ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


رپورټ: افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري 51 فيصده سېوا شوې

په اسلام اباد کې څيړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز PIPS ويلي، په افغانستان کې تېر کال د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې 51 فيصده سېوا شوي او پاکستان ته امنیتي چېلنجونه زیات شوي دي.

20.10.2022 ډیوه

پوليس: سوات کې د سکول په ګاډي بريد د ترهګرۍ پېښه نه وه

د خېبرپښتونخوا د پولیسو مشر وايي، د سوات په چارباغ کې د سکول د ماشومانو په ګاډي د بريد پېښه د ترهګرۍ پېښه نه وه. په لسم اکتوبر د چارباغ په ګلي باغ کې سهار وختي د سکول په ګاډي ډزې شوې ډرايور پکې وژل شوی او يو زده کوونکی پکې ژوبل شوی وو.

20.10.2022 ډیوه

کاناډايي مقامات وايي سلګونه نور افغانان هم هغه هېواد ته ولېږدول شول

د کاناډا حکومت د کډوالو چارو وزارت له پاکستان څخه هغه هیواد ته د سلګونو نورو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی دی.

20.10.2022 امریکا غږ

د سیمې او نړۍ ۲۷ هیوادونو له طالبانو څخه د نجونو د ښوونځيو خلاصولو غوښتنه کړې

په افغانستان کې د نجونو ښوونځيو خلاصولو د غوښتونو په دوام، د سیمې او نړۍ ۲۷ هیوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې د طالبانو له حکومت څخه د نجونو ښوونځیو خلاصولو غوښتنه کړې ده.

20.10.2022 امریکا غږ

د ښځو دوستانو ډلې د افغان مېرمنو او بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده

په افغانستان کې د ښځو د دوستانو ډله په دې هېواد کې بشري او اساسي حقونو ته د ښځو د نه لاسرسي او د دوی پر وړاندې د ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. مریم چې د پلازمېنې کابل اوسېدونکې ده پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو مخکې يې په یو شخصي کمپنۍ کې دنده درلوده، خو په خبره يې د طالبانو تر راتګ وروسته په کور ناسته او له اقتصادي ستونزو سره مخ ده. هغې وویل: "اقتصادي ستونزې ډېرې زیاتې دي. زه یوازې نه بلکې ټولې افغان مېرمنې چې کار يې کاوه او اوس ترې دندې اخیستل شوی دي، دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په کور کې هېڅ نه شته، نه پوهېږو څه وکړو." مریم د طالبانو له حکومت غواړي چې په افغان مېرمنو لګېدلي محدویتونه لرې کړي چې دوی وکولای شي کار وکړي او خپلې کورنۍ ته ډودۍ وګټي. نرګس هم د همدې ښار اوسېدونکې ده او د کابل د یو ښوونځي د دولسم ټولګي زده کوونکې ده. هغه وايي، د زده کړو هیلې یې ورځ تر بلې مړاوې کېږي. دا وايي، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت له یو کال زیاته موده تېرېږي، خو په ټوله دغه موده کې دوی ونه توانېدل، چې د نجونو د زده کړو لپاره یو مېکانېزم رامنځته کړي. نوموړې زیاته کړه: "د طالبانو له راتګ وروسته چې د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې تړل شوي دي، زه ډېره خفه یمه، مخکې به ښوونځي ته تلم، کورسونو ته به تلم، خو اوس په کور ناسته یم، په ټولګیوالو او ښوونکو پسې مې خفه یم. هیله لرم چې طالبان ژر د نجونو د ښوونځيو دروازې پرانېزي." پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو دروازې تړل شوي او دغه شان مېرمنې کار او له محرم پرته د لرې واټڼ سفر کولو ته نه پرېښودل کېږي. پر افغان مېرمنو حجاب هم اجباري شوی، ان دا چې په تلوېزیونونو کې هم ښځینه کارکوونکې باید مخ پټې راڅرګندې شي. که څه هم په دې اړه په کور دننه او بهر پراخې اندېښنې مطرح شوې دي، خو تر دې دمه يې مثبت بدلون نه دی رامنځته کړی. تازه په افغانستان کې د ښځو د دوستانو ډلې په یوه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانېزې. د ښځو د دوستانو ډلې په اعلامیه کې په افغانستان کې بشري او اساسي حقونو ته د مېرمنو د نه لاسرسي او د دوی په وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. په افغانستان کې د ښځو د دوستانو ډلې دغه اعلامیه چې چهارشنبه خپره شوې د ګروپ د غړو هېوادونو، د امریکا د متحده ایالاتو، قطر، بریتانیا، جاپان، استرلیا، بنګله دېش، بلجیم، کاناډا، فرانسې، جرمني، هنګري، اندونیزیا، ایرلنډ، ایټالیا، لېتوانیا، ناروې، پولنډ، سلوانیا، سرېلانکا، سویډن، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو د استازو له لوري تاييد شوې ده. په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټرش او په افغانستان کې د د دغه سازمان له سیاسي استازولۍ غوښتنه شوې چې د خپلو اصولو په رڼا کې په افغانستان کې د میرمنو ستونزو او د نجونو د زده کړو په برخه کې له طالبانو سره خبرې وکړي. په ورته وخت کې په افغانستان د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما ویلي چې د یوناما مشرې اوتونبایوا له یو شمېر افغان مېرمنو سره کتلي دي. یوناما پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دې لیدنه کې د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو د مخنیوي او د زده کړو حق ته د لاسرسي په موضوعاتو بحثونه وشول. د یادونې ده، چې نن به د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په ازاد بحث کې هم په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه خبرې وشي. د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو ویاندویانو يې پوښتنې ځواب نه کړې. له دې وړاندې د طالبانو حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښځو ته د کار او نجونو د زده کړو د زمینې د برابرولو ژمنه کړې ده.

20.10.2022 ازادي راډیو

هند: د ۲۰۲۳ کال آسیا جام لوبو لپاره پاکستان ته نه ځو

د هند کرکټ بورډ وایي ددغه هیواد د ملي ټیم لوبغاړي به په ۲۰۲۳ کال د آسیا جام سیالیو لپاره پاکستان ته ولاړ نشي او ددغو لوبو د ترسره کیدو ځای به بدل شي.

20.10.2022 امریکا غږ

څيړونکي: بېرسټر سېف چې طالبانو ته خواست کړی، غېرزمه واره، کمزوری او اندېښنې وړ بيان دی

څيړونکی او سياستوال وايي، د بېرسټر سېف طالبانو ته خواست کول د نااهلۍ، کمزورۍ او غېر زمه وارۍ څرګندونه کوي چې په دومره مهمه څوکۍ ناست تن داسې بې توکه او د اندېښنې وړ بيان ورکوي.

20.10.2022 ډیوه

امریکا: ایران روسیې ته ډرون ورکوي، موږ به یې مخه ونیسو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) وویل چې متحدو ایالتونو، بریټانیا او فرانسې، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې روسیې ته د ایران د بې پیلوټه انفجاري ډرون الوتکو د لیږد په اندیښنه څرګنده کړه.

20.10.2022 امریکا غږ

د خېبرپښتونخوا د وزير عاطف خان نه ټي ټي پي 80 لکه روپۍ قلنګ غوښتی

نا قانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان د خېبر پښتونخوا د خوراک او  لوبو وزير عاطف خان نه د 80 لکه روپو د قلنګ  غوښتنه کړې ده، صوبايي وزیرد خط تاييد کړی او ويلي يې دي چې اړونده ادارې يې په دغه خط خبر کړي دي.

20.10.2022 ډیوه

امریکا: زموږ موقف بدل شوی ندی، بیت المقدس د اسرائیل پلازمینه ده 

وروسته له هغه چې آسترالیا د اسرائیل د پلازمینې په توګه د بیت المقدس له رسمیت پيژندلو طرف نظر وکړ، متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) وویل چې د واشنګټن دریځ بدل شوی ندی.

20.10.2022 امریکا غږ

روغتیا نړیوال سازمان: یوګندا کې ایبولا ویروس له امله د وژل شویو شمیر ۴۴ ته رسیدلی

د روغتیا نړیوال سازمان د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) وویل په یوګندا کې د ایبولا ساري ویروس له امله د وژل شویو شمیر ۴۴ کسانو ته رسیدلی دی.

20.10.2022 امریکا غږ

سقط جنین د امریکا د منځمهاله ټاکنو مهمه موضوع ګرځېدلې

په امریکا کې سقط جنین ددغه هېواد د دوو لویو ګوندونو – جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو – تر منځ په مهمې مسلې بدله شوې او د نومبر د میاشتې په اتمه د امریکا د کانګرس لپاره د منځنۍ دورې په ټاکنو کې ورباندې رایه اچونه کیږي. 

19.10.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

19.10.2022 امریکا غږ

صدر پوټن د روسي ځواکونو په قبضه کې د اوکراین په ځینو علاقو کې مارشل لا لګولې

صدر پوټن وضاحت و نه کړو چې د مارشل لا دلاندې به څه ګامونه اخیستل کېږي خو ويې وېل چې دغه انتظام به د زیارت، پنجشنبې، د نيمې شپې نه نافذ شي. د صدر پوټن په امر کې قانون نافذ کونکو ادارو ته درې ورځې وخت ورکړی شوي چې خپل تجویزونه وړاندې کړي

19.10.2022 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

19.10.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more