سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
په پرتګال کې 'یو افغان' په یو اسلامي مرکز کې دوې ښځې وژلې
په پرتګال کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په مرکز لیزبن کې په یو اسلامي مرکز کې یو کس د چاقو په ګوازونو دوې ښځې وژلې.
امریکا د روس او ایران د شراکت په اړه اندېښنه لري
واشنګټن – امریکا د ګل یا دوشنبې په ورځ د روس او ایران ترمنځ د اړیکو په ځواکمنتیا اندېښنه څرګنده کړې. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ویډنټ پټېل خبریالانو ته وویل، "دا باید نه یواځې د هغو هېوادونو د اندېښنې وړ وي کوم چې له روس او ایران سره ګاونډیان دي بلکه ټولې نړۍ ته هم." پټېل زیات کړه، "مونږ هغه ویجاړی وینو کوم چې په کیېف کې د روس لخوا د ایراني ډرونونو له کارولو څخه رامنځ ته کېږي. په دغو بریدونو کې د انرژۍ او د ملکي وګړو بنیادي ودانۍ په نخښه کېږي. له همدې امله له شک پرته دا هغه اړیکې دي چې مونږ ورته په غور سره ګورو." روس په اوکراین باندې د خپل یرغل پر مهال د "شهید" په نامه د ایراني ساخت ډرونونو څخه په خپلو بریدونو کې په پراخه کچه کار اخلي. دغو بریدونو چې له بېلابېلو ځایونو سره ډرونونه جنګول کېږي اوکرایني چارواکي دې ته وهڅول چې په هوا کې ددغو ډرونونو د وېشتلو لپاره د توغندیو غوښتنه وکړي. بل پلو والسټریټ مجلې د ګل یا دوشنبې په ورځ له دغې مسلې سره د تړلو سرچینو له خولې راپور ورکړی چې په ورته وخت کې د ایران او روس ترمنځ پوځي همکارۍ هم زیاتې شوې دي. خبر زیاتوي، د روس حکومت له ایران سره د پرمختللي ډیجېټلي څار د وړتیاوو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
بریتانیا کې بشري ډلو له هوټلونو څخه د زرګونو افغان کډوالو په ایستلو انتقاد کړی
برتانیا د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري ۸) اعلان وکړ چې شاوخوا اته زره افغان کډوال له هوټلونو څخه چې د لنډې مودې لپاره په کې اوسیږي وباسي او دایمي کورونو ته یې ستنوي، خو د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکوي چې دا کار کیدای شي ددغو کډوالو د "بدبختۍ او اندیښنو" لامل شي.
د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه
د امریکا د آشنا ټلوېزیون د سه شنبې په خپرونه کې د طالبانو لخوا له محاکمې پرته د ۲۳۷ کسانو پر اعدامولو، د امریکا په ټینیسي ایالت کې پر یوه ښوونځي د برید او په پېښور کې د “کوچني کابل” د بازار په اړه مهم رئپوټونه خپرېږي.
چين د بېلټ او روډ نومې منصوبې د پاره اړوند هېوادونو ته په قرض ورکولو 240 بيلين ډالر خرڅ کړي
د نړيوال بينک پخوانی مشر اقتصاد پوه او د رپوټ په تيارولو کې برخه لرونکی کارمن رينهارټ وايي “بيجينګ تر حده کوښښ کوي چې خپل بينکونه بچ کړي او ځکه هم دا خطر اخلي چې په نړيواله کچه پور ورکوي
اتصال تلویزیوني خپرونه
پدې پروګرام کې به د داعش د بریدونو او د نړۍ سره د طالبانو پر ډیپلوماټیکو اړیکو د پخواني چارواکې محمد عمر داوودزي سره مرکه ولرو. په دویم بحث کې به د پاکستان سره د کرکټ د لوبو پر اهمیت د افغانستان د کرکت بورډ د پخواني اجرایوي رئیس اسدالله خان او د کرکت ټیم د پخواني کپټان رئیس احمدزی سره خبرې ولرو.
په بلجیم کې اته کسان د تروریستي برید د طرحې په تور نیول شوي
په بلجیم کې څارنوالۍ وايي چې پولیسو د یو لړ پلټنو په لړ کې د «تروریستي برید» د طرحې او پلان په تور اته کسان نیولي دي.
اېمنسټي انټرنېشنل: طالبانو په ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې له عدالت پرته ګڼې وژنې او ډېرې نورې سرغړونې کړي
واشنګټن – د بخښنې نړیوالې ادارې یا اېمنسټي انټرنېشنل د مارچ په ۲۸ نېټه خپل د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو راپور خپور کړ چې پکې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ګڼو بشري حقونو څخه د تیریو پېښې راټولې شوي. طالبان له عدالت پرته وژنې کوي: په راپور کې راغلي، د طالبانو تر ولکې لاندې پخواني حکومت سره تړلو خلکو، د وسلوالو ډلو غړو لکه د ملي مقاومت جبهه، داعش او د هغو خلکو له عدالت پرته وژنو دوام موندلی چې د طالبانو له حکمونو څخه یې سرغړونه کوله. په دغه راپور کې د یوناما لخوا هغه راټولې شوې شمېرې راخېستل شوي، چې طالبانو واک باندې د خپلې قبضې یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ راهیسې تر ۲۰۲۲ کال جون میاشت پورې ۲۳۷ دغه ډول له عدالت پرته وژنې کړي. دغه ډول په راپور کې ویل شوي چې ملګروملتونو په ډیسمبر کې له عدالت پرته د لږ تر لږه ۶۹ نورو وژنو خبر ورکړی چې اکثره یې د ملي مقاومت جبهې پورې تړلي وو په کوم کې چې ۴۸ وژنې یواځې په پنجشیر ولایت کې د سپټمبر د ۱۲ مې او ۱۴ مې نېټې ترمنځ شوي. په راپور کې راغلي، چې د ناقانونه اعدامونو او نورو بشري حقونو سرغړونو په اړه مناسبې او رڼې پلټنې نه ترسره کېږي. خو راپور لیکي، چې طالب چارواکو د دغه ډول سرغړونو له پېښېدو څخه انکار وکړ او په دغه برخه کې یې د بخښنې نړیوالې ادارې په ګډون د غیر حکومتي ادارو موندنې رد کړې. راپور زیاتوي، طالبانو همدارنګه د قتل، غلا، "نامشروع" اړیکو یا له ټولنیزو نورمونو څخه د سرغړونو د جرمونو په بدله کې د خلکو ترمخه د اعدامونو او په درو باندې د وهلو لړۍ پیل کړې ده. راپور وایي، یواځې د نومبر د ۱۸ نېټې څخه تر ډیسمبر ۱۶ مې پورې تر ۱۰۰ زیات کسان په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو په مخکې په درو وهل شوي دي. طالبانو د بیان او لاریون کولو ازادي له خلکو اخېستې: په راپور کې راغلي، طالبانو په خلکو باندې د بیان د ازادۍ او لاریونونو حق محدود کړی ځکه طالبانو له ګواښ څخه ډک چاپیریال رامنځ ته کړی. راپور لیکي، خبریالان پر طالبانو د نیوکو راپورونو ورکولو په ځواب کې له خپلسرو نیونو، غیر قانوني بند او شکنجو په ګډون له یو زیات شمېر محدودیتونو او خنډونو سره مخ شوي، چې له امله یې یو زیات شمېر ځان سانسورۍ ته اړ شوي. راپور زیاتوي، خبریالان وډبول شول او په زندانونو کې له ډول ډول شکنجو سره مخ شول. زیات خبریالان له هېواد څخه وتښتېدل. د ټي وي ښځینه خبریالانې دې ته مجبوره کړای شوې چې خپل مخونه تقریبا په بشپړه توګه پټ کړي. دغه ډول په راپور کې راغلي، چې طالبانو هغه کسان چې په ټولنیزو رسنیو په تېره بیا په فېسبوک کې یې پر طالبانو نیوکې کولې، ونیول او په نا قانونه توګه یې بندیان کړل. طالبانو هغه فضا چې د سوله ایزو لاریونونو او غونډېدو لپاره په افغانستان کې وه هغه له منځه وړې. راپور وايي، د طالبانو پولیسو د لاریون کونکو پر وړاندې له حده زیات او غیر ضروري زور څخه کار واخېست او سولیز لاریون کونکي له خپلسرو نیونو، بندي کولو، شکنجې او اجباري تري تم کېدو سره مخ شول. دغه ډول بندي شوي لاریون کونکي له جسماني او روحي