داستان څه دی او څنګه ليکل کيږي افسانه، نکل . کيسه او داستان داستاني قالبونه اعترافات يا داستاني شرحه
د داستان ځيني تعريفونه د داستان موضوع د داستان طرحه په داستان کې د شخصيت عنصر
په داستان کې خبرې اترې په داستان کې د ليد زاويه نور ټکي  
په داستان كې د شخصيت عنصر

شخصيت هغو كسانو ته ويل كېږي، چې په داستان، نندارليك او... كې د ليكوال د ذهن زېگږنده وي. په دې پيدايښت كې ليكوال كولاى شي په ازادانه توګه عمل وكړي. شخصيت ته "كركټر" هم وايي. په پښتو كې ورته "اتل_ قهرمان" هم ويلاى شو.
په داستان كې شخصيت ډېر ارزښت لري او د داستان له ارزښتمنو او مهمو عناصرو څخه ګڼل كېږي. موږ وويل چې داستان ليكونكى، د عمل دا ازادي لري، چې په خپله خوښه اتل، يا اتلان وټاكي. طبيعي خبره ده، چې د ليكوال له خوا دا ا تلان له هغو كسانو څخه ټاكل كېږي، چې په ورځني ژوند كې ورسره مخ دى.
تېر وخت به ليكوالو په خپلو داستانونو كې د عجيبه او هېښوونكو اتلانو په اړه كيسې كولې او ډېر حيرانوونكي كارونه به يې ورپورې تړل.
خو اوس په دې باور دي، چې شخصيتونه بايد پر خپلو ټولو پېچلتياوو سربېره رښتيني وي، يا هم لږ ترلږه رښتيني وبرېښي. يانې لوستونكي بايد دغه اتلان له ويناوو او كارونو سره يوځاى ومني. د داستان د نورو عناصرو په پرتله شخصيتونه ډېره تلوسه راپاروي او د باور لامل ګرځي. بيا تر څېړنې او تجزيې لاندې نيول كېږي. په يوه مانا د داستان د عنصرونو ژوندي پاتېدو يو غوره والى هماغه شخصيتونه دي، چې د داستان په بهير كې ورسره مخ شوي او روږدي شوي يو.
پر همدې بنسټ ويلاى شو، چې شخصيتونه بايد لوستونكو ته معقول، د باور او منلو وړ وي، چې لوستونكي په منطقي او بشپړ باور سره د پام وړ پېښه تعقيب كړي او د داستان پيام ترلاسه كړي، ترې خوند او پند واخلي.
يونانيان، شخصيت هماغه برخليك (سرنوشت) ګڼي، دغه راز "هنري جيمز" بيا باوري دى، چې شخصيت هماغه د پېښې ټاكونكى او پېښه د شخصيت پرانيستونكى دى.
يو ژوندى او ښه شخصيت بايد درېيو لاملونو ته وفاداره وي:
الف: په خبرو او عمل كې ثبات او پايښت:- د پام وړ شخصيت بايد د داستان تر پايه پورې ثابت پاتې شي. (په كارونو او ويناوو كې) نه دا چې هره شييېبه يو كار وكړي او يو څه ووايي. البته شخصيت كولاى شي خپله وينا او عمل بدل كړي. په دې شرط چې ليكوال د خپلو اتلانو د بدلون لپاره قانع كوونكي دليلونه ولري.
ب: د چلند د بدلون او دوام لپاره د معقولې انګېزې لرل:- په دې مانا چې ليكوال بايد د خپلو اتلانو د ټولو ويناوو او عملونو لپاره ټينګ دليلونه ولري. ډېر منطقي او قانع كوونكي دليلونه.
البته وړ نه ده چې ليكوال دې هره شېبه د اتلانو د ادلون بدلون له كبله لوستونكو ته څه ووايي. خو دا د هر لوستونكي طبيعي حق دى، چې لږ تر لږه د پېښې په پاى كې د اتلانو د چلندونو د بدلون علت ځان ته څرګند كړي.
ج: رښتيني او منطقي اوسېدل: - داستاني شخصيتونه بايد رښتيني او منطقي وي. لوستونكي بايد دا احساس ترلاسه كړي، چې دغه شخصيتونه د ژوند په عادي پېښو كې هم لټولاى شي. نو شخصيت بايد د تقوا مجسمه، يا د پستۍ او پليدۍ ښكارندوى نه وي. لوستونكى بايد د داستان اتل ومني، چې د هغه او داستان ترمنځ اړيكه ټينګه كړي، په همدې توګه شخصيت بايد له ناممكنو خصلتونو څخه يو تركيب شوى توكى وي. شخصيت بايد رنګين او ژوندى وي. د شخصيت جوړونې لپاره كولاى شو، د ليكوال له خوا له مستقيمې څرګندونې يا هم د شخصيت له څرګندې ارايې څخه مرسته وغواړو، يا دا چې د شخصيت له لږې څرګندونې او شرحې څخه ګټه پورته كړو.
د يوه شخصيت د پېژندنې تر ټولو غوره لار خبرې اترې، حركت او پوهونه ده. طبيعي خبره ده چې ليكوال بايد خبرې ونه كړي او څه ونه وايي، بلكې بايد هرڅه څرګند كړي، شخصيت هم د خپلې وينا او چلند په مرسته ځان راپېژني. كه له داستان څخه كوم شخصيت ليرې كوو، بايد چې د داستان جوړښت ته زيان ونه رسېږي. شخصