اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
ملګري ملتونه وايي طالبانو یې ننګرهار کې ښځینه کارکوونکې له کاره منع کړې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر [یوناما] وايي چې طالب مقاماتو یې په ننګرهار کې د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیولې ده.
ډېره اسماعيل خان: پوليسو د يو ترهګر د وژلو دعوه کړې
د خېبر پښتونخوا پولیس ویلي ډیره اسماعیل خان سیمه کې د ترهګرو پرضد داستخباراتي معلوماتو په اساس عملیات شوي او د ترهګرو سره نښته کې یو ترهګر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. او د ترهګرو په ډزو کې یو پولیس اهلکار ژوبل شوی دی.
پېښور پوهنتون کې د احتجاج له امله د مياشتې راهسې تدريسي عمل ځنډېدلی دی
د خېبرپښتونخوا د پېښور پوهنتون چې نزدې د مياشتې راهسې د احتجاجونو له امله بند او تدريسي عمل پکې ودرېدلی دی، زده کوونکي او استازان د خپلو غوښتنو دپاره په احتجاج ناست دي او انتظاميه وايي د مالي مشکلاتو سره مخ کيږي.
فنلنډ د ناټو غړی شو؛ روسیې دا کار په خپل امنیت برید وباله
مسکو نن د اپریل په څلورمه (وري ۱۵مه) د شمالي اتلانتیک په تړون (ناټو) کې د فنلنډ غړیتوب "د روسیې پر امنیت برید" وباله او وویل چې په دې اړه به ځوابي اقدامات وکړي.
د سویډن محکمې د قران شریف د سوزولو پر سر د لاریونونو د بندیز حکم رد کړ
واشنګټن – د سویډن یوې محکمې د نهې یا سې شنبې په ورځ د قران شریف د سوزولو په غبرګون کې په دوو لاریونونو باندې د پولیسو د بندیز اقدام رد کړ. دا په داسې حال کې چې پنځه مشکوک مسلمان ترهګر په ورته توګه په یو بل لاریون کې د ترهګرۍ د عمل په ترسره کولو باندې نیول شوي دي. د سویډن په پلازمېنه سټاکهوم کې د ترکیې سفارت مخې ته په جنورۍ کې د قران شریف د سوزولو پېښې په ټوله نړۍ کې مسلمانان په غوصه کړي، د اونیو راهیسې یې پرضد مظاهرې روانې دي، د سویډني توکو له اخېستلو څخه د بایکاټ او په ناټو کې یې د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه شوې. د سویډن اعلی محکمې د پولیسو هغه پرېکړه غندلې چې په فېبرورۍ کې یې د قران شریف د سوزولو په غبرګون کې په دوه پرلپسې لاریونونو باندې بندیز لګولی و او ویلي یې دي چې امنیتي اندېښنې دومره نه وې چې د خلکو د لاریون کولو حق محدود شي. د سویډن پولیسو په سټاکهوم کې د ترکیې او عراق سفارت مخې ته په فېبروۍ کې د قران شریف د سوزولو په غبرګون کې د اجازې له ورکولو څخه ډډه کړې وه او ویلي وو چې د جنورۍ لاریون هم سویډن " د بریدونو لپاره یو مهم لومړیتوب" ګرځولی و. ترکیه نوره هم په دې خفه شوې وه چې پولیسو د لاریون مخه نیولې وه. انقرې په ناټو کې د سویډن د غوښتنې مخه نیولې وه او ویل یې چې سټاکهوم په دې کې پاتې راغلی چې د هغو کردي ډلو مخه ونیسي چې دوی یې ترهګر بولي. د سویډن سیاستوالو د قران شریف سوزولو باندې نیوکې وکړې خو د بیان د ازادۍ له حق څخه یې دفاع وکړه. د سویډن امنیتي ادارو په ورته وخت کې وویل، چې پنځه مشکوک کسان یې د نهې یا سې شنبې وختي په مرکزي ښارونو ایسکېلستونا، لینکوپېنګ او سټرېنګناس کې نیولې دي. د سویډن په امنیتي ادارو کې د ترهګرۍ ضد څانګې مشرې سوسانا ترېهورنینک وویل، "اوسنی کېس یو له هغو څخه دی چې د قران شریف د سوزولو په تړاو پرې د سویډن امنیتي ادارو کار کاوه." هغې وویل، چې مشکوکو کسانو له نړیوالو "مسلمانو توندلارو" سره تړاو درلود. خو امنیتي ادارو ویلي دي چې که څه هم دوی باور نه لري چې د کوم برید ترسره کول دې شوني و. امنیتې ادارې په یو بیان کې ویلي، "امنیتي ادارې باید د کوم ګواښ له پېښېدو څخه دمخه اقدام وکړي."
د امریکا پوځ وايی په سوریه کې یې د داعش یو مهم مشر وژلی
د امریکا پوځ د سه شنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري ۱۵) وویل چې په سوریه کې یې په یو برید کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) یو جګپوړی چارواکی وژلی چې په اروپا کې یې بریدونه پلان کول.
د بښنې نړيوال سازمان: له بشري حقونو د سرغړونې له امله بايد طالبانو سره حساب وشي
د طالبانو له لوري په بدخشان کې د صدای بانوان په نوم د ښځو د یوې راډیو د تړلو په غبرګون کې د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل ویلي چې: "دا د طالبانو له لوري په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو ځپل دي." دغه سازمان پر خپل ټویټر په یو بیان کې ویلي دي، له بشري حقونو د سرغړونې او د ښځو او نجونو پر حقونو د تیري له امله باید له طالبانو سره حساب کتاب وشي. د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي، چې د ښځو حقونه د بشر حقونه دي. د طالبانو حکومت څو ورځې وړاندې په شمالي ولایت بدخشان کې د صدای بانوان په نوم په ښځو پورې اړوند یوه راډیو په دې جرم چې، ګوندې د روژې په میاشت کې یې موسیقۍ خپروله وتړله. که څه هم د يادې راډيو مسوولینو ورته ویلي وو، چې موسیقي ترې په تېروتنه کې خپره شوې، خو بدخشان ولايت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدين احمدي له دغه اقدام وروسته د تېرې جمعې په ورځ ازادي راډيو ته ويلي وو، یادې راډيو په پرلهپسې ډول د طالبانو د حکومت د خپرونو د پالیسۍ خلاف خپرونې کولې. د يادې راډیو یوې مسوولې چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په دې راپور کې خپور شي په يو لیکلي پیغام کې ازادي راډيو ته ویلي، د صدای بانوان راډيو لا هم تړلې ده. لا معلومه نهده چې یاده راډيو به تر کومه تړلې وي خو مسولینو یې هیله ښودلې وه چې طالبان به بياځلې ورته د فعالیت اجازه ورکړي. د دوى د دې هيلې په اړه مو هڅه وکړه د بدخشان د اطلاعات او کلتور رئيس ښاغلى معزالدين احمدي بيا وپوښتو، خو د دې راپور تر خپرېدو يې ځواب رانهکړ. په بدخشان ولايت کې د صداى بانوان په نوم دې راډيو لس کاله وړاندې نشرات پیل کړي وو چې، د اته کارکوونکو له ډلې شپږ یې ښځې وې. طالبانو پر افغانستان د بياځلي واکمنۍ وروسته په افغاني رسنیو يو لړ محدودیتونه ولګول چې له امله زیات شمېر رسنیو خپل فعالیتونه ودرول او ګڼ خبریالان بې دندو شول. که څه هم په کور دننه او بهر بېلابېلو سازمانونو او د بشری حقونو فعالانو له ښځو سره د طالبانو چلند په تېره د ښځو پر کار او تعلیم بندیز له بشري حقونو سرغړونه بللې او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی چې دا سرغړونې بندې کړي، خو د افغان ښځو د حقونو فعالانې وايي، نړیوال دې پر طالبانو فشارونه زیات کړي. مدني فعالې سحر ساحل ازادي راډيو ته وویل، که نړیواله ټولنه په رښتیني ډول د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي ستونزه حل کېدای شي. نوموړې وايي: "نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشارونه زیات کړي، د هغه څه د نه عملي کېدو له امله چې دوی په دوحه کې ژمنه کړې وه، خو زه نه پوهېږم ولې نړۍ یوازې زموږ سېل کوي او نور هیڅ عملي اقدام نهکوي او یوازې ګوري چې څه کېږي." دا په داسې حال کې ده چې، پر افغانستان د طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ وروسته پر افغان مېرمنو سخت محدودیتونه لګول شوي دي. له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونونو پر ښځو د هر ډول زدهکړو دروازې تړلي او دغه شان په نا دولتي کورنيو او نړیوالو مؤسسو کې هم د دوی پر کار کلک بندیز لګول شوی دی.
پاکستان کې د برېښنا د بند جوړونکي چینايي شرکت په کمپ کې اور لګېدلی
په پاکستان کې چارواکي وايي د هغه شرکت په یو کمپ کې اور لګېدلی، چې په یوې لېرې پرتې سیمې کې د برېښنا د یو بند جوړولو چارې پرمخ وړي.
د امریکې خارجه وزیر په روس کې د نیول شوي امریکايي خبریال د ازادۍ غوښتنه کړې
ای اېف پي خبري اداره وايي یو شمېر امریکايي شهریان دا وخت په روس کې په حراست کې دي او ماسکو او واشنګټن په يو بل الزامات لګوي چې د سیاسي مقاصدو دپاره د یو بل شهریان ګرفتارو
پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې نوره غورځېدلې
پاکستان کې د پېسو بدلوونکو اتحاديه وايي، پرون په ملک کې یو امريکايي ډالر په 283روپۍ او 80پېسې روان شوی او د 285روپۍ پورې رسېدلی وو خو نن بيا نور ګران شوی او نن يو ډالر 287 روپو او 60 پېسو ته رسېدلی دی.