شکنجې سره مخ شوي. طالبانو له ښځو او نجونو بنیادي حقونه اخیستي: د اېمنسټي انټرنېشنل په راپور کې راغلي، چې طالبانو د ښځو چارو وزارت وتاړه او پر ځای یې امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت جوړ کړ چې دوی بیا د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې یو شمېر ناوړه او محدود کونکي فرمانونه او حکمونه ورکړل. خو هغو ښځو چې ددغو محدودیتونو پر وړاندې احتجاج او لاریون وکړ په ناقانونه توګه بندیانې شوې او له تاوتریخوالي سره مخ شوې. دغه ډول جونې له منځنیو زده کړو بې برخې پاتې شوي او له ډیسمبر راهیسې له لوړو زده کړو یا پوهنتونونو څخه هم بې برخې شوي. همدارنګه طالبانو په ډیسمبر کې ښځې او نجونې په غیر حکومتي ادارو کې هم له کار کولو څخه منع کړې. له دې سره د ښځو په ژوند او معیشت باندې ډېر ناوړه اغیز پریوته په تېره بیا پر هغو کورنیو باندې چې ښځې یې یوازینۍ نفقه ګټونکې وې. دا په داسې حال کې چې په هېواد کې غذايي نا امني مخ پر زیاتېدو ده. دغه ډول د اېمنسټي انټرنېشنل په راپور کې ویل شوي، هغه ټولې ادارې چې د پخواني حکومت لخوا د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزې لپاره جوړې شوې وې د طالبانو لخوا تړل شوي دي. ډېر شمېر افغانان د طالبانو د ځورولو له وېرې له هېواده تښتي چې یو شمېر دغه کسان نورو هېوادونو ته په لاره د نورو هېوادونو د امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو وژل شوي، د پناه غوښتنې حق ورته نه دی ورکړل شوی، له پولو څخه بېرته ګرځول شوي او یا بیا په نورو هېوادونو کې چې دوی پکې پناه غوښتله له تاوتریخوالي او ناوړه چلند سره مخ شوي.
شهباز شریف په عدليه پوښتنې راولاړې کړي، د بشري حقونو کمېشن په سیاسي بحران اندېښنه څرګنده کړې
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ملک د عدالتي نظام په اړوند څرګندونې کړي، چې "په عدليه کې دننه غږونه پورته کېدل د اميد وړانګې دي او که اوس هم پارلیمان قانون سازي ونه کړه نو راتلونکي نسلونه به یې ونه بخښي". بل لور ته په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په ملک کې په "سياسي بحران اندېښنه" څرګنده کړې ده.
په امریکا کې دننه د ستر تروریستي برید ترسره کول 'تقریباَ نا ممکن' دي
د امریکا د کورني امنیت یو جګپوړی چارواکی ویلي چې، بهرنۍ ترهګرې ډلې د هغې جملې څخه د اسلامي دولت ډلې (داعش) او القاعده پورې تړلې ډلې ښايي د امریکا په خاوره کې پراخو بریدونو ته لیوالتیا ولري، خو د ترهګرۍ ضد د څو لسیزو هڅو د دغه ډول عملیاتو ترسره کول د "ناممکن" کچې ته نږدې کړي دي.
امریکا سرحد ته نژدې د مکسیکو د کډوالو یو مرکز کې اور لګېدلی او ۳۹ تنه مړه شوی
په مکسیکو کې چارواکي وايي چې د امریکا د متحدو ایالتونو سرحد ته نژدې د کډوالو د توقیف په یو انستیتیوت کې اور لګېدلی چې له کبله یې لږ تر لږه ۳۹ تنه مړه شوي دي.
اېمنسټي انټرنيشنل: په کال 2022م کې پاکستان کې د بشري حقونو سختې سرغړونې شوي
د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنيشنل په خپل کلني رپوټ کې ويلي، پاکستان کې د بشري حقونو سنګينې سرغړونې دوامداره پاتې شوي په زوره بې درکه کول، تشدد، د پرامنه احتجاجونو پرضد عملیات، په جرنلسټانو بریدونه، مذهبي لږکيو او نورو شاته پاتې ډلو پرضد د تشدد لړۍ جاري وه.
