داستان څه دی او څنګه ليکل کيږي افسانه، نکل . کيسه او داستان داستاني قالبونه اعترافات يا داستاني شرحه
د داستان ځيني تعريفونه د داستان موضوع د داستان طرحه په داستان کې د شخصيت عنصر
په داستان کې خبرې اترې په داستان کې د ليد زاويه نور ټکي  
افسانه، نكل، كيسه او داستان

موږ غواړو چې د داستان او د هغه پر ځانګړنو خبرې وكړو، خو غوره به وي، كه لومړى افسانه، نكل او كيسې ته هم يوه كتنه وكړو.
كه څه هم داستاني قالبونه د بېلابېلو انساني توكمونو په څېر، يو له بل سره توپير لري، نو بيا هم هر قالب خپله ځانګړنه لري، چې تر يوه حده يې پېژندنه اسانه كوي. بايد پام وساتو چې داستاني ډولونه هم پر بېلابېلو بڼو وېشل شوي دي. هغه څه چې زموږ د پاملرنې ټكى دى، له څو ادبي بڼو سره بلدتيا ده، چې نورو مقولو ته هم لار پرانيزي.

افسانه:
هغه مهال، چې انسان، بهرنۍ نړۍ ته د خپلو دروني خبرو د څرګندولو لپاره په سوچ كې شو او ويې غوښتل داستاني بڼه وركړي، څرنګه چې يې په دې برخه كې د داستان ليكنې لپاره اصول يا لار نه لرله، نو يوازې به يې د خپلو هيلو د څرګندولو لپاره له خپل تخيل څخه كار اخيست. نو د ناواقعي شخصيتونو او پېښو په بيانولو يې خوله خلاصه كړه. په دې توګه افسانه جوړونه په لومړنيو او ابتدايي بڼو پيل شوه او يوه پېچلې، كنايه ډوله او سمبوليكه لار يې ووهله.
له خيال څخه زياته ګټه اخيستنه ده، چې وينو زياتې افسانې له جهل، خرافاتو او بېځايه خبرو څخه ډكې دي. ښايي د افسانه جوړونې يو دليل به دا هم وي، چې له عجايبو او حيرانوونكو پېښو سره وېره او تمه ورنغاړي، بيا يې خلكو ته وړاندې كوي، چې يوه شېبه ورباندې بوخت وي.
پر دې بنسټ، افسانو هغه پېښې هم رااخيستي، چې په ټوليز ډول يې يا اتلان رښتيني نه دي، يا يې هم ناواقعي كارونه ترسره كړي دي. په زياتو افسانو كې د وخت، ځاى، څيزونو او اتلانو اړيكي منطقي نه دي. خو موږ په افسانو كې ګټورې او ارزښتمنې بېلګې هم لرو.

نكل:
موږ ټول لږ و ډېر له نكل سره بلد يو، د نكل څرنګتيا د هغه لنډوالى دى. نكل (حكايت) په حقيقت كې له يوې پېښې څخه ګزارش دى، چې كېدى شي حقيقي يا خيالي نه وي.
طبيعي خبره ده، چې نكل د خپل لنډوالي په خاطر نه شي كولاى پېچلې بڼه ولري. په ايران كې د عبيد زاكاني نكلونه لنډ، خو طنز ته ورته دي، چې زيات ښكلي او عالي دي.
دغه راز د شيخ سعدي حكايتونه هم خواږه او په مانا كې لوړ دي. د نكلونو په ترڅ كې كولاى شو زيات سياسي، مذهبي، ټولنيز، پوهنيز او نور مسايل وروزو. د مشرانو د ژوند له ډول څخه خبر شو او د هغوى د تجربو له زېرمو څخه ګټه پورته كړو. نكلونه پر اروايي خوند سربېره د يوه ښه ژوند لپاره، ډېر عبرتناك هم كېدى شي.

كيسه:
كه څه هم ځينې كسان كيسه او داستان يو ګڼي، خو كه داستان د ادبياتو يو داسې ډول وګڼو، چې شپېته اويا كاله وړاندې زموږ په هېواد كې دود شوى، بيا يې د اروپايي ليكوالو د سبك پر بنسټ يوه بڼه خپله كړې ده، نو بايد چې د كيسې او داستان ترمنځ توپيرونو ته هم نغوته (اشاره) وكړو.
كيسه ليكنه او ويل، زموږ په هېواد كې له ډېر پخوا څخه ځانګړى ځاى لري. په پخوا وختونو كې به كيسه له يوې سينې څخه بلې ته لېږدېدله، كيسه ويل او د پېښو بيانول به د تېر او راتونكي وخت ترمنځ د اړيكي يوه وسيله وه.
په حقيقت كې كيسې او داستان ته د انسان لېوالتيا، د تجربو د لېږدونې رالېږدونې يوه وسيله وه او ده.
كيسه، يوه ساده او يې طرفه روايت دى، چې پر پېښو او څرګندونو ولاړه ده. كله چې يې لوستونكى لولي، يا يې اوري، له كومې ځانګړې پېچلتيا، لوړتيا او ځوړتيا سره نه مخ كېږي.
په كيسه كې، د پېښو چورليځ (محور) پر بېړنيو پېښو راڅرخي، يانې پېښې كيسه زېږوي، په حقيقت كې يې بنسټيز ركن جوړوي. پرته له دې چې د كيسې د شخصيتونو په پراختيا او جوړونه كې كوم رول ولوبوي.
په بله مانا، ويلاى شو: د كيسې شخصيتونه او اتلان ډېر لږ بدلون مومي، خو اكثره د بېلابېلو پېگښو په منګولو كې ښكېل دي. د كيسې جوړښت نقلي او روايتي دى. ژبه يې هم محاورې او خبرو اترو ته نژدې ده. ان توري، اصطلاحګانې او ولسي متلونه هم په كيسه كې زيات پيدا كېږي، نو د كيسې ژبه دوديزه او معمولي ده.
د خلكو ژوند، دغه راز نور اړخونه د طبيعت د بېلابېلو انځورونو په مرسته انځور شوي دي. په دې توګه كولاى شو، كيسه انسان ته د انسان د پېژندنې او د خير و شر د بيان تر ټولو ځواكمنه پديده وګڼو.

داستان:
پوهېږو چې د ليكنې په برخه كې زموږ تجربه او عقل قضاوت كوي. خو د كيسې او داستان په برخه كې تر ټولو وړاندې د انسان احساس تر اغېز لاندې راځي.
وړاندې مو يادونه وكړه، چې داستان په ننني مفهوم، ځينې ځانګړنې لري، چې له كيسې او نكلونو څخه يې بېلوي. دا مو هم وويل چې ادبي ژانرونه او ډولونه د انساني توكم په شان سره توپير لري، چې نن يې ډلبندي هم په اسانۍ سره نه شي كېداى.
په هر صورت، نن داستان ته هم د كيسې نوم وركول كېږي. خو په دې صورت كې، له كيسې څخه موخه هماغه ادبي ډول دى، چې نن ورته داستان وايي.
داستان په حقيقت كې، د پېښو يوه ټولګه (مجموعه) سره رانغاړي، چې په طبيعي ډول سره اوډل شوې وي او په ذهنونو كې يوه نتيجه يا نتيجې پرځاى پرېږدي. داستان، حقيقت خوښوونكى دى. يانې له افسانې سره يې توپير همدا دى، چې داستاني پېښې له ذهن څخه په بهرنۍ نړۍ كې د پېښېدو وړ دي. له همدې كبله، د دغسې داستانونو ليكنه، يوې ځانګړې تګلارې ته اړتيا لري، چې وكړاى شي، وخت، ځاى، پېښې، كسان، د ويلو ډول او نورې داستاني ځانګړتياوې په اغېزناك او غوره ډول انځور كړي.
د داستان په برخه كې بېلابېلې ډلبگندۍ شوي، چې هره يوه د پام وړ ده. كولاى شو داستان په لنډو، نيمه اوږدو، اوږدو، انځوروونكو، تاريخي، اخلاقي، ټولنيزو، عشقي او پوليسي ډولونو ووېشو. دغه راز د رښتياپالنې يا نه پالنې له مخې هم كولاى شو داستان پر څو برخو ډلبندي كړو. بشپړې ډلبندۍ هم شته، چې وروسته به يې يادونه وكړو.