به یې په افغانستان کې اقتصادي او سیاسي ستونزې لا پسې ډېرې شي." په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یوناما د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ وویل، طالب چارواکو خبر ورکړی چې هيڅ یوې ښځې ته اجازه نه‌شته چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره کار وکړي. د ملګروملتونو چارواکو ویلي وو، په دې اړه په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې کوي او غواړي ورڅخه دا وضاحت ترلاسه کړي چې ولې یې د ملګروملتونو ښځینه کارکونکې له کاره منع کړې دي، خو لا هم د دغه لیدنې په اړه چې ایا ترسره شوې که‌نه کوم جزيیات نه‌دي ورکول شوي. د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم په تېره ډسمبر میاشت کې په ټولو ملي او نړیوالو غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کلک بندیز لګوی دی. که څه هم د دوی دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې او ان له امله یې یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپلې چارې ځنډولي، خو طالبانو لا هم په خپله پرېکړه کې بدلون نه‌دی راوستی.

07.04.2023 ازادي راډیو

مهاجرت نړیواله اداره: د مرستې رسونې بهیر کې به د ښځینه کارکوونکو پرځای نارینه ونه ګمارل شي

د مهاجرت د نړیوالې ادارې ((IOM رئیس انتونیو ویټورینووايي، خلکو ته د بشري مرستو رسولو کې د ښځو ګډون ډیر ضروري دی او د مرستو په بهیر کې به سړي د ښځو پر ځای ونه ګمارل شي.

07.04.2023 امریکا غږ

بخښنې نړیوال سازمان طالبانو ته: 'ویسا پرته له ځنډ او قیدوشرط څخه' خوشې کړئ

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې د سرپرست عبدالحق وثیق په ادارس په یو خپور کړي غوښتنلیک کې پرته له ځنډ او قیدوشرط څخه د مطیع الله ویسا د خوشې کیدلو لپاره یو کمپاین پیل کړی دی.

07.04.2023 امریکا غږ

پخوانی مرکزي وزیر مشر علي امین ګنډاپور ونیول شو

د پاکستان په تېر حکومت کې مرکزي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف مهم مشر علي امین ګنډاپور د ډيره اسماعیل خان سیمې څخه نیولی دی. د ګرفتارۍ په مهال علي امین ګنډاپور رسنیو ته ویلي هغه ته نه ده معلومه چې پولیسو په کوم جرم نیولی خو وایي پولیسو ورته ویلي چې پرضد یې مقدمې درج دي او نیول یې ضروري دي. د ښاغلي ګنډاپور‌ په نیونه پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپل غبرګون کې ویلي چې پاکستان کې په بشپړ ډول د ځنګل قانون پر ځای شوی دی او پي ډي‌ ایم او د هغې مشران د تحریک انصاف د فعالینو او مشرانو د نیولو د یوې نکتې په ایجنډه روان دي. علي امین ګنډاپور په داسې حال کې نیول شوی چې هغه په ډیره اسماعیل خان کې د پېښور هایکورټ ودانۍ ته ورغلی ؤ او هلته د هغه په نیولو پسې ګڼ شمیر پولیس د سهار نه ورټول شوي وؤ خو ښاغلی ګنډاپور یې ماښام د هایکورټ د ودانۍ د مخې نه ونیولو . د نیول کیدو په مهال علي امین ګنډا پور خبریالانو ته ویلي اوړمه ورځ هغه ته ویل شوي وؤ چې پر ضد یې مقدمه درج ده او وایي کله چې یې په دغه مقدمه کې د عدالت نه ضمانت ترلاسه کړو نو نن پرې نورې مقدمې درج کړل شوې او پولیسو ونیولو. هغه وویل هایي کورټ ته د خپلو مقدمو په لړ کې ورغلی ؤ او پولیسو غوښتل چې د هغه په نیولو پسې د وکیلانو خونو او هایکورټ ته ورننوځي نو ځکه یې پخپله ګرفتاري ورکړه خو د هغه وینا وه چې هیڅ نه دی خبر په کوم جرم نیول کیږي. د هغه په نیولو خپل غبرګون کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ټویټر خپل یو بیان کې ویلي چې د ضمانتونو باوجود د علي امین ګنډا پور د نیولو فیصله ډیره د مخکې نه شوې وه . د عمران خان په وینا "د دې هرڅه باوجود به دوی ته په انتخاباتو کې ملاماتوونکی شکست ورکوؤ". تحریک انصاف ګوند په ټویټر خپل یو بیان کې تور لګولی دی چې انتخاباتو کې د بایلات له وېرې د جمعیت علماء اسلام(ف) د مشر مولانا فضل الرحمان په حکم علي امین ګنډاپور پولیسو په داسې حال کې نیولی دی چې هغه په ټولو مقدمو کې ضمانتونه کړي دي. تېره میاشت په علي امین ګنډاپور د پنجاب د بهکر سیمې پولیسو تور لګولی ؤ چې ډیره اسماعیل خان ته د تګ په مهال یې په د اجل امنیتي پوسته په پولیسو ډزې کړې دي. د پولیسو مشر یا ډي پي‌ او محمد نوید رسنیو ته ویلي وؤ‌ چې پولیسو د داجل په امنیتي پوسته د علي امین ګنډاپور ګاډي ته د ودریدو اشاره کړې وه خو وایي هغه د پولیسو سره نښته کړې وه او په پولیسو له ډزو وروسته تښتېدلی ؤ. په دغه پېښه کې د علي امین ګنډاپور څلور ساتونکي هم پولیسو نیولي وؤ. روانه اوونۍ د پاکستان پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان ویلي وؤ په تېرو څو هفتو کې یې حکومت په زرګونو پلویان او د سوشل ميډیا فعالان نيولي دي. عمران خان ویلي وؤ‌ په موجوده وخت کې د پي ټي ايي3100 پلویان او د سوشل ميډیا فعالان په پنجاب، خېبرپښتونخوا او په اسلام اباد کې په جېلونو کې دي. د عمران خان لخوا دخپلو ورکرانو دنیول کیدو دتور جواب کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې میریم اورنګزېب ویلي وؤ عمران خان پاکستان د اقتصادي، سیاسي او اييني بحران سره مخامخ کړی دی. مریم اورنګزیب په خپل بیان کې د عمران خان د دې خبرې په جواب کې څه نه وؤ ویلي چې حکومت د پي ټي ايي د پلویانو خلاف اقدامات کوي خو هغې عمران خان مخاطب کړو او ويې وېل تر څو چې يې ملک د هغه په شان د فسادیانو نه وي محفوظ کړی، ارام به و نه کړي.

07.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more