استرالیا په حکومتي وسیلو کې په ټېک ټاک بندیز ولګوه
واشنګټن – استرالیا د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، دوی به په حکومتي وسیلو کې په ټېک ټاک باندې بندیز ولګوي. له دې سره د هغو هېوادونو نوملړ نور هم اوږد شو کوم چې د ملي امنیت له امله په دغه چینايي اپلېکېشن باندې بندیز لګوي. د استرالیا لوی سارنوال مارک ډرېفس وویل، دغه پرېکړه یې د هېواد د استخباراتي ادارو په غوښتنه کړې او څومره ژر چې عملي کېږي نو عملي به شي. استرالیا د پنځو سترګو په نامه د امنیتي اتحاد وروستی هېواد شو چې په ټېک ټېک باندې یې په حکومتي وسیلو کې بندیز ولګاوه او په دې لاره کې د امریکا، برتانیې، کاناډا او نیوزېلېنډ سره یوځای شو. فرانسې، هالېنډ او اروپايي کمېشن هم دې ته ورته اقدام کړی. ډرېفس وویل، چې حکومت به ځینې استثنات په ځینو قضیو کې تصویب کړي خو بشپړ امنیتي څار به پر ځای وي. ایا د ټېک ټاک بندېدل قانوني دي؟ د سایبر سیکوریټي پوهانو خبرداری ورکړی چې د ټېک ټاک اپ چې په نړۍ کې تر یو بیلیون زیات کارونکي لري کولای شي ټول معلومات راټول او بیا یې د چین حکومت ته ورکړي. یوه سروې وايي، چې په استرالیا کې تر اوه میلیونو زیات خلک ټېک ټاک کاروي چې دا ددغه هېواد له څلورو څخه یوه برخه خلک دي. د لوی سارنوال دفتر چې د ټېک ټاک د بندیزونو خبر یې ورکړی ویلي، چې په ټېک ټاک باندې د زیاتو معلوماتو راټولول د پام وړ امنیتي خطرې او د پټو معلوماتو د خپرېدو خطر لري. روسان له ټېک ټاک څخه په اوکراین کې د ماسکو پلوې نظریې په ملاتړ کار اخلي: چین دغه بندیز غندلی دی او ویلي یې دي، چې په دې باندې له استرالیا سره د چین هغه هوکړې چې چینايي کمپنیانو ته به مناسب، روڼ او بې تبعیضه چاپیریال برابروي زیانمنې شوې. خو د ټېک ټاک په اړه دغه اندېښنې ځکه راپورته شوی چې د چین د ۲۰۱۷ کال په یو قانون کې له کورنیو کمپنیو څخه غوښتل شوي چې ټول هغه شخصي معلومات به له دولت سره شریکوي که چېرې له ملي امنیت سره تړاو ولري. خو پېکنګ دا رد کړې ده چې دغه اصلاحات دې ګواکې د ټېک ټاک عادي کارونکو ته هم کوم ګواښ پېښوي. خپله ټېک ټاک هم دغه بندیزونه غندلي دي او ټینګار یې کړی چې دوی د چینايي حکومت سره نه دي تړلي. په استرالیا کې د ټېک ټاک کمپنۍ ویاند لي هنټر ویلي، دوی به هېڅکه معلومات چینايي کمپنۍ ته ور نه کړي.
د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ نن عدالت ته حاضرېږي
د ټرمپ وکیلانو د ګل، دوشنبې، په ورځ عدالت ته خواست وکړو چې د نهې، سه شنبې، په ورځ دې عدالت ته د کېمرو وړلو اجازت ور نه کړی شي. د وکیلانو په قول دا به د مقدمې په اړه د سرکس په شام ماحول نور هم خراب کړي
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
امریکا په سوریه کې د داعش یو رهبر وژلی دی
واشنګټن – د امریکا پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، دوی په سوریه کې د داعش یو رهبر په هوايي برید کې وژلی دی. د امریکا د مرکزي قوماندې لخوا په خپور شوي بیان کې د داعش وژل شوی رهبر خالد عیاد احمد الجبوري ښودل شوی. په بیان کې راغلي، چې جبوري، "په اروپا کې د بریدونو د پلان جوړولو او د داعش د رهبرۍ د جوړښت د ښه کولو مسول و." په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې د ګل یا دوشنبې د ورځې برید چېرې شوی. په برتانیه کې مېشته د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، یو کس د سوریې په شمال لویدیځ کې د یاغیانو تر ولکې لاندې د کفتین په کلي کې د ډرون په یو برید کې وژل شوی دی. د سینکام قومندان جرنال اېرېک کورېلا په بیان کې ویلي، "داعش په دوامداره توګه سیمې او نورو ته ګواښونه جوړوی." هغه زیاتوي، "که څه هم زور یې کم شوی خو دغه ډله اوس هم دا وړتیا لري چې په سیمه کې عملیات وکړي او له منځني ختیځ څخه د باندې هم د عملیاتو هیله لري." په بیان کې وړاندې راغلي، چې په برید کې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.