ښځې په کمپيوټري لوبو کې د جنسي تمایل له ګواښونو سره مخامخ دي
ډېرې کمې ښځې د مسلکي لوبو کولو نړۍ ته ننوځي، او ډېر کله له مخامخ ځورونې او د جنډر له اړخه له اذیت سره مخامخېږي. دوو لویو ښځینه لوبو کوونکو له بی بي سي سره په دې اړه خبرې کړې، چې څرنګه دوی له تبعیض سره مبارزه کوي او نورې ښځې هم دغه رول لوبو ته هڅوي.
د باميانو د بودا يوه مجسمه رغول کېږي
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي پرېکړه يې کړې چې د بودا ۳۸ متره مجسمه بيا ورغوي. بله هغه يې چې ۵۵ متره جګوالی لري په خپل حال به پاتې شي خو شاوخوا سيمه به يې جوړېږي.
د یعقوب پسونه خپل "کور ته ستنېږي"
یو سل او ۱۹ پسونه چې د نسل لرغونتوب یې د یعقوب پیغمبر دورې ته رسېږي له کاناډا نه اسراییلو ته ولېږدول شول.
جمرود کې ۱۱۰ لرغوني ځایونه موندل شوي
د پاکستان قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ په جمرود سیمه کې نژدې ۱۱۰ لرغوني ځایونه موندل شوي چې د ځینو لرغونتوب یې ۳۰ زرو کلونو ته رسېږي.
واشنګټن پوسټ: روسیې د ټرمپ بریالیتوب سربېره نور څه هم غوښتل
امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې چې عنوان یې دی "د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی اې پټې ارزونې ښيي چې روسیې غوښتل ټرمپ په ټاکنو کې بریالی شي" ویلي؛ یواځې د ټرمپ بریالیتوب د روسیې هدف نه و بلکې غوښتل یې د امریکا ټاکنیز نظام زیانمن کړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی: د حلب بهر به سوریه کې جګړه دوام ولري
د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي؛ که څه هم د سوریې دولتي ځواکونو د حلب ښار ختیځې برخې جګړه نژدې ګټلې وي، خو ددغه هېواد جګړه لا پایته نه ده رسېدلې.
پر افغان پولیسو د دود سیوری، ۱۱۵ سړي خو یوه پوله ساتې پولیسه
د افغانستان په پوله ساتو ځواکونو کې شاوخوا ۲۰۰ ښځې په دندو بوختې دي. چارواکي وايي پنځه سوه ښځو ته د دوی په تشکیل کې ځای شته خو پر پولو د دوی د اوسېدو لپاره شرایط لا نه دي برابر.
د یمن جګړې کې د وسلو پر کمپنیو نیوکې
په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف له امله د وسلو پلورولو پر لودېځو کمپنیو نیوکې ډېرې شوي دي.
د افغان ښځينه پولیسو پر وړاندې ننګونې
افغانستان ښايي په نړۍ کې پولیسو لپاره تر ټولو خطرناک ځای وي. روانه نا امني، نیمې اسانتیاوې او خپله ټولنه، خطر یوازې سړو ته نه دی.
د مرغانو ورکېدو ته د ځواب موندلو په لټه کې
د مرغانو ورکېدو ته د ځواب موندلو په لټه کې
لوبې
برازیل کې د ښځینه فوټبال لوبغاړو ستونزې، افغانستان کې یوګا او د کرېکټ او فوټبال ګن نور خبرونه او رپوټونه د لوبو په خپرونه کې.
برازیل کې د ښځو او سړو د فوټبال ترمنځ توپیر
مارتا ويېرا ډېسېلوا، د روان کال په اولمپيک لوبو کې د برازیل د ښځو فوټبال لوبډلې مشره وه.
یوګا په کابل کې
یوګا پېژنئ؟ ډېره یې خلک په جنوبي اسیا هېوادونو کې کوي
کرېکټ: راشد ارمان د انګلستان لاینز لوبډلې اته لوبغاړي وسوځول
متحده عربي اماراتو کې د افغان کرېکټ لوبډلې او انګلستان لاینز تر منځ څلور ورځنۍ لوبه کې توپ اچوونکي راشد ارمان نن اته کسان وسوځول.
کابل کې د روسیې سفیر: د خپلو خلکو خوندیتوب لپاره له طالبانو سره اړیکي لرو
افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر ماتیڅکي وايي دا یوازې دوی نه دي چې له طالبانو سره اړیکي لري، بلکې امریکا، بریتانیا، جرمني، چین، پاکستان، ایران ، سعودي عربستان او نور هېوادونه هم له طالبانو سره اړیکي لري.