يواناچسيار: افغانستان کې د ښځو تر مديريت لاندې سوداګري د لهمنځه تللو په حال کې ده
په افغانستان کې یو شمېر سوداګرې ښځې وايي، د پېروندونکو د کمېدو له امله هغه عاید چې هره ورځ یې ګټي، بسنه نهکوي. هاجره نظري چې په مزار شریف کې د ښځو لپاره په جوړ شوي ځانګړي سوداګریز مرکز کې هټۍ لري وايي، که یې مالي ملاتړ و نهشي، ژر به یې چارې ودرېږي. نوموړې وايي: "موږ په نور مارکېټ کې یوو، وړاندې مو مزارشریف کې یو بل مارکېټ نیولی و، خو دلته داسې فعالیت لرو چې نه څوک څه پلوري او نه یې پېري. ډېر کله پېردونکي نه راځي. موږ له ملګرو ملتونو سازمان هیله لرو چې د دکانونو د کرایې او د برښنا د لګښت په برخه کې له ښځینه هټۍوالو سره مرسته وکړي." په ورته وخت کې د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیاله بهناز سلجوقي وايي، په دې ولایت کې له دې امله چې د ښځینه سوداګرو تولیدات پېردونکي نهلري، تر یو لنډ وخت وروسته له سقوط سره مخ کېږي. اغلې سلجوقي وايي: "ډېرې ښځې له ډېرو هیلو سره سوداګري پیلوي، خو له بده مرغه کله چې پېردونکي و نهلري له ستونزو سره مخ کېږي. هغوی بیا ډېر دوام نهشي ورکولای او سوداګري یې سقوط کوي." دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمېشنري یا "UNHCR "د دوشنبې په ورځ یوه راپور کې وویل، په افغانستان کې د ښځو تر مدیریت لاندې کسب و کار د لهمنځه تللو په حال کې دی. دې ادارې په هرات کې د ښځو یو سوداګریز مرکز ته چې څو میاشتې وړاندې د دې سازمان لهخوا پرانيستل شو اشاره کړې او زیاتوي، هلته په ښځو د وضع شویو محدودیتونو له امله د ښځو پانګهونه مخ په ځوړ شوې. په راپور کې د یوې متشبثې مېرمنې له قوله لیکل شوي، په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار له بندیز او د نجونو د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، دوی ډېر پېردونکي له لاسه ورکړي او تر څنګ یې د دوی عاید پنځوس سلنه کم شوی دی. په ورته وخت کې د امریکا د متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټیل د دوشنبې په ورځ ناوخته د طالبانو لهخوا له زدهکړو او کار د افغان نجونو او ښځو راګرځولو ته په اشارې وویل، د طالبانو وروستۍ کړنې د افغانانو هوساینې ته د بېپامۍ نښه ده. نوموړي ويلي: "د طالبانو وروستۍ کړنې د افغانانو هوساینې ته د بېپامۍ او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو لپاره د دوی د لېوالتیا کمی ښيي. موږ هیلهمند یوو چې دوی د دې پرېکړو له دې ډلې له زدهکړو او کار د نجونو او ښځو د منع کولو ویجاړونکي پایلې درک کړي." طالبانو تل ویلي، چې افغان نجونو او ښځو ته یې د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي، داسې مهال چې له راتګ وروسته یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او درې میاشتې وړاندې یې پوهنتونونو له تلو هم منع کړې. د دې تر څنګ یې له څو دولتي ادارو پرته په ډېرو برخو کې د ښځو د کار مخه هم نیولې ده.
بیلاروس: د لویدیځ فشار مجبور کړو د روسیې اتومي وسلو ته ځای ورکړو
بیلاروس وايي چې د متحده ایالاتو، بریتانیا، ناټو او اروپایي اتحادیې سیاسي او اقتصادي فشارونو مجبور کړ پرېکړه وکړي چې په خپله خاوره کې د روسیې اتومي وسلو ته ځای ورکړي.