د جعلي خبرونو له امله د پاکستان دفاع وزیر اسراییل په اټومبم وګواښه
کله کله د درواغو خبر څومره اغېز ناک شي، درې اونۍ وړاندې په واشنګټن کې یو کس د جعلي خبر په غبرګون کې په پیزا هوټل کې ډزې وکړې.
والیبال: افغانستان اسیايي لوبو کې څلورځلې ماتې وخوړه
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې په اسیايي لوبو کې پرله پسې له بنګله دېش، قرغیزستان، نیپال او مالدیو څخه ماتې وخوړې او ددغو لوبو له لړۍ ووتله.
ګارډین: که ټرمپ خپلې ژمنې پلې کړي د نړیوال قانون او بشري حقونو اصول به مات کړي
ګارډین د امریکا د نوي ولسمشر په اړه یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې تاریخ لیکوال به ۲۰۱۶ کال ته د بدلون د کال په سترګه وګوري او د دغه کال تر ټولو لویه پيښه د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریالیتوب دی.
هلمند کې ځانمرګي برید پولیس په نښه کړي
د افغانستان سوېلي هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، نهر سراج ولسوالۍ ته د عملیاتو په پار د لارې په اوږدو کې پر پولیسو یو موټربم ځانمرګی برید شوی چې یو پولیس پکې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د نیلوفر رحماني پنا غوښتنې ته پراخ غبرګون
د افغانستان د هوايي ځواکونو ځوانې پیلوټې په امریکا کې پنا غوښتې. دې پرېکړې ته یې په خواله رسنیو کې رنګارنګ غبرګون ښودل شوی دی.
ملي امنیت کابل کې د وسله والو غلو یوه ډله نیولې
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، کابل ښار کې یې د وسله والو غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده چې د ملي امنیت، پولیسو او څارنوالۍ له نامه په ګټې اخیستو یې کابل ښار کې وسله والې غلاوې کولې.
بریتانیایی سندرغاړی جورج مایکل د ۵۳ کلونو په عمر مړ شوی
په نړیواله کچه پېژندل شوی پاپ بریتانیایی سندرغاړی جورج مایکل د ۵۳ کلونو په عمر په خپل کور کې مړ شوی دی. نوموړی د تېرې پېړۍ اتیایمه لسیزه کې ډېر وځلېده.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۳۷ کاله
نن د جدي/مرغومي شپږمه له هغې ورځې سره برابره ده چې نژدې ۳۷ کاله مخکې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان برید وکړ او دا هېواد یې د جګړې په ډګر بدل کړ. د دې برید په پایله کې په افغانستان کې میلیونونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله او په میلیونونو نورو هېواد پرېښود.
د اقتصاد له نړۍ
د اقتصاد له نړۍ دې اوونيزه خپرونه کې د سيمې او نړۍ په اړه بېلابېل راپورونه او مطالب درته لرو.
د جګړې ماشومه
د ۲۰۱۶ کال اوږدو کې مو د سوریې ملکي وګړو په اړه خورا ډېرې کيسې واورېدې، چې د جګړې وحشتونو او ويجاړيو کې ګېر شوي وو.
افغانستان کې د زعفرانو کرکيله دوه نيم برابره زياته شوې
افغانستان كې شمېرې ښيي چې سږ کال دغه هېواد کې د زعفرانو کرکیله له زرو هکتارو نژدې درې زره هکتاره مځکې ته لوړه شوې چې د تېر کال پرتله دوه نيم برابره زیاتوالی ښيي.
کابل کې د ښځو لپاره د لامبو ځای
افغانستان کې په تېره یوه نیمه لسیزه کې مېرمنو لپاره د ډېرو نورو کاري فرصتونو ترڅنګ نورې بوختیاوې هم په زياتېدو دي.
د روسيې لوېدلې الوتکې ټولې سپرلۍ وژل شوې
د روسيې ولسمشر د هغې پوځۍ الوتکې د لوېدو پېښې په اړه د پلټنې امر کړی، چې تور سمندرګي کې پرېوتې ده.
روان کال د بلوچستان ځانمرګو بريدونو کې زياتوالی راغلی
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د ۲۰۱۵ کال پرتله روان کال نه دا چې په ځانمرګو بريدونو کې زياتوالی راغلی بلکې په دې موده کې د مرګژوبلې شمېر هم ډېر شوی دی.
د افغانستان مشرانو جرګې د ماشومانو او ښځو د ځورولو مخنيوي قانون تایید کړ
د افغانستان د مشرانو جرګې د ماشومانو او ښځو د نه ځورولو قانون نن يکشنبې (۲۵ ډسمبر) په لږ بدلون سره تاييد کړ. دغه قانون شاوخوا یوه میاشت مخکې د ولسي جرګې له خوا په دریو فصلونو او نهو مادو کې تصویب شوی و.