ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

01.03.2023 امریکا غږ

د فنلنډ پارلمان له ناټو سره د ژر تر ژره یو ځای کېدو لپاره رایه ورکړه 

د فنلنډ پارلمان نن چهارشنبه د کب لسمه (مارچ ۱) په غوڅ اکثریت سره د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) کې د دغه هیواد د غړیتوب په حق کې رایه ورکړه چې ورسره له سویډن څخه مخکې د دغه هیواد د غړي کیدو احتمال هم زیات شو.  د فنلنډ د پارلمان غړو په ١٨٤ موافقو او ۷ مخالفو رايو سره هغه لايحه تصويب کړه، چې له مخې يې دغه هېواد د ناټو د غړيتوب ټول شرطونه مني.  سویډن او فنلنډ د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته، د ورته برید سره مخامخیدو له ویرې، د”نظامي ژمنتیا نه درلودو“ خپله هغه پخوانۍ پالیسي بدله کړه چې له کلونو راهیسې یې خپله کړې وه.   خو په ناټو کې د دغو دواړو هېوادونو د شاملېدو له غوښتنې سره سم، ترکيې وويل چې که چېرته دغه دوه هېوادونه د انقرې امنيتي اندېښنو ته ځواب ونه وايي، ترکيه به د شمالي اتلانتيک په تړون کې د دغو هېوادونو د شاملېدو بهيرله خنډ سره مخ کړي.  د ناټو د مقرراتو له مخې هر هغه هېواد غوښتنه چې غواړي د دې تړون غړی شي، باید د ناټو د ټولو غړو له خوا تصویب شي. د سویډن او فنلنډ په برخه کې د ناټو د ۳۰ له ډلې ۲۸ غړو یې تر اوسه فنلنډ او سویډن ته د ناټو د غړیتوب ورکولو لپاره مثبته رایه ورکړې ده، هنګري او ترکیه هغه هیوادونه دي چې تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ورکړی.  تیره میاشت د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې انقره کولی شي ناټو کې د شاملیدو لپاره د فنلنډ غوښتنه ومني خو د سویډن د غوښتنې ملاتړ به ونه کړي.  دغه لایحه باید لومړی د فنلنډ د ولسمشر لخوا لاسلیک شي چې د ترکیې او هنګري له تصویب وروسته به له ناټو سره د دغه هیواد د یو ځای کېدو بهیر پیل کړي. خو دا لا څرګنده نه ده چې ايا فنلنډ به په يوازې سر له ناټو سره يو ځای شي او يا به د خپل بهرني او دفاعي سياست تر ټولو نږدې متحد "سويډن" غړي کیدو ته انتظار وکړي.  د فنلنډ د قانون له مخې د دغه هېواد ولسمشر باید د پارلمان له خوا تصویب شوې لایحه په دریو میاشتو کې لاسلیک کړي.  د فنلنډ ولسمشر سایولي نینیستو تیره اونۍ خبریالانو ته وویل چې هغه پلان لري چې "پارلمان کې د دغې لایحې تصویب کیدوه سره سم به یې لاسلیک کړي" خو "که عملي دلایل موجود وو، زه تم کیدی شم."  ترکیې د دوشنبې (فبرورۍ ۲۷) په ورځ اعلان وکړ چې له فنلنډ او سویډن سره به د مارچ په نهمه خبرې اترې بیا پیل کړي.  د انقرې او ستاکهولم ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې د سویډن ښي اړخي سیاستوال راسموس پالودان د جنورۍ په ۲۱ مه نیټه د پولیسو له اجازې اخیستو وروسته د ترکیې سفارت مخې ته د قرآن کریم یوې نسخې ته اور پورې کړ. 

01.03.2023 امریکا غږ

بلینکن له خپل ازبیک سیال سره د افغانستان او نورو سیمه ییزو مسلو په اړه غږېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ازبیکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر بختیار سیدوف سره د چهارشنبې په ورځ مارچ لومړۍ (کب لسمه) په تاشکند کې د افغانستان او دوه اړخیز اهمیت پر نورو مسایلو خبرې کړي دي.

01.03.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

01.03.2023 امریکا غږ

رپورټ: هندوستان د انټرنېټ بندونکو ملکونو په سر کې دی

اېکسس ناو وویل د هندوستان د انتظام لاندې  کشمیر کې د سیاسي اړي کړي او د تشدد په سبب   ۴۹ ځله انټرنېټ ته رسايي ځنډول شوي وه چې پکې د ۲۰۲۲ د جنورۍ او د فېبرورۍ په میاشتو کې انټرنېټ د تړلو دپاره پرله پسې ۱۶ احکامات شامل دي

