BBC
 شاته

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۳۷ کاله

نن د جدي/مرغومي شپږمه له هغې ورځې سره برابره ده چې نژدې ۳۷ کاله مخکې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان برید وکړ او دا هېواد یې د جګړې په ډګر بدل کړ. د دې برید په پایله کې په افغانستان کې میلیونونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله او په میلیونونو نورو هېواد پرېښود.