داستان څه دی او څنګه ليکل کيږي افسانه، نکل . کيسه او داستان داستاني قالبونه اعترافات يا داستاني شرحه
د داستان ځيني تعريفونه د داستان موضوع د داستان طرحه په داستان کې د شخصيت عنصر
په داستان کې خبرې اترې په داستان کې د ليد زاويه نور ټکي  
داستاني قالبونه

كه څه هم د داستان په اړوندو مسايلو كې پېچلتيا، ډلبندي يو څه ستونزمنوي. خو د هغو ځانګړنو له مخې چې د داستان په بېلابېلو بڼو كې شته، كولاى شو، داستاني قالبونه په لاندې توګه سره ووېشو:
 لنډ داستان.
 رمانس.
 داستاني اعترافات يا اتوبيوګرافي (د حال شرحه).
 طنز.
موږ به دلته داسې داستانونو ته هم كتنه وكړو، چې لوستونكي په داستان پورې له اړوندو مسايلو سره هم اشنا كوي.
داستان هر ډول ليكل كېږي، چې ليكوال يې په چوكاټ كې خپل فكر او اندود ځايوي او خپلو لوستونكو ته يې وړاندې كوي. كېدى شي زيات داستانونه نارښتينې جنبه ولري، يا هم د ليكوال له نظره پر رښتينوليو ولاړ وي، چې د تخيل او د ليكوال د سينګار په مرسته يې ښكلا موندلې وي.
هغه څه چې د داستان د لوستنې او كشش لامل ګرځي، داستاني پېښه، سينګار، د ليكلو ډول او ... دي، چې اصلي مفهوم او رښتينى پيام په نامستقيم او اغېزناك ډول لوستونكو ته رسوي.

لنډ داستانونه او رمان:
د لنډ داستان پېژند (تعريف) هماغه د عام داستان پېژند دى. په يوه تعبير كولاى شو لنډ داستان د حكايت يوه ټوټه وګڼو، چې لوستنه يې له لسو دقيقو څخه نيولې تر يوه ساعته پورې وخت نيسي. دغه وړ داستانونه په دوديز ډول د يوې موضوع، يوې پېښې يا د داسې پېښو د لړۍ په اړه ليكل كېږي، چې سره نژدې اړيكي ولري. له همدې كبله ويلاى شو، هغه كار چې لنډ داستان يې پيلوي او پايته رسوي، يو بشپړ كار دى.
موږ يو ښه لنډ داستان د لنډيز، نوښت، د طرحې د روڼوالي، نويوالي او د بيان دډول له مخې پېژندلاى شو. اكثره لنډ داستانونه له يوې داسې پېښې سره، چې د داستان د يوه يا دوو كسانو له خوا ترسره كېږي، سر و كار لري.
په لنډ داستان كې په اصولي ډول، يو كس يا يو اصلي اتل او يوه پېښه ځاى لري. البته دا خبره دا مانا نه لري، چې په لنډ داستان كې فرعي شخصيتونه يا پېښې ځاى نه لري. خو ډېر لږ وخت داسې پېښېږي، چې د يوه داستان دوه شخصيتونه دې، د ارزښت له مخې له هره اړخه سره برابر وي.
ويل كېږي، چې له رمان سره د لنډ داستان توپر د داستان په لنډوالي او د رمان په اوږدوالي كې دى. يانې لنډ داستان بايد د رمان ټولې ځانګړنې ولري. (لكه: د شخصيت يا شخصتيونو لرل، طرحې، په شخصيتونو كې ژورتيا او د ژوندني چاپېريال څرګندونه...)
طبيعي خبره ده، چې شخصيت جوړونه، پېچلې طرحې او د داستان نورې ځانګړنې بايد د داستان د لنډوالي د غوښتنې له مخې وشي، ځكه د رمان په پرتله په لنډ داستان كې ليكوال ډېر كم وخت لري، نو پېښې بايد لنډې او خلاصه شوې وي.
له بله پلوه، رمان د ليكنې لپاره زيات وخت ته اړتيا لري. كه ځوان ليكوال خپل كار له لنډ داستان څخه پيل كړي، توانېږي چې د يوه ښه داستان لپاره وړ مهارتونه او تجربې ترلاسه كړي. لنډ داستان، ليكوال ته امكانات وركوي، چې جوړښتونه، بڼې او داستاني تكنيكونه (د لومړي يا درېيم شخص روايت، پر خبرو اترو بسنه يا هم صحنه جوړونه) هم تجربه او تمرين كړي. خو په رمان كې د اوږدوالي له مخې ليكوال دا امكان لري، چې ډېر اتلان دې رامنځته شي، دغه راز دې ليكوال په ژوره، غوره او دقيقه توګه د هغوى په دروني پلټنه لاس پورې كړي او څرګنده كړي چې د شخصيتونو اندېښنې، غوښتنې او ځانګړنې څنګه د وخت په تېرېدو سره له پېښو سره د مخامخېدو له كبله بدلون مومي او د ژوند په لوړو ژورو كې د تجربو زده كړه هم بڼه بدلوي.
دغه راز د رمان اوچتوالى، ليكوال ته دا ځواك وركوي، چې د لنډ داستان د ليكونكي پرخلاف، د منظرو او شخصيتونو په ستاينه او انځورولو كې له دوديزې او عامې ژبې څخه كار واخلي او داسې كنايې يا القاب وكاروي، چې ورڅخه سترګې پټول، د كار نيمګړتيا ګڼل كېږي. ويلاى شو چې شخصيت، د مضمون وحدت، ستونزې، لانجې او انتظار د لنډ داستان او رمان له مشتركو ټكو څخه ګڼل كېږي.
په ټوليز ډول د لنډ داستان او رمان مشترك وجوهات، له يوې خوا د هغوى بېلوالى ښيي، له بلې خوا د هغوى د خپلوي څرګندويي هم كوي.

