داعش جنګیالي له تدمر لرغوني ښار نه 'ویستل شوي'
د روسیې دفاع وزارت وایي؛ د سوریې پوځ د روسیې جنګي الوتکو په هوایي ملاتړ توانېدلی د تدمُر پر تاریخي ښار د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې اورپکو بریدونه په شا وتمبوي.
د عکسونو البوم: د روانې میاشتې له ۲ تر ۸
د رواني ډیسمبر میاشتې له ۲ تر ۸ د افریقا د مختلفو هېوادونو د انځورونو غوچاڼ
د کوه نور الماس شپږ افسانې
کوه نور د نړۍ یو خورا جنجالي الماس دی. دا الماس د پېړیو په پوړیو کې د سازش او یرغل پر مهال د مغول پاچایانو، ایراني جنګیالیو، افغان واکمنانو او پنجابي مهراجانو ترمنځ لاس په لاس شوی دی.
اشرف غني له مخالفینو وغوښتل د سولې بهیر سره یوځای شي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلام پیغمبر د زوکړې ورځې په مناسبت غونډې کې مخالفو وسله والو ته خطاب کې وویل؛ په دې کې خیر نشته چې هېواد یې په کنډوالې واوړي او له هغوی یې وغوښتل چې د سولې خبرو ته کیني.
واشنګټن پوسټ: ټرمپ ښایي د یوه مخابراتي شرکت پخوانی رییس د بهرنیو چارو وزیر وټاکي
امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي؛ د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښایي د یوې مخابراتي کمپنۍ پخوانی رییس د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکي.
د یمن په عدن کې ځانمرګي برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
د یمن په بندري ښار عدن کې چارواکي وایي، په یوه پوځي مرکز کې د ځانمرګي برید له امله ۴۵ پوځیان وژل شوي او ۵۰ ټپیان دي. اسلامي دولت نومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.
کهر: پاکستان د ولسمشر غني لخوا ورکړل شوې موقع له لاسه ورکړې
د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره حنا رباني کهر وايي، کله چې افغان ولسمشر اشرف واک ته ورسېد نوموړي د ځینو مخالفتونو سره سره ډېره هڅه وکړه چې پاکستان سره نژدې اړیکې ولري خو پاکستان هغه موقع له لاسه ورکړه.
لندن کې ډاکترانو پر ډيزلي موټرو د بنديز غوښتنه کړې
په لندن کې یو شمېر طبي کار کوونکو پر ښاروال صادق خان غږ کړی چې په دې ښار کې دې پر ډېزلي موټر بشپړ بندیز ولګوي. لندن د اروپا د هغو ښارونو په لېست کې دی چې تر ټولو چټله هوا لري.
استانبول کې يوه لوبغالي ته نژدې چاودنه شوې
ترکي رسنۍ او عيني شاهدان وايي د استانبول په بشيکتاش لوبغالي کې لږ ترلږه يوه چاودنه شوې ده.راپورونه وايي په دغه پېښه کې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي دي چې د امبولانسونو په واسطه روغتونونو ته لېږدولو کېږي.
له چاړو پرته د مغزو عمليات
له چاړو پرته يا پر وړانګو د مغز عملیات خو به مو کله نه وي اورېدلي. د لندن په یوه روغتون کې ډاکترانو د مغز ښه دننه عملیات وکړل خو هېڅ چړې یې و نه کارولې، یوازې برېښنايي وړانګې یې کارولې.
د افغان ښځينه پوله ساتو پوليسو حال
د افغانستان په پوله ساتو ځواکونو کې شاوخوا ۲۰۰ ښځې په دندو بوختې دي. چارواکي وايي ۵۰۰ ښځو ته په تشکیل کې ځای شته خو پر پولو د دوی د اوسېدو لپاره شرایط لا نه دي برابر.
د امريکا پر ټاکنو د روسيې د اغېز اندېښنې
رپوټونه وايي امریکا کې استخباراتي ادارې دې پایلې ته رسېدلې چې روسیې د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې مداخله کړې وه چې له جمهوري پال ډونلډ ټرمپ سره مرسته وشي چې دغه ټاکنې وګټي.
د کونړ د ښوونځيو حال
د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې چارواکي وايي ډېر داسې ښوونځي شته چې د ودانیو د جوړولو کار یې په نیم کې پاتې دی ځکه قراردادیان یې تښتېدلي دي.
هند کې د ماشوم تښتونکو کړۍ
هند کې پولیسو د درو نوو زېږېدلو ماشومانو په ګډون ۱۳ نور کوچنیان د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلي دي. په دې تړاو ۲۰ کسان هم نیول شوي دي.
کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه
که مغازې ته له ننوتلو سره، سودا را واخلئ او وځئ پیسې به دې اوتومات ورکول کېږي. د جراحۍ نوې او ډېره جالبه آله جوړه شوې. اوډي شرکت نوي ماډل موټرو کې ډېرې نوې اسانتیاوې لري.