داستان څه دی او څنګه ليکل کيږي افسانه، نکل . کيسه او داستان داستاني قالبونه اعترافات يا داستاني شرحه
د داستان ځيني تعريفونه د داستان موضوع د داستان طرحه په داستان کې د شخصيت عنصر
په داستان کې خبرې اترې په داستان کې د ليد زاويه نور ټکي  
داستان څه دى او څنګه ليكل كېږي؟

داستان، يو ادبي ژانر دى، چې له ډېر پخوا څخه انسان ورته پام كړى او د بشر پر ژوند او فكر يې ژور اغېز اچولى دى. انسانانو په هره دوره كې د خپلو ارمانونو او هيلو د خپراوي لپاره، د هنري داستانونو جوړښت ته لاس غزولى او اوس هم ورسره مل دى، چې په دې توګه خپل فكرونه په نامستقيم ډول نورو ته ورسوي.
د دې مقولې د ارزښت په برخه كې په ديني سرچينو، په ځانګړې توګه د خداى په كلام كې له زياتو داستان ډوله نكلونو سره مخ كېږو، چې پر ځانګړنو او جوړښتونو يې خبرې كول، زيات وخت ته اړتيا لري.
له شك پرته، د اسلامي او انقلابي موخو خپرول او پراختيا، له ټولو هنري قالبونو، په ځانګړې توګه له داستان څخه ګټه اخيستنې ته اړتيا لري.
ځكه چې زموږ د عقيدې او ايډيال دښمن هم هڅه كوي، له هرې وسيلې څخه په كار اخيستو، يا هم له بېلابېلو هنري قالبونو څخه په ګټه اخيستو سره د انساني، فطري او ديني فكرونو، دغه راز د اسلامي ارزښتونو په له منځه وړلو كې ترې كار واخلي.
پر همدې بنسټ، كله چې د نړۍ داستاني ادبياتو ته كتنه كوو، الحادي او غرب ځپلې اندېښنې او خپلې هم په كې له ورايه كتاى شو. دا مهال، چې موږ د خپل ليدلوري له مخې، څانګيز او هدف لرونكي هنري ارزښتونه نه نفي كوو، په دې باور يو چې كه ښكلى قالب او سمه منځپانګه(محتوا) په يوه هنري اډانه كې راڅرګنده شي، نو دغه هنري مطلب په اغېزناك ډول پيام اخيستونكو ته لېږدېدلى دى.
نو، د داستان ژور اغېز، اهميت او ارزښت ته په پام سره، د دغه هنري قالب جذابيت او اړتيا، د ارمان او ايمان پايښت ګڼل كېږي.
له همدې كبله، موږ هم په دې هيله يو چې د پاك خداى په مرسته، د داستان په اړه ځينې مهمې برخې مطرح كړو، چې د داستان په اړه مو ځينې سرليكونه او نيوليكونه خپلو لوستونكو ته ټاكلي، چې دلته به وړاندې شي.
په دې بحث كې راغلي توكي، هغه څه چې بايد وي، نه دي. بلكې يوازې يو بڅركى ګڼل كېږي چې پراختيا او بشپړتيا يې د داستان په ځوانو مينه والو پورې اړه لري.
ښايي دا بحث يوازې د يوې شمعې يوه وړه وړانګه وګڼو، چې د مينه والو په زړونو كې د مينې او لېوالتيا د راپارونې په موخه، د لمر پرلوري د لار پرانيستنې لپاره بله شوې وي.
د بېلابېلو دليلونو له مخې، هڅه كوو د داستان د عناصرو په اړه بېلابېل سرليكونه ولرو. د دغو توكو راټولونه او لا پراختيا د مينه والو او لوستونكو دنده ده... په دې هيله چې دا وړه ټولګه د پلټونكو په لاسونو كې د يوه بل مشال په څېر وي، چې پرمخ پرته لار ورته روښانه كړي.


د خداى په امان

جواد نعيمي _ مشهد
1370ل كال_ پسرلى