ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ملي امنیت شورا 'جعلي استازی' د افغانستان شمال کې چارواکو ته ستاینلیکونه ورکول

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي؛ د افغانستان پوځ په شمالي ولایت بلخ کې یې ځان یې په جعکارۍ سره د ملی امنیت شورا استازی پېژندلی و. په ټولنیزو رسنیو کې د نیول شوي کس انځورونه خپاره شوي چې د شمالي ولایتونو له چارواکو سره د کتنې پرمهال اخستي او دی پکې چارواکو ته ستاینلیکونه ورکوي.

01.12.2016 BBC

هند: د کشمیر مسله د یوې اوږدې مودې جګړه ده

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هند په شمال کې د پوځ قوماندان ډګر جنرال ډي ایس هوډا هغه څرګندونې را اخستې چې ویلي یې دي د کشمیر مسله په اساني نه شي هواریدای.

01.12.2016 BBC

د حلب جګړه کې له ۳۰ زيات ولسي وګړي وژل شوي

د سوريي ځواکونو او متحدينو د بريدونو په ترڅ کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کې لږ ترلږه ۳۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. ويل کېږي يو شمېر له دغو وژل شويو هغه خلک وو چې د وروستيو جګړو له امله تښتېدلي وو.

30.11.2016 BBC

د نايجريا فلمي صنعت

نایجیریا کې د فلمونو سکتور د بدلون په حال کې دی. د ټیټې بودیجې او د لږ لګښت فلمونه لا هم دغلته برلاسي دي خو اوس داسې فلمونه هم جوړېږی چې لوړ کېفیت لري او او ډیر لګښت هم پرې کیږي.

30.11.2016 BBC

ناليدلی فيض اباد

يوه افغان عکاس حکيم علي پور د بدخشان له مرکز فيض اباده دغه عکسونه چې د سفر پر مهال يې اخيستلي ول، را استولي دي.

30.11.2016 BBC

آریانا: منفي خبرې پر ما اغېز کوي، خو پر کار مې نه

د افغانستان وتلې سندرغاړې اریانا سعید له بي بي سي سره په خبرو کې وویل پر خواله رسنیو ګڼو منفي خبرو د دې پر کار کوم اغیز نه دی لرلی. د آریانا سعید په آند ښځې د خپل ښځیتوب لپاره د نرانو پر تله، تر ډېرو بریدونو راځي.

30.11.2016 BBC

اريانا سعيد: پر ټولنيزو رسنيو ښځې ډېرې ځورول کېږي

پر ټولنیزو شبکو ډېروافغان هنرمندانو او پېژندل شويو څېرو ته منفي خبرې کېږي. اريانا سعيد په دې باور ده چې دغه حالت بدل شوى دى خو لا هم ځينې خلک شته چې له بدو خبرو لاس نه اخلي.

30.11.2016 BBC

د خوشال خټک غږيز کتاب - ۳۷ مه برخه

د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.

30.11.2016 BBC

موصل کې د داعش له لوري ځورونې

په داسې حال کې چې د عراق د موصل ښار د بیا نیولو لپاره جګړه سخته شوې، رپوټونه وايي چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې اورپکي دلته ملکي کسان وژني.

30.11.2016 BBC

افغانستان کې اېچ ای وي او اېډز

افغانستان کې د اېډز د کنټرول مرکز وايي چې په تېرو دوو لسيزو کې د اېډز ۲۰۸۶ پېښې ثبت شوي دي چې ډېرې یې په لويو ولایتونو کې دي.

30.11.2016 BBC

د برازيل لوېدلې الوتکه

د برازیل د شپیکوینسي لوبډلې مینه وال دغې ډلې ته د درناوي په پار په لوبغالي کې راټول شوي.

30.11.2016 BBC

د افغانستان د ۱۳۹۶ کال بودیجه ولسي جرګې ته وړاندې شوه

د افغانستان حکومت د ۱۳۹۶ کال د بودیجې طرحه د افغانستان ولسي جرګې ته وړاندې کړه. ددغه هېواد د راتلونکي کال ملي بودیجه ۴۶۶ میلیارده افغانۍ ده. وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال ویلي و چې که سلب صلاحیت شوي وزیران له دندو لرې نشي دوی به بودیجه تصویب نه کړي.

30.11.2016 BBC

بي خوبي برتانیا ته د کال ۴۰ میلیارد پونډه تاوان رسوي

یوه نوې څېړنه وايي، له خوب بې برخې کارکوونکي د برتانیا اقتصاد ته په کال کې څلوېښت میلیارد پونډه زیان اړوي او د مرګ لوی خطر پېښوي.

30.11.2016 BBC

ټرمپ 'سوداګري پرېږدي'، پر ولسمشرۍ تمرکز کوي

ټرمپ وايي، د ولسمشرۍ پر چارو د پام کولو له کبله به خپله 'ټوله سوداګري پرېږدي' او تر ممکنه حده به د ګټو د ټکر مخنیوی وکړي.

30.11.2016 BBC

گارډين: طالبان له مالي کړکېچ سره مخامخ دي

بريتانيا چاپ گارډين ورځپاڼې د طالبانو مالي وضعې ته کتنه کړې او وايي، دغه ډله اوس له مالي کړکېچ سره مخامخ ده. د ورځپاڼې په وينا په دې تړاو د طالبانو غورځنگ له گڼو غړو سره خبرې شوي.

30.11.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more