داستان څه دی او څنګه ليکل کيږي افسانه، نکل . کيسه او داستان داستاني قالبونه اعترافات يا داستاني شرحه
د داستان ځيني تعريفونه د داستان موضوع د داستان طرحه په داستان کې د شخصيت عنصر
په داستان کې خبرې اترې په داستان کې د ليد زاويه نور ټکي  
په داستان كې د ليد زاويه

ليدلورى، يا هم د ليد زاويه داسې موضوع ده، چې ليكوال يې د خپل داستان د روايت لپاره خپلوي. ليدلورى، د نظر نقطه هم ژباړل كېږي، چې په حقيقت كې د داستان له ليكنې سره د ليكوال اړيكه ښيي.
هغه ټكى چې داستان ليكونكى په كې درېږي او له هماغه ځايه د پېښو نندارې ته كښېني او لوستونكو ته يې هم ورښيي، ځكه ډېر ارزښت لري، چې داستان ليكونكى بايد له هماغه پيله وپوهېږي او تصميم ونيسي، چې د داستان روايت كوونكى څه ووايي او څنګه روايت وكړي. په دې توګه به هغه څه، چې د داستان په بهر كې يې راوړي، استوار، ښكلى او د منلو وړ وي.
په طبيعي ډول، كه څو كسان له بېلابېلو زاويو او ځايونو څخه يوې منظرې ته ځير شي، نو بېلابېل صفتونه او خبرې به وكړي، هر كس چې يوڅه وويني، يا ورسره مخ شي، يو ځانګړى قضاوت كوي.
په همدې توګه كه د داستان روايت كوونكى، د داستان له اتلانو څخه وي، يا دا چې ليكوال په خپله په لوړ ځاى كې ودرېږي او د حالاتو بيانول پرغاړه واخلي، د ليدلوري بېلابېلې زاويې به رامنځته شي. نو پر دې بنسټ د ليد زاويه يانې "څوك يو داستان ووايي" او "دا داستان څنګه وويل شي؟" په ټوليز (كلي) ډول هر "ليدلورى- ديدګاه" د دې لامل كېږي، چې ليكوال خپلو اومه (خامو) توكو (موادو) ته انسجام، هماهنګي او يووالى وبخښي. دغه راز له داستان او بيا لوستونكو سره خپله اړيكه ټينګه كړي.
د ليد زاويه په حقيقت كې د يوې ځانګړې تګلارې خپلول دي، چې ليكوال هڅوي مواد، مصالح، مانا او د داستان پيام لوستونكو ته ورولېږدوي او په دې توګه له هغه سره خپل اړيكي ټينګ كړي.
نو، كه ليكوال نه پوهېږي چې د داستان روايت چا ته ورسپاري او خپله دى، يا بل څوك څنګه د داستان روايت وكړي، له شك پرته چې په خپله موخه كې به پاته راځي.
په بله مانا، ويلاى شو: د هرې موضوع حق هغه وخت په ښه توګه ادا كېږي، چې ليكوال تر ټولو غوره ليدلورى وټاكي او ليكوال په هوښيارانه او ماهرانه ډول د خپل داستان زړي وټاكي.
د ليد زاويه په دوديز ډول په لنډو داستانونو كې زياته ثابت پاتېږي، خو په اوږدو داستانونو كې د ليكوال خوښه ده، چې هره برخه له يوه بېل ليدلوري څخه رامنځته كړي.

د ليد د زاويې ډولونه:
لكه څنګه چې د ليد زاويه د داستان د نورو عناصرو غوندې خپل اغېز لري، د غوره ليد زاويې ټاكل هم خپل ارزښت لري.
ځكه چې د داستان ډلبندي ورپورې تړلې ده. د ځانګړي ليد د زاويې د ټاكلو لپاره تصميم نيول بايد له دغو پوښتنو سره مل وي:
 څوك غواړي چې داستان ووايي؟
 دغه كس تر كومه حده حق لري، چې پر مسايلو وپوهېږي؟
 د داستان ليكوال بايد تر كومه حده د خپل داستان د شخصيتونو دروني دنيا ته وګوري او تر كومه بريده يې احساسات او فكرونه ولولي او څرګند يې كړي؟
دغه وړ پوښتنو ته ځواب وركول، له ليكوال سره د ليد د غوره زاويې په ټاكنه كې مرسته كوي.
خو د داستان ليكنې په وخت كې بايد د داستان ټول اړخونه او مسايل په پام كې ونيول شي. دغه داستان كه په هر قالب او له هر ليدلوري څخه وليكل شي، يو غوره داستان به وي. خو د داستان لپاره ځانګړى ليدلورى او د ليد زاويې شته، چې تر ټولو ارزښتمن يې دا دي:
د شخص (روايت كوونكي) د ليد لومړۍ زاويه.
د درېيم يا (پر ټولو شيانو د پوه كس) ليد زاويه.

د لومړي شخص د ليد زاويه:
په دې برخه كې داستان د اصلي كس يا يوه فرعي شخصيت له خوا ويل كېږي. ته وا ليكوال، د كوم شخصيت په بدن كې دى او د لوستونكي له سترګو او د دغه شخصيت له خولې دغه داستان وايي. دغه كس، پر ځان ټول واكمن احساسات، دغه راز د داستان د اتلانو، ټول فكرونه، چلند او انګېزې، وېره او هيلې په ژور ډول خپلو لوستونكو ته ورلېږدوي.
د ليد دغه زاويه د داستان د ويلو لپاره تر ټولو غوره ده، ځكه د ليد يوه ځواكمنه او طبيعي زاويه ده، ځكه چې خپله عيني شاهد وي، لوستونكى له ځان سره ملګرى كوي او پېښو ته يې بيايي. په پېښو كې د لوستونكو دغه ګډون د هغوى د باور ځواك لا زياتوي.
بايد پام وساتو، چې لومړنى روايت كوونكى كه هرڅوك وي، داسې كس دى، چې عادي دى او د پوهې دايره يې هم د نورو عادي كسانو د پوهې او خبرتياوو په كچه كوي، دغه كس اټكل كولاى شي او د ځينو مسايلو استنباط يې هم له وسه پوره دى.
د ليد په دې ډول زاويه كې، په پېښو كې د روايت كوونكي د ګډون له كبله، لوستونكو ته د پېښو منل او اغېز زياتېږي او د داستان منل اسانوي. له همدې كبله د داستان د ذات خوښونې مسله هم صميمانه او اغېزناكه كوي.
دغه راز په لومړۍ شېوه كې، د داستان ارتباط او اړيكي په اسانۍ سره ټينګېږي. په داستان كې په اسانۍ سره وحدت او هماهنګي رامنځته كېږي او په پايله كې لوستونكي د مطالبو ژورو ته ځي.
پر دغو ښېګڼو سربېره، دغه ډول (شېوه) ځينې نيمګړتياوې هم لري. يوه دا چې روايت كوونكى د ځان په اړه ډېر څه وايي، خو د نورو په اړه لږ. د ځان دننه ويني، د نورو بهرنى وجود. يانې تل د نورو كسانو د دننه او بهر په اړه لوستونكو ته وينا كوي. هغه د شخصيتونو په حضور كې د هغوى د خبرو په اورېدو او د كړنو په كتو سره كولاى شي د هغوى د كارونو، يا هم د هغوى د فكرونو په اړه څه ووايي. دغه راز روايت كوونكى نه توانېږي، چې په نېغ ډول خپلې مثبتې ځانګړنې بيان كړي، يا هم په وړ چلند يا وينا سره دغه ځانګړنې څرګندې كړي.
د روايت كوونكي ډېرې خبرې او د داستان د شخصيتونو په جوړونه كې ناكامي هم پر دغو ځانګړنو زياتولاى شو.

د درېيم كس د ليد زاويه:
د درېيم كس يا د پوره پوه كس د ليد په زاويه كې ليكوال ځان د داستان له فضا څخه بهر باسي او له هماغه د باندې نه خپلو لوستونكو ته د ټولو پېښو او بهيرونو ګزارش وركوي.
په درېيمه شېوه كې ليكوال د داستان له فضا څخه يو بهرنى كس او ځان ته يو پټ او وړ ځاى ټاكي، چې له هغه ځاى څخه د پېښو او صحنو صفتونه كوي. په دې وخت كې ليكوال له پراخې پوهې او ډېرو نورو ځانګړنو څخه برخمن دى. هغه واك لري، چې هرځاى وغواړي، لاړ شي او هر وخت چې يې زړه وي، د اتلانو له فكرونو، احساساتو او نيتونو څخه خبر شي او خپل لوستونكي هم ترې خبر كړي. هغه كولاى شي چې د وخت په ژورو كې وړاندې وروسته لاړ شي، څېړنه او كتنه وكړي او د خپلو اتلانو په ذهن كې ژور شي. ليكوال دغه راز كولاى شي د خپلو تېزبينو سترګو په مرسته او د صحنه جوړونې له ځواك څخه په كار اخيستو په خپله خوښه د پېښو ټولګې سره واوډي او لنډيز يې د خپل استنباط له مخې لوستونكو ته وړاندې كړي.
د شخص درېيمه طريقه، ساده، جوړوونكې او اغېزناكه وي، ځكه په دې طريقه كې له ليكوال څخه څه پټ نه دي، په دې طريقه كې له پېښو ډك داستانونه غوره خېژي، په دې ليدلوري كې شخصيت جوړونه اسانه ده، چې صحنې هم په اسانۍ سره بدلېدى رابدلېدى شي.
كله چې د داستان روايت كوونكى له بهر څخه صحنو او شخصيتونو ته ګوري او د بشپړ پوه په توګه د اتلانو خبرو، كړنو او د داستان د پېښو كتونكى دى، نو كولاى شي د اړتيا له مخې هر وخت خپل ځاى بدل كړي او له كوم بل ځاى څخه خپلې كتنې ته دوام وركړي. دغه راز په پوره توګه هڅه كوي، چې هېڅ شى يې هم له سترګو څخه پټ پاته نه شي.
خو بيا هم د ليد دغه زاويه له نيمګړتيا څخه بې برخې نه ده. د ساري په توګه لوستونكى له شخصيتونو څخه لږه فاصله اخلي او هغه اړيكه چې د لومړي كس په ليد كې شته، دلته نه مومي، دغه راز دغه طريقه د ليكوال له كړنو، موخېراتپلو او تعصب څخه خوندي نه شي پاتې كېدى. دغه راز ليكوال هم، رويات كوونكى د پېښو له دايرې څخه د ليرېوالي له كبله له اتلانو او پېښو څخه خپل پيوستون او د يووالي احساس له لاسه وركوي، چې له صميميت يو او وړ يورنګي څخه نه برخمن كېږي.

نور ليدلوري:
د لومړي او درېيم كس د ليد پر زاويې سربېره، نور ليدلوري هم شته، چې دلته به يې ځينو ته اشاره وكړو.
 كله چې يو كس روايت كوي، نو د داستان اتل د ذهن په ناخوداګاه دنيا كې يون كوي، چې ځينې خاطرې يادوي، كله هم له ځان سره خبرې پيلوي. په هغو داستانونو كې چې په دې ډول ليكل كېږي، چاپېريال لږ رنګ لري او ډېر نه ستايل كېږي. ويلاى شو چې په دې ډول (شېوه) كې ډېر فرعي داستانونه سره تړل كېږي.
 په هغه شېوه كې چې يو كس روايت كوي، ليكوال يو كس مخاطبوي او ورسره غږېږي. دغه مخاطب شخصيت كېدى شي يا رښتيني اتلان وي، يا هم نه وي. په دې ډول كې ليكوال يوازې نكلچي دى او په خپله په داستان كې ونډه نه لري. يا هم اتل او ليكوال دواړه په داستان كې وي.
 په هغه ډول كې چې بهرنۍ څرګندونې ورته وايي. ليكوال په داستان كې نه داخلېږي. بلكې اصلي شخصيت مخاطبوي. (دويم اتل هغه كس دى، چې ورسره خبرې كوي) په دې ډول كې ښه شخصيت جوړونه كېږي. دلته له اتل سره د صميميت احساس نه پېښېږي، بلكې د ليكوال سيورى تل تر سترګو كېږي.
 د ليك ليكنې په ډول كې داستان د يوه يا دوو كسانو ترمنځ د ليك ليكنې په توګه وړاندې ځي، كېدى شي يو كس يو خيالي شى مخاطب كړي، يا هم دوه كسان يو ګډ شخصيت جوړ كړي او د هغه په اړه خپل ترمنځ وليكي. يا هم دوه ليكوال څو ګډ شخصيتونه جوړ كړي، ان يو كس بل ته يو نوى شخصيت رامنځته كړي...