د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې اته افغان پولیس وژل شوي
د افغانستان سوېلي ولایت اروزګان د پولیسو یوه مشر ویلي، د نړیوالو ځواکونو په یوه هوايي برید کې لږ تر لږه اته افغان پولیس وژل شوي. بهرنیو ځواکونو ویلي، دوی په ډزو کوونکو برید کړی.
'سنجیدت د ځانمرګي افغان ماشوم فلم په رول کې'
پاکستان چاپې ډان ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي چې د هند فلمي صنعت وتلي ستوري سنجيدت په داسې يوۀ فلم کې د رول لوبولو پرېکړه کړې چې د يوه ځانمرگي افغان ماشوم په اړه دى.
د برلین ایالتي ټاکنو کې د انګیلا میرکل ګوند درنه ماتې خوړلې
د انګیلا میرکل په مشرۍ د جرمني مسیحي دیموکرات ګوند د برلین په ایالتي ټاکنو کې له ۱۸ سلنې د کمو رایو په ګټلو سره لویه ماتې خوړلې ده. دغه ګوند اته څوکۍ بایللې دي.
نړۍ کې د کب نیونې تر ټولو لرغوني چنګک
لرغونپوهانو د جاپان اوکيناوا ټاپو په یوه غار کې د کب نيونې تر ټولو زوړ چنګک موندلي، چې۲۳۰۰۰ کاله لرغونتيا لري او د حلزون له پوټکي څخه جوړ شوي.
د ۲۰۱۶ ريو پارالمپيک سيالیو پای؛ ګلبارنژاد ته د دعا مراسم
د ۲۰۱۶ ريو پارالمپيک سيالۍ په مراکانا سټېډیم کې له شاندارو مراسمو سره پای ته ورسېدې چې مړه شوي ایراني بایسکل ځغلوونکي بهمن ګلبارنژاد ته پکې ددعا مراسم هم ترسره شول.
د نیویارک بمي برید په تړاو پنځه کسان نیول شوي
رپوټونه وايي، د امریکا نیویارک ښار کې د شنبې ورځې د بم چاودلو او ورڅېرمه د چاودېدونکو توکو له موندلو وروسته د برید په تړاو پنځه مشکوک کسان نیول شوي دي.
ډيجيټل بزګري
د افریقایانو په ژبه کې د بزګرۍ د ګټې په اړه زیات متلونه شته، خو بیا هم اوسنیو ځوانانو ته قناعت نه شي ورکولی چې بزګران شي. خو اوس په کینیا کې یوه ډله ځوان شرکت لرونکي په دې باور دي که چېرې بزګري داوسنۍ ټکنالوژۍ سره تړاو ولري نو شاید ځوانان یې په ګټه خبر شي
د ټانکونو تاريخ
سل کاله وړاندې، همدا اوونۍ وه چې په نړۍ کې لومړی ټانک د جګړې ډګر ته راووت. د ۱۹۱۶ م کال، د سپټمبر د مېاشتې ۱۵ مه نېټه، د سهار ۵:۳۰ بجې وې چې -د بریتانیا پوځ د سووم په جګړه کې ټانکونه پر حرکت راوستل او د جګړې ډګر یې د تل لپاره بدل کړ.
د افغان کډوالو ناڅرګند برخلیک چې له پاکستانيو کورنيو سره يې خپلوي کړې
د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه زرګونه افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو فشار زیات کړی چې بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي.
"له اسلامي حزب سره هوکړه ليک به ډېر ژر لاسليک شي"
د افغانستان د ولسمشر سلاکار او د اسلامي حزب يوه غړي فاروق وردګ له بي بي سي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ويلي چې له اسلامي حزب سره د سولې هوکړه ليک وروستي پړاو ته رسېدلی او ډېر ژبه به لاسليک شي.
"اسلامي حزب به ډېر ژر د افغانستان د سياسي جوړښت برخه شي"
د افغانستان د ملي يووالي حکومت اجراييه رياست د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب سره د سولې د هوکړې ملاتړ کړی دی. د افغانستان ولسمشر سلاکار او د اسلامی حزب يوه غړي هم د دې خبرې پخلی کړی او ويلي يې دي چې ډېر ژر به هوکړه ليک لاسليک شي.
سعودي کې دوه پوليس په ډزو وژل شوي دي
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، دواړه وژل شوي پوليس د مام ښار کې د شپې مهال په خپل موټر کې ګزمه کوله چې ډزې پرې وشوې. روغتون ته له لېږدولو وروسته دواړو پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
روسیه: پر سوري پوځ د امریکا برید وښوده چې له داعش دفاع کوي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د اوربند په تړاو د امریکا د دولت پر کړنو ټینګه نیوکه کړې او امریکا یې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې په ملاتړ تورنه کړې ده.
اشرف غني د لانجمن ټاکنیز قانون طرحه لاسلیک کړه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي ټاکنیز قانون په لاسلیکولو سره، د ټاکنیزو حوزو په تړاو د پرېکړې کولو واک د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورکړی دی.
نیویارک کې د حجاب فېشن اونۍ
سږ کال د نیویارک ښار فېشن اونۍ کې د جامو د نندارې پرمهال د لومړي ځل لپاره د حجاب ننداره وړاندې شوه. دا جامې د اندونیزیایي جامو جوړوونکې مسلمانې انیسې حسیبوان له خوا جوړې شوي وې.