کشمیر کې پر هندي پوځي اډې برید '۱۷ پوځيان وژلي'
د هند پوځ وايي، د هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې اورپکو د هندي پوځ پر یوې اډې برید کړی چې لږترلږه ۱۷ پوځيان پکې وژل شوي. برید کې څلور بریدګر هم وژل شوي.
'د هند او پاکستان لفظي شخړې تر سیوري لاندې افغانستان'
هندوستان ټايمز په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي، افغانستان د هند او پاکستان د لفظي شخړې تر سيورې لاندې راغلى.
زرګونه امریکایان د موټرچلونې پرمهال 'پوکمون ګو' لوبه کوي
يوه څېړنه ښيي چې په امریکا کې زرګونه کسان د موټرچلونې پرمهال هم پخپل ګرځنده تیلېفون کې پوکمون ګو لوبه کوي.
د ریو پارالمپیک کې ورمېږماتي ایراني لوبغاړي ساه ورکړه
د ریو پارالمپیک سیالیو کې ګډون کوونکي ایراني لوبغاړي بهمن ګلبارنژاد، چې د بایسکل ځغلونې سیالۍ کې تر لوېدو وروسته یې ورمېږ مات شوی و، د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.
د امریکا هوايي برید "د سوریې لسګونه پوځيان وژلي"
د امریکا په مشرۍ ایتلاف منلې چې د سوریې ختیځ کې یې هوايي برید کړی. د روسیې پوځ ویلي، په برید کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې ضد د سوریې ۶۲ پوځيان وژل شوي دي.
نیویارک ښار کې چاودنې ۲۹ کسان ټپیان کړي
د امریکا نیویارک ښار چیلسي سیمې په یوه خځلنۍ کې چاودنې لږترلږه ۲۹ کسان ټپیان کړي دي. عیني شاهدانو ویلي، د منهاټن په چیلسي سیمه کې دا چاودنه "غوږونه کڼوونکې" وه.
له درملو پرته ژور خوب؟
خوب د انسان د روغتيا لپاره ډېر اړين دی او خوب چې څومره د بېغمۍ وي هغومره د انسان د روغتيا لپاره ګټور بلل کېږي. د کارډېف پوهنتون ساينسپوهانو يوه څېړنه کړې چې څرنګه د انسان خوب ښه کېدی شي.
افغانستان: په کور دننه بېځايه شوي
ملگرو ملتونو پر نړیوالو غږ کړی چې د هغو یو میلیون افغانانو د ژغورنې لپاره مرستې زیاتي کړي چې د روان کال تر پایه به په خپل هېواد کې بې برخلیکه گرځي.
سوريه کې پر اوربند پنځه ورځې واوښتې
ملګرې ملتونه وايي د سورېې حکومت په دې کې پاتې راغلی چې د مرستو کاروان ته اجازه ورکړې چې د حلب ختیځ کې هغو سېمو نه تېر شي چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي. دوی وايي لا هم په تمه دي که وکولی شي د حلب کلابند ښار ته اړیني مرستې ورسوي.
کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه
امازون شرکت غواړي د ټکنالوژۍ داسې الې جوړې کړې چې خبرې به هم ورسره کولی شئ. د نورو ډېرو کارونو تر څنګ به یې یو کار دا وي چې د سودا لېست به درته لېکي او د کور د حرارت درجه به مو برابروي.
د يوګانډا يوه بېوزله نجلۍ څه ډول د شطرنج اتله شوه؟
کله چې د ډیزني فلمونو په اړه خبرې کوو نو سملاسې هالیووډ ورسره یادېږي، خو د ډیزني نوی فلم له هالیووډ نه ډېر لرې داسې یوې سېمې کې جوړ شوی چې چا یې تمه هم نه کوله. فلم د کاتوي د ملکې په نامه دی.
کشمير کې ګرځبنديز: د ماشوم جنازې ته زرګونه خلک راغونډ شوي وو
د هندۍ غاړې کشمير په نژدې ټولو برخو کې ګرځبندیز لګول شوی. دا ګام وروسته له هغه واخیستل شو چې په سرینګر کې د ښوونځي د یوه زده کوونکي جسد د مرميو له ټپونو سره وموندل شو.
ویروسونه "د سهار لخوا ډېر خطرناک وي"
دا موندنې، چې پنس خپرونې کې چاپ شوي، ښيي چې ویروسونه هغه وخت ۱۰ ځله ډېر بریالي وي چې د سهار لخوا یو څوک ورباندې اخته شي.
"حکومت له حکمتیار سره په سوله کې خپلمنځي اختلاف نه لري"
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي ګوند سره د سولې په برخه کې د ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ اختلاف نشته. د دې شورا ویاند وايي، ټاکل شوې تر راتلونکو دوو اونیو دا تړون پرېکند شي.
ټرمپ: د کلېنټن ساتونکي بې وسلې کړئ، وګورئ څه پېښیږي
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو جمهوریپال نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلې سیالې هېلري کلېنټن د ساتونکو د بې وسلې کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل "باید وروسته ولیدل شي، چې څه پېښیږي؟"