رمانس:
په دوولسمه ميلادي پېړۍ كې رمانس د اسطورې له ګېډۍ را وزېږېد.
رمانس، په ټوليز ډول له سترو نارينه ګانو او مېرمنو سره سر و كار لري. له داسې سترو نارينه وو او مېرمنو سره، چې له دوديزو انسانانو توپير لري او په څرګند ډول ترې بدل دي.
په بله وينا، رمانس له اتلانو سره مينه لري. د مېړانې، ظلم، غندنې، وفا، پاكۍ، راستۍ، سپېڅلتيا، رښتينولۍ د ځانګړنو لرونكو شخصيتونو، كه اجازه ولرو منفي شخصيتونو ته هم اتلان ووايو، نو د شرارت او فساد له اتلانو سره هم مينه لري. موږ وينو چې د دوديزو انسانانو په پرتله په رمانس كې شخصيتونه تر ډېره حده ”نمادين“ دي.
په حقيقت كې كولاى شو، رمانس د اسطورې، چې د خدايانو داستان دى او رمان، چې له عادي انسانانو سره سر و كار لري، منځنى حد وګڼو.
البته رمانس د رمان په پرتله زوړ قالب دى او تر ډېره حده له اتل جوړونې سره سر و كار لري. په دغه داستاني قالب كې په شعوري يا ناشعوري ډول له تمثيل څخه كار اخيستل كېږي. يانې هر وخت د رمانس په لمنليك كې د ”تمثيل“ په نامه يوه مسئله مطرح ده.
په رمانس كې يو ځواكمن او توند ذهنيت څرګند دى، چې په رمان كې بيا نه شته. پر دې بنسټ ويلاى شو، چې د رمان او رمانس ترمنځ توپير، د شخصت جوړونې په بڼه كې دى.
مېرمن ”ريو“ په خپل ”د رمانس د تاريخ بدلونونه“ نومي كتاب كې د رمان او رمانس د توپير په اړه كاږي:
”... رمانس د يوه اتل كيسه ده، چې د افسانوي اشخاصو او څيزونو په اړه كيسې كوي. رمان داسې انځور دى، چې د رښتيني ژوند، دود او دستور او هغه وخت په اړه چې دغه رمان په كې ليكل شوى، خبرې كوي. رمانس په وياړمنه ژبه د هغو څيزونو كيسه كوي، چې ګردسره پېښ شوي نه دي او نه به هم پېښ شي. خو رمان داسې كيسې وړاندې كوي، چې هره ورځ زموږ د سترګو په وړاندې پېښېږي. هغه كه پر موږ راځي، يا هم زموږ پر دوستانو.
د رمان كمال په دې كې دى، چې ټولې صحنې او پېښې بايد داسې په بې تكلفۍ او طبيعي ډول وړاندې كړي، چې موږ باوري كړي: (هغه وخت چې په لوستنې بوخت يو) چې ګوندې اشخاص، شيان او پېښې رښتيني دي. د داستان خوشحالۍ او خپګان يې بايد پر موږ دومره اغېز وكړي، چې موږ ګومان وكړو هغوى او موږ يو واحد ذات يو“.
نو ويلاى شو، چې رمانس يو مستقل او بېل داستاني قالب دى، چې له رمان سره جوت توپير لري.