شاته

ريچارډ بېنيټ: طالبان دې نور د ښځو په نښه کول ودروي

پر افغان مېرمنو د بنديزونو په اړه د نړيوالو غبرګونونو دوام.

د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په اړوند ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز په پرېکړه د غبرګونونو په دوام په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، طالبان باید د افغان ښځو په نښه کول ودروي.

دغو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې، طالبان دې خپله دغه پرېکړه ژر تر ژره بېرته واخلي، ځکه د دوی په وینا د ښځو او نجونو د په نښه کولو، حذفولو او منزوي کولو دوام د ټولو افغانانو ژوند او د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان خبرداری ورکوي چې، د طالبانو وروستی بندیز به پر افغانانو او بشري چارو ناوړه اغېزې ولري او دغه راز ميلیونونه هغو افغانانو ته به د بشري مرستو رسول زیانمن کړي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دوی په وینا له دغه وضعیت تر ډېره ښځې او نجونې اغېزمنې کېږي.

دوی وايي، وروستی بندیز د ښځو پر وړاندې غیر قانوني تبعیض او پر ښځو مستقیم برید دی او په بشپړ ډول د ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د بشري حقونو د نړیوالو تړونونو له اساسي ارزښتونو او اصولو سره په ټکر کې دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په خپل دغه بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغان ښځو او نجونو سره ودرېږي او له هرې ممکنې لارې کار واخلي، چې طالبان قانع کړي څو له ښځو سره د دوی په ټکو دا د نه‌منلو وړ چلند ودروي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په بشري چارو کې د ښځو ګډون اړین بللی دی.

"ښځې په ټوله نړۍ کې د بشردوستانه او د مدني ټولنې په چارو کې اساسي ونډه لري
پاټېل

د یاد وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "ښځې په ټوله نړۍ کې د بشردوستانه او د مدني ټولنې په چارو کې اساسي ونډه لري او په ځانګړې توګه په افغانستان کې. یوازې ښځې کولای شي چې ځینو ډېرو زیان منونکو کسانو ته لاس‌رسی ومومي، ځکه چې د ډېری زیانمنونکو کورنیو سرپرستي ښځینه کوي او نارینه مرستندویه کارکوونکي نه‌شي کولای (کورونو ته) ورشي."

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماست وېسټ او په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې لانا زکي نسیبه د پنجشنبې په ورځ ناوخته لیدنه کې د افغانستان د وضعیت، په ځانګړې توګه د د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د وروستي بندیز په اړه خبرې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازولۍ پر ټویټر د مېرمن نسیبه له قوله لیکل شوي، اوس باید تر بل هر وخت زیات د يوې داسې واحدې نړيوالې تګ‌لارې پر لور حرکت وشي، چې له مخې یې د افغان ښځو او نجونو د بنسټيزو حقونو ساتنه وشي او د عامه ژوند په ټولو برخو کې د هغوی بشپړ ګډون تأمين کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

یو شمېر ولسي وګړي وايي، د طالبانو دا پرېکړه به هغه افغانان چې لا له وړاندې یې ژوند په بشري مرستو ولاړ دی له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ کړي.

د ننګرهار اوسېدونکې مرضیې ازادي راډیو ته وویل: "له کله چې بشري مرستې بندې شوي دي، په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته شوی دی، د هرې ورځې په تېرېدو فقر او بې‌وزلي زیاتیږي ځکه چې په ښځو کار بند شوی دی."

افغانستان کې اقتصادي او سیاسي ستونزې لا پسې ډېرې شي."
ليدا

دغه راز د کابل اوسېدونکې ليدا وايي: "په داسې حال کې چې اوس‌مهال له اقتصادي اړخه افغانستان له بحران سره مخ دی، که په ښځو د کار محدودیت همداسې دوام پیدا کړي او ښايي ملګري ملتونه په دې اړه جدي غبرګون وښيي چې له امله به یې په افغانستان کې اقتصادي او سیاسي ستونزې لا پسې ډېرې شي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یوناما د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ وویل، طالب چارواکو خبر ورکړی چې هيڅ یوې ښځې ته اجازه نه‌شته چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره کار وکړي.

نړيوال بنسټونه وايي، پر ښځينه کارکوونکو له بنديز سره به د مرستو چارې ټکنۍ شي.
نړيوال بنسټونه وايي، پر ښځينه کارکوونکو له بنديز سره به د مرستو چارې ټکنۍ شي.

د ملګروملتونو چارواکو ویلي وو، په دې اړه په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې کوي او غواړي ورڅخه دا وضاحت ترلاسه کړي چې ولې یې د ملګروملتونو ښځینه کارکونکې له کاره منع کړې دي، خو لا هم د دغه لیدنې په اړه چې ایا ترسره شوې که‌نه کوم جزيیات نه‌دي ورکول شوي.

د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم په تېره ډسمبر میاشت کې په ټولو ملي او نړیوالو غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کلک بندیز لګوی دی.

که څه هم د دوی دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې او ان له امله یې یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپلې چارې ځنډولي، خو طالبانو لا هم په خپله پرېکړه کې بدلون نه‌دی راوستی.

اړوند مطالب