01.03.2023 ډیوه

د افغانستان د پاره د پاکستان خصوصي استازي محمد صادق استعفا ورکړې ده

واشنګټن - د پاکستان تجربه کار سفارتکار او د افغانستان د پاره د هېواد خصوصي استازي محمد صادق د خپلې دندې نه استعفا ورکړې او وايي نور وخت خپلو ذاتي کارونو ته ورکول غواړي. محمد صادق د استعفا په اړه په خپل يو ټويټ کې وايي “د نزدې درېو کالو راهسې د پاکستان په خصوصي استازيتوب په افغانستان کې د خدمت کولو وروستو مې حکومت ته خواست کړی چې وخت راغلی زه نور په ذاتي کارونو، د کورنۍ په چارو، کتابونو، زراعت او ماحولياتو کار وکړم”. ښاغلی صادق وايي هغه د وزير اعظم منندوی دی چې په خلاص مټ يې د هغه ملاتړ کړی چې د خصوصي استازي په توګه خپل کار په مخ يوسي. هغه وايي: “زه د هغه خپلو ډېرو همکارانو د زړه نه مننه کوم چې ډېر وخت يې ورسره د پاکستان او افغانستان په تعلقاتو ښه کولو کې کار کړی”. هغه ډان ورځپاڼې ته تایيد کړې چې وزير اعظم ته يې خپله استعفا لېږلې او دا يې هم وويل چې وزير اعظم شهباز شریف يې استعفا منظوره کړې ده. د کيبنېټ ډويژن نه هم نوټيفيکيشن شوی چې وزير اعظم شهباز شريف د صادق استعفا سملاسي منظوره کړې ده چې د وزير اعظم د خصوصي معاون په حيث يې دنده لرله. د پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی صادق د افغانستان د پاره د استازيتوب په دې مهمه څوکۍ په کال 2020 کې ټاکل شوی وو. هغه د نيشنل سيکيورټي ډيويژن د سيکرټري په حيث د دندې نه په کال 2016 کې ريټاير شوی چې په کال 2008 او کال 2014 کې په کابل کې د پاکستان سفير هم پاتې شوی و. صادق د خارجه چارو د وزارت تر يو نيم کال پورې وياند هم پاتې شوی او په کال 1994-1998 کې په بيجينګ، کال 1998-2000 کې په واشنګټن او څه موده يې په برسلز کې هم سفارتکاري کړې ده.

01.03.2023 ډیوه

د دوحې تړون درېیمه کلیزه؛ طالبان یې د 'فتوحاتو' او څېړونکي یې د معاملې نتیجه بولي

د امریکا د متحدو ایالتو او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون د درې کلونو د پوره کېدو سره طالبانو دا د افغانستان په معاصر تاریخ کې نوی باب او د "فتوحاتو" ورځ بللې ده خو یو شمېر څیړونکي وايي چې طالبان د یوې معاملې په نتیجه کې واکمن شوي دي.

01.03.2023 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

01.03.2023 امریکا غږ

د دوحې تړون درېیمه کلیزه: طالبان وایي عملي کړی یې دی خو امریکا د سرغړونې تور پرې لګوي

واشنګټن ــــ طالبانو نن د دوحې تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت دعوه کړې چې دا تړون دوی پوره عملي کړی دی خو تور یې پورې کړی چې امریکې ترې سرغړونه کړې ده، خو امریکا وایي طالبانو د خپل حکومت په یونیم کلنه واکمنۍ کې د دوحې تړون له پامه غورځولی دی. د طالبانو حکومت د چارشنبې- شورو په ورځ په کابل کې د دوحې تړون کلیزه د یوې لویې غونډې په بڼه لمانځلې چې د طالبانو مرکزي وزیرانو، د کابینې غړو او نورو اکثرو د دوی د ډلې خلکو پکې ګډون کړی دی خو په دې غونډې کې نور افغان سیاستوال نه تر سترګو کېدل. د طالبانو د رئیس الوزراء یا وزیراعظم د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادرغونډې ته وویل، چې "افغانانو د دوحې په تړون کې پر خپلو ژمنو عمل کړی دی"، وایي دوی داسې ټولګډونه حکومت جوړ کړي چې "د هېواد ټول قشرونه [طبقې] " پکې برخه لري. که څه هم ملا برادر خپل حکومت ته "د افغانانو د حکومت" نسبت وکړ، خو نړۍ تر اوسه د طالبانو حکومت د افغانستان د استازي او قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني ځکه چې وایي دوی د ټولو افغانانو استازی ټولشموله حکومت نه دی جوړ کړی. عبدالغني برادر تور پورې کړ چې امریکې خپلې هغې ژمنې نه دي پوره کړې چې په قطر کې یې په مذاکراتو او وروسته د سولې په تړون کې ورسره کړې وې. ملا برادر وویل: "امریکا تر وتلو وروسته هم پر خپلو وعدو عمل نه دی کړی، د اسلامي امارت د مسئولینو نومونه یې د پخوا په څېر په تور لیسټ کې ساتلي، بندیزونه یې پرې لګولي او د افغان ملت شتمني یې په ناروا ډول کنګل کړې ده". ملا برادر وویل، امریکې چې له دوی سره په څومره موده کې د بندیانو د خوشي کولو ژمنه کړې وه هغه یې ډېر وځنډول او وایي امریکې په څورلسو میاشتو کې د خپلو ځواکونو د ایستلو ژمنه کړې وه خو په اتلسو میاشتو کې ووتل. د دوحې تړون ملا برادار د طالبانو په استازیتوب او زلمي خلیلزاده د امریکې په استازیتوب د 2020م کال د فرورۍ پر 29مه لاسلیک کړی وو. خلیلزاد هغه وخت د افغانستان لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت استازی وو. زلمي خلیلزاد تازه له بي بي سي فارسي سره په مرکه کې ویلي، طالبانو چې د ښځو پر کار او تعلیم بندیز لګولی وایي دا "لویه تېروتنه" ده چې د منلو وړ نه ده. خلیلزاد وایي د طالبانو اکثر مشران هم د دوی د داسې پرېکړو خلاف دي: "اصلاً دا د اسلام خلاف کار دی، د اسلامي نړۍ مشرانو هم وویل چې ښځې د کار او تعلیم حق لري، خپله طالبان هم چې په دوحه کې وو، ویډیوګانې یې شته چې وعده یې کړې وه، که دوی [د ښځو د حقونو] مسئله حل نه کړي له دوی [طالبانو] سره د دنیا روغه ګرانه ده". د دوحې تړون یو لاسلیکوونکی ملا عبدالغني برادر وایي دوی له نړیوالو سره اړیکې او پر نېک نیتۍ ولاړ دوه اړخیز تعامل غواړي. برادر د کوم هېواد نوم یاد نه کړ خو تورې یې پورې کړ، چې نور هېوادونه هم له طالبانو سره د اړیکو له جوړولو را ګرځول کېږي. امریکا وایي طالبانو ورسره د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د نورو ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره نه پرېږدي، خو وایي د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري موجودیت او په ډرون برید کې وژلو ثابته کړه چې د القاعده او داعش خراسن مشران او نور غړي هلته فعالیت کوي. خو طالبان که یوې خواته په افغانستان کې د ایمن الظواهري په ګډون د القاعده ډلې د مشرانو له موجودیته انکار کوي، د داعش په اړه هم وایي چې هلته ښکاره کوم ځای او مرکز نه لري خو وخت په وخت په عملیاتو کې د دې ډلې د وسلوالو او قومندانانو د وژلو دعوې کوي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکې څارونکې ادارې «سیګار» د فرورۍ پر 27مه پخپل تازه رپوټ کې هغه سببونه په ګوته کړي وو، چې له کبله یې افغان ځواکونه د طالبانو په وړاندې سقوط شول او په هغوی کې یې یو سبب د دوحې تړون او د امریکایي ځواکونو وتل ګڼلي وو. د طالبانو او امریکې تر منځ د دوحې له تړون سره سم د 2020م کال په وروستیو میاشتو کې د هغه وخت له افغان حکومت سره مذاکرات پیل شول او څو ناستې یې په قطر کې وشوې، خو کله چې امریکې د 2021م کال په اپرېل کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو وروستی اعلان وکړ، له افغان حکومت سره خبرې بې نتیجې شوې او طالبانو د وسلو په زور د ولایتونو نیول پیل کړی چې په اخر کې د اګست پر 15مه په دویم ځل پر افغانستان واکمن شول.

01.03.2023 ډیوه

د صوابۍ د ښځو پوهنتون کې د زدکړو تر لاسه کولو دپاره د عمر حد ختم کړی شوی دی

د خېبرپښتونخوا په صوابۍ ضلع کې د ښځو د پوهنتون مشره وايي پرېکړه یې کړې چې په پوهنتون کې د هر عمر جينۍ، ښځه کولی شي چې داخله واخلي او زده کړې وکړي د زده کړو دپاره یې د عمر ټاکلی حد ختم کړی دی. تعلیم پوهان او د پاکستان د لوړو زده کړو کمېشن هم دغه پرېکړه ستايي.

01.03.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

01.03.2023 امریکا غږ

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

01.03.2023 امریکا غږ

د مرکزي اېشیا د دورې په بل پړاو د امریکې خارجه وزیر ازبکستان ته رسېدلی

بلېنکن چین ته خبرداری وکړو چې روس ته دې مهلک هتیار نه ورکوي. هغه وویل امریکا داسې معلومات لري چې چین غور کوي چې روس ته مهلک وسله ورکړي

01.03.2023 ډیوه

د متحده ایالاتو کانګرس د امریکا او چین د سیالۍ په اړه څېړنه پیل کړه

د امریکا د کانګرس غړو د سه شنبې په شپه فبروري ۲۸ (کب نهمه) د امریکا او چین ترمنځ د سټراټیژیکې سیالۍ په هکله پراخه دوه کلنه څېړنه پیل کړه. دوی په چین کې د بشري حقونو د فعالانو او د امریکا د ملي امنیت د پخوانیو مشاورینو نظریات واورېدل.

01.03.2023 امریکا غږ

د امریکې د کانګرس کمېټۍ چین سره د مقابلې په اړه تحقیقات شورو کړل

چین د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکايي کمېټۍ مخالفت وکړو او ويې وېل امریکا باید د سوړ جنګ بې فایدې ذهنیت وغورځوي

01.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more