ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د افغانستان ولسي جرګې غړی فکوري بهشتي چاودنه کې ټپي شوی

د افغانستان په پارلمان کې د بامیان د خلکو استازی سید جمال الدین فکوري بهشتي نن سهار په کابل کې په یوې چاودنه کې ټپي شوی دی.

28.12.2016 BBC

سویلي اسیا فوټبال سیالۍ: د هند پر وړاندې د افغان ښځینه لوبډلې درنه ماتې

د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې د سویلي اسیا فوټبال سیالیو پیل له درنې ماتې سره وکړ.

27.12.2016 BBC

''ټرمپ دې د نیلوفر رحماني د پناه غوښتنې پر موضوع غور وکړي''

د افغان پیلوټې نیلوفر رحماني مدافع وکیلې د متحده ایالتونو له ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غوښتي، چې د موکلې د پناه غوښتنلیک ارزونه یې وکړي.

27.12.2016 BBC

مسکو غونډه: د بندیزونه له نوملړه د یو شمېر طالبانو نومونو ایستلو ته چمتوالی کېږي

د روسیې پلازمېنې مسکو په درې اړخیزه غونډه کې، چې روسیه، چین او پاکستان په کې ګډون لري، چمتووالی ښوول شوی، چې افغانستان کې د سولې او ټیکاو په موخه د طالبانو ځینې نومونه د بندیزونو له نوملړه وایستل شي.

27.12.2016 BBC

مشرانو جرګې امنیتي مسوولین عمومي غونډې ته غوښتي وو

د افغانستان مشرانو جرګې ځینې غړي وايي، همدا اوس د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې جګړه روانه ده، خو بل لور ته امنیتي چارواکي وايي، د حکومت مخالفانو ته یې د تېر کال اوږدو کې درانه تلفات اړولي او هغوی نه دي توانیدلي خپلو هدفونو ته ورسېږي.

27.12.2016 BBC

پاکستان کې د مرغانو ښکار

د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې هر کال ډېری مرغۍ ښکار کېږي. تر ډېره ښکار هغه کسان کوي چې له بهره په ځانګړې توګه له عربي هېوادونو ورځي خو په اوس اوس کې ځايي پاکستانیانو هم دام ورته ایښی دی.

27.12.2016 BBC

بريتانيا کې بې کوري

په بریتانیا کې د بې کوره کسانو یوه سروې ښيي چې د عادي ولس پرتله هغه چې په بیدیا شپې ورځې سبا کوي ښايي ۱۷ واره ډېر د جرمونو ښکار شي.

27.12.2016 BBC

د انرژۍ د توليد نوې لار

په هانګ کانګ کې د خځلو په یوه بټۍ کې حمام پرانیستل شوی دی. حمام دلته د خلکو له فضله توکو برېښنا تولیدوي.

27.12.2016 BBC

زرداد: افغان جهادي مشرانو وطن ته خدمت نه دی کړی

د مجاهدينو يوه پخواني قومندان زرداد فريادي له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، "افغان جهادي مشرانو وطن ته خدمت نه دی کړی او دا د ځور وړ خبره ده."

27.12.2016 BBC

د رومانیا ولسمشر د لومړي وزارت لپاره مسلمانه کاندیده سیفیل شایده رد کړه

سیفیل شایده به د رومانیا لومړۍ ښځینه او مسلمانه لومړۍ وزیره وای، خو ولسمشر یوهانیس د هغې ردولو پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

27.12.2016 BBC

۱۰۰ ښځې: زه "یوه تسلیم شوې ښځه"یم

کلیفورنیايۍ کیټي مورې وايي د خپل مېړه له کنټرولولو څخه د لاس اخیستو له لارې يې خپل ګډ ژوند وژغوره.

27.12.2016 BBC

له روسیې سره د طالبانو اړیکه؛ بله 'ستره لوبه' پیلېږي؟

روسیه، چین او پاکستان د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د سولې او ټیکاو او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو په مسکو کې جرګه شوي.

27.12.2016 BBC

د خوشال خټک غږيز کتاب - ۴۱ مه برخه

د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.

27.12.2016 BBC

د لوېدلې روسۍ پوځي الوتکې تور بکس موندل شوی

د روسیې دفاع وزارت ویلي، د تېرې یکشنبې په ورځ د لوېدلې روسۍ پوځي الوتکې تور بکس موندل شوی. الوتکه کې ۹۲ کسان سوریه کې د روسیې هوايي اډې ته روان وو چې له الوتلو ۲۰ دقیقې وروسته ولوېده.

27.12.2016 BBC

د پاکستان پنجاب کې زهري شرابو ۲۶ کسان وژلي

د پاکستان د پنجاب ایالت په ټوبه ټیک سینګ کې د زهري شرانو د څښلو له امله ۲۶ کسان وژل شوي دي. ۴۰ کسان ځايي روغتون ته لېږدول شوي او درملنه یې روانه ده.

27.12.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more