لندن کې د یوې مغازې ساتونکی د ګمبیا ولسمشر شو
د ګمبیا د ټولواک ولسمشر یحیي جامع ځای ناستی د ملکیتونو سوداګر، اداما بارو شي چې په ټاکنو کې یې تر ۴۵ سلنه ډېرې رایې ګټلي. ښاغلی بارو پخوا لندن کې د یوې لویې مغازې Argos ساتونکی ؤ.
ښځینه کارتون ښکوونکې
په شمالي افریقا او منځني ختیځ کې چې نوی نسل د بیان ازادۍ لپاره حدونه ټېل وهي ښځینه کارتون ښکوونکې خپل نوم باسي. د بي بي سي د سلو ښځو لړۍ لپاره له دوا ال عدل سره وغږېدو. دا مصرۍ ده.
"که اولاد سخت دریځه کېږي مور او پلار ګرم دي"
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې سونا نیلوفر وايي له سخت دریځۍ د اولادونو ساتل د میندو پلرونو مسوولیت دی.
د داعش لیکو کې وژل شوی برتانوی
د هغه بریتانیايي زلمي مور چې زوی یې اسلامي دولت نومې ډلې لپاره جګړه کې ووژل شو وايي هېڅ نه پوهېده چې څه ډول حالت ته ځي.
شرم، د فیسبوک په پېر کې ځورول او ګواښل
په ۲۰۱۱ کال کې پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د ډله ییز جنسي تېري خبر بنګله دېش کې د خبرونو د سر ټکی شو. خو تر سږ کال پورې، پرنیما شیل لاهم پر ټولنیزو رسنیو ځورول کېږي او د شرم په نامه ګواښل کېږي.
د بنګله دېش پرنیما ۱۳ کلنه وه چې جنسي تېری پرې وشو او تر ننه ګواښل کېږي
په ۲۰۱۱ کال، پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د ډله ییز جنسي تېري خبر بنګله دېش کې د خبرونو د سر ټکی شو. خو تر سږ کال پورې، پورنیما شیل لاهم پر خواله رسنیو ځورول کېږي او شرمېږي.
د ګمبیا ولسمشر غوښتل "یو بیلیون" کال واکمن وي خو ټاکنې یې بایلودې
د ګمبیا ټولواک ولسمشر ۵۱ کلن یحیي جامع چې ۲۲ کاله ځواکمن ؤ، د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو کې حېرانوونکې ماته خوړلې. د ګمبیا ټاکنو کې خلکو د رای پاڼې ونه کارولې، دوی په توشلو، مردکیو رایه ورکړه.
زابل کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې خبریالان ټپیان کړل
د افغانستان په سوېل کې امنیتي چارواکو ویلي؛ د سړک غاړې ماین په چاودنه کې درې خبریالان ټپیان شوي دي. خبریالان د دولت ضد وسلوالو پروړاندې د دولتي ګډو ځواکونو د عملیاتو پوښښ لپاره د زابل شمال شهر صفا ته تللي وو.
ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته تللی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د "تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ" کنفرانس کې د ګډون لپاره عربي متحده اماراتو ته تللی دی.
ډونلډ د ایران مخالف نظر لرونکی جنرال دفاع وزارت ته غوره کړ
د امریکا ټاکل شوي ولسمشر په اوهایو ایالت کې د خبرو پرمهال وویل چې متقاعد جنرال جیمز ماټیس یې د دفاع وزارت پوسټ لپاره غوره کړی دی.
ټایمز اف انډیا: کشمير کې د وژل شوي بریدګر پر مټ د افغانستان ټېلفون شمېره لیکل شوې
هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا رپوټ ورکړی چې څیړونکو د هغو وژل شویو کسانو د یوه پر مټ یې د افغانستان ټېلفون نمبر موندلی چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یې پر پوځیانو برید وکړ او اوه تنه پوځيان یې ووژل.
"د سوېلي سودان پروړاندې د نړیوالې ټولنې کوټلي ګامونو اړتیا ده"
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وايي؛ د سوېلي سودان په ټولو سیمو کې لوږه، د کلیو سوځول او جنسي تیری د جګړې د یوې وسلې په توګه کارول شوي دي.
د ډونلډ ټرمپ او نوازشریف "غیررسمي" خبرو پراخ انعکاس موندلی
د پاکستان لخوا خپاره شوي متن له مخې، د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ترمنځ د چهارشنبې ورځې ټېلفوني خبرې "غیر رسمي" وې.
د عکسونو البوم: د باران لپاره دعاګانې
د جنوبي امريکا په بوليويا کې د پخوانۍ کچوا ژبې ويونکو اموتس ډلې په دغه هېواد کې د باران اورېدو په موخه راغونډ شوي او د دعا مراسم يې ترسره کړل.
کوټه کې د اېډز ۴۲۱ پېښې ثبت شوي دي
د ايډز د نړيوالې ورځې په مناسبت د حکومتي خبرپاڼې له مخې دغه پېښې د بلوچستان په دوو ښارونو کوټه او تربت کې ثبت شوې دي. کوټه کې ۴۲۱ او تربت کې ۲۱۶ په دغه ناروغۍ اخته دي.