د شرم په نامه نوې لړۍ: سکس، پت او باج اخیستنه
د بي بي سي یوې څېړنې ومونده چې د شمالي افریقا، منځني ختیځ او سوېلي اسیا په محافظه کارو ټولنو کې زرګونه نجونې د هغوی د شخصي یا د پارونکو انځورونو له کبله د شرم په پلمه ګواښل کېږي.
ولسمشر پوتین: چا سره شخړه نه غواړو خو تاوان هم نشو منلی
د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین وايي د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ادارې سره همکارۍ ته چمتو دی خو ټینګار کوي چې دا همکاري باید مساوي وي. ښاغلی پوتین وايي دوی د ځينو بهرنيو ملګرو د نظر خلاف چې روسیې ته د دښمن په سترګه ګوري، له چا سره لانجه نه غواړي.
جنوبي افريقا کې د اېچ ای وي ضد واکسينو ازمويښتي پړاو پيل شوی
د ډسمبر لومړۍ د اېډز نړيواله ورځ ده. دا اوونۍ په جنوبي افريقا کې د اېچ ای وي ويروس پر ضد د واکسينو ازمويښتي پړوا پيل شو چې مالي لګښت يې د امريکا د روغتيا ملي انستېتوټ پر غاړه اخيستی دی.
د معلوماتو په موندلو او د خلکو په پوهاوي د دې ناروغۍ د خپرېدا مخنيوى ممکن دى
د افغانستان د اېډز د کنټرول اداره وايي د معلوماتو په موندلو او د خلکو په پوهاوي د دې ناروغۍ د خپرېدا مخنيوى ممکن دى
د هوا ککړتیا 'اروپاکې د کال نژدې ۵۰۰ زره خلک بې وخته وژني'
د هوا ککړتیا ' هرکال اروپاکې د۴۶۷،۰۰۰ بې وخته مړینو سبب کېږي'
د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ له اشرف غني وغوښتل بخښنه وغواړي
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) ددغه هېوادې له ولسمشر نه غوښتي چې د افغانستان له رسنیو بخښنه وغواړي. اشرف غني دوه ورځې وړاندې امنیتي ځواکونو ته وینا کې وویل؛ "ټلویزیونونه یوې خواته پرېږدئ، پرېږدئ له هغوی باد ووځي، له تاسو بمونه وځي."
بدخشان کې نیول شوې باښه بېرته ازاد طبیعت ته ستنېږي
د افغانستان شمال ختیځ بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي، هغه باښه چې د عامو منګولو ته لوېدلې وه، بېرته به ازاد طبیعت ته وروګرځوله شي. بدخشان کې د کمیابو مرغانو او ژوو ښکار منع اعلان شوی.
پاکستان: افغانستان کې د سولې لپاره تل رول لوبولو ته تیار یو
په پاکستان کې چارواکي وايي، سره له دې چې له هند سره يې اړیکي ښه نه دي، خو بیا به هم د افغانستان په خاطر یو پلاوی؛د اسیا زړه کنفرانس؛ کې د ګډون لپاره نوي ډېلي ته واستوي.
افغانستان کې تر دوو زرو ډېر کسان په ایډز اخته شوي
افغانستان کې د اېډز د کنټرول مرکز وايي چې د اېډز ۲۰۸۶ پېښې ثبت شوي دي چې ډېرې یې په لويو ولایتونو کې دي. یوازې کابل کې ۹۵ تنه په دې ناروغۍ اخته دي.
د ځمکې تودوخه وروستي برید ته رسېدونکې ده
ساینسپوهان خبرداری ور کوي چې لا ګرمه نړۍ به خورا ډېر کاربون اتموسفیر ته استوي او له امله به یې ډېر خطرناک اقلیمي بدلون رامنځ ته شي.
شافیکوینس لوبډلې الوتکې نسکورېدل: قربانیان، ژوندي وتلي او پاتې لوبغاړي
د برازیل فوټبال لوبډله شافیکوینس په کولمبیا کې د دوشنبې ورځې د الوتکې نسکورېدو وروسته چې ډېر لوبغاړي پکې ووژل شول، وپاشل شوه.
ولسمشر غني د پوځ وژل شوي قومندان جنازه پر خپلو اوږو ولېږدوله
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ظفر ۲۰۷ نمبر قول اردو د وژل شوي قومندان محي الدین غوري د جنازې مراسمو کې له نورو لوړپوړو چارواکو سره ګډون وکړ.
د عکسونو البوم: د الوتکې پېښه: د فوټبال نړۍ غمجنه ده
په کولمبیا کې د الوتکې غورځېدلو له امله د برازیلي لوبغاړو په مړینه د فوټبال نړۍ خواشینې ده او له انځورونو یې هم دا ویر درک کېږي.
'سعودي کې د ښځو ګاډي چلولو بندیز اقتصاد ته زیان رسوي'
د سعودي عربستان یوه شهزاده ولید بن طلال په هېواد کې ښځینه موټر چلوونکو ته د موټر چلولو اجازې غوښتنه کړې، چې وايي دا بندیز سعودي ته له اقتصادي پلوه زیان رسوي.
چین د افغانستان خاورې ته د خپلو ځواکونو ننوتل رد کړل
د چین دفاع وزارت د یوې هندۍ رسنۍ هغه رپوټ رد کړی چې ګواکې ځواکونه یې د افغانستان په خاوره کې ګزمې کوي. چین دا هم وايي، چې په ورستیو کلونو کې یې له افغان ځواکونو سره په سیمه کې ګډه عملیات کړي دي.