د هرات وسله وال برید کې شپږ کسان وژل شوي
د افغانستان لوېدیځ ولایت هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د سړک جوړونې یوې پروژې څلور ساتونکي او دوه ملکي وګړي د وسله والو په برید کې وژل شوي. تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.
هندي کشمیر کې هره ورځ نژدې ۵۰ کسان نیول کیږي
د هند تر واک لاندې کشمیر کې حالات اوس هم پوره سم شوي نه دي، ځکه د مظاهرو لړۍ لا هم روانه ده او هره ورځ نژدې ۵۰ کسان نیول کیږي.
له شیدو پلورلو د یوې کورنۍ اړتیا پوره کول
د ختیځ ولایت ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د افغانستان د کلیوالي سیمو د پرمختیا ملي پروګرام د مالادارانو د بوختیا او ګټې وټې لپاره د شیدو پلورلو پروګرام پیل کړی او هره ورځ ترې درې زره لېتره شیدې ټولوي.
امریکا روسیه پر مرستندویه کاروان د برید مسووله بولي
د امریکا متحده ایالتونه وايي، روسیه د هغه هوايي برید مسووله بولي چې د دوشنبې په ورځ پکې د سوریې له حلب ښار سره نژدې مرستندویه کاروان په نښه شو.
"نه طالبان کابل نیولی شي او نه هم حکومت طالبان ماتولی شي"
"نه طالبان کابل نیولی شي او نه هم حکومت طالبانو ته ماتې ورکولی شي؛ ځکه نو باید د هغوی ترمنځ جوړجاړي او بل ته تېریدنې لپاره کار وشي".
"له کړکېچ تښتېدونکو سره مرستې زیاتول پکار دي"
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د کډوالو په تړاو د ملګرو ملتونو د یوې سرمشریزې غونډې په پیل کې ویلي، نړۍ له یوه بېساري کړکېچ سره مخامخ ده.
هغوی ته زېری چې له ليد بې برخې وي
په طبي ازموينو کې جراحانو د انسان د سترګې دننه فعاليت لپاره يو روبوټ کارولی دی. دا جراحۍ كې د روبوټي ټکنولوژۍ يو مهم پړاو بلل شوی، چې د انګلستان اکسفورډ کې ترسره شوې ده
د هند او پاکستان ترينګلتيا
په کشمير کې پر هندي سرتېرو له بريد وروسته ډيلي کې د اسلام اباد ضد غږونه زيات شوي.
ټولنه کې د کډوالو ورګډولو تر ټولو غوره لار څه ده؟
د سوريې کورنۍ جګړې د دغه هېواد ۵ ميليونه وګړي له خپلو مېنو او کورونو بې ځايه کړي او کډوالۍ ته يې اړ کړي دي.
فلمي لوبغاړې انجلینا له میړه د جلا کېدو پرېکړه کړې
د هالیوډ مشهورې فلمي ستورې انجلینا جولي وکیل ویلي چې هغې له خپل میړه براډ پیټ نه د جلا کېدو لپاره دوسیه ثبت کړې ده.
شاهد اپریدی سره د لوبې ډګر پر ځای میلمستیا کې په مخه ښه کېږي
د پاکستان کرېکټ بورډ عملیاتي چارو مشر سبحان احمد اوس ویلي، د سپتمبر په ۲۷ به یوه غونډه کې یوه داسې تګلارې تایید شي، چې له مخې به یې د نړیوال کرېکټ پرېښودونکو لوبغاړو سره په خورا درناوي مخه ښه کېږي.
د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د هوکړه لیک نوې مسوده
یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د هوکړه لیک د نوې مسودې یوه کاپي را استولې ده چې په کې د حکومت له لخوا په کې نژدې لس ژمنې شوي.
۱۶ ولایتونو کې ۲۸ پراختیايي پروژې پلی کېږي
د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له افغاني شرکتونو سره د شاوخوا نهه سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۸ پراختیايي پروژو قراردادونه لاسلیک کړي دي.
شمالي کوریا د راکټ انجن بریالۍ ازموینه وکړه
د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وايي، دغه هیواد د مصنوعي سیارې د توغولو لپاره پر ځمکه د یو نوي راکټ انجن بریالۍ تجربه وکړه. کارپوهان وايي، شمالي کوریا په راتلونکو ورځو کې د اوږد واټنه توغندي تجربه کول غواړي.
سامسنګ څلورو شرکتونو کې خپله ونډه پلوري
د ټکنالوژۍ برخه کې د جنوبي کوریا لوی شرکت سامسنګ ویلي، پر خپلو "اصلي کارونو یې د پام ورټولولو" او پانګې ډېرولو په موخه په څلورو شرکتونو کې خپلې ونډې پلورلې دي.