د افغانستان دولت افغانستان د کورونو پېرلو اوږدې مودې پور پروګرام پیلوي
د ښارجوړونې وزارت ویلي؛ د افغانستان مرکزي بانک، ملي بانک او د مالیې وزارت سره په همکارۍ هڅه کوي ددغه هېواد خلکو ته د کورونو اخستو لپاره د اوږدې مودې پور ورکړې اسانتیا برابره کړي. د چارواکو په وینا، اوسمهال په ټول افغانستان کې دوه میلیونه کورونو ته اړتیا ده.
د افغانستان ولسي جرګې سوېډن سره د کډوالو په تړاو تفاهملیک رد کړ
د افغانستان ولسي جرګې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت او د سوېډن حکومت ترمنځ شوی تفاهمیک رد کړ. ولسي جرګې دا تفاهم د افغانستان د اساسي قانون او نړیوالو کنوانسیونونو خلاف وباله.
د داعش له منګولو تښتېدلي نیم ژواندي ماشومان
له تېرو څه باندې شپږو اونیو راهیسې د موصل د جګړې له پیلېدو راپدېخوا، له ښاره تر ۷۰ زرو ډېر ولسي وګړي وتلي. ګڼې کورنۍ د "حسن شام" په نامه کمپ کې دېره شوې. د بي بي سي انا فوسټر د کډوالو ستونزو ته لنډه کتنه کړې ده.
فوټبال نړۍ له وژل شویو برازیلي لوبغاړو سره خواخوږي ښیي
په نړۍ کې د فوټبال لوبډلې او مینوال د برازیل له هغه کلب سره خواخوږي ښيي، چې لوبغاړي یې د الوتکې په غورځېدلو کې مړه شول. دا لوبډله د سوېلي امریکا پایلوبه کې د ګډون لپاره کولمبیا ته روانه وه.
د ټرمپ بریالیتوب سره له کرکې راپورته شویو جرمونو 'ډېروالی'
امریکا کې د مدني حقونو یوه وتلې ډله وایي؛ د ډونلډ ټرمپ تر بریالیتوب وروسته یې د ځورونې ۹۰۰ پېښې ثبتې کړې دي. "سوېل کې د بېوزلۍ حقوقي مرکز" ویلي؛ "کوم څه چې پېښېږي ښاغلی ټرمپ یې باید مسوولیت ومني او کرکه او تعصب په کلکه رد کړي."
د هند پوځ پر پوسته بريد کې اووه پوځيان وژل شوي
د هند تر ولکې لاندې کشمير د جنوبي برخې په جمو کې د هند پوځ پر يوې پوستې د وسله والو بريد کې د دوو پوځي افسرانو په ګډون اووه تنه پوځيان وژل شوي دي. دا په تېرو دوو مياشتو کې د هند پوځ پر پوستو درېيم لوی بريد ګڼل دی
مړاوي شوي مرجان
یوه نوې څېړنه وايي د استراليا د مرجاني ډبرو لویه سمندري سیمه له ګواښ سره مخامخ ده. د اوبو د تودوخې لوړې درجې دوه پر درېیمه برخه مرجان وژلي دي.
د اوکراين هنرمند
اوکراین کې یو متقاعد کس ۱۵ کاله لګیا و چې خپل کور په خپله خوښه سينگار کړي.
افغان صنعت
افغانستان او ترکمنستان د اورگاډي پټلۍ پرانیستله. دا گام افغان سوداگر د سوداگرۍ لپاره مهم بولي. خو د صنعت په برخه کې دوى په دې نظر دي چې لا هم ډېرې ستونزې شته.
جرمني کې افغان کډوال ماشوم له انګلا مېرکل مننه وکړه
يوه افغان ماشوم جرمني کې د کډوالو په تړاو د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل مننه وکړه او د نوموړې د کرېسټين ډيموکراتانو د پلویانو پر وړاندې يې وژل.
امريکا کې پر پوهنتون بريد
د امریکا په اوهایو کې د مسلمانانو مشرانو هغه برید غندلی دی چې یوه سوماليایي الاصله زده کوونکي وکړ.
د چورلکې لوېدو کې د قول اردو یو قومندان وژل شوی
چارواکي وايي د ۲۰۷ نمبر قول اردو قومندان جنرال محي الدین غوري د چورلکې لوېدو له امله وژل شوی.
طالبان: د افغانستان لویو پراختیايي پروژو ملاتړ او ساتنه کوو
افغان طالبانو په لومړي ځل د یوې خبرپاڼې له لارې د ملي پراختیايي پروژو د ملاتړ او ساتنې ژمنه کړې ده. طالبان وايي، د ټاپي، کاسا ۱۰۰۰، د مس عینک، اورګاډي پټلۍ او برېښنا د لویو پروژو ملاتړ به کوي.
د تبعیض او پوهې ضد احساساتو په وړاندې مبارزې مېرمنې
د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته کابو لس زره هغو ښځو چې په پوهنیزو برخو کې کار کوي د يوه پرانیستي ليک په لاسلیکولو سره ژمنه کړې چې له توپیري چلند(تبعیض) او د " پوهې ضد احساساتو" سره به مبارزه وکړي.
د ښځینه پولیسو تشکیل ۵۰۰۰، خو یوازې ۲۸۰۰ پکې کار کوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د مناسب کاري چاپېریال د نشتوالي او په افغان ټولنه کې د ځینو دودونو له کبله د ۵۰۰۰ زره ښځینه پولیسو په تشکیل کې یوازې ۲۸۰۰ پولیسانې د وزارت په چوکاټ کې کار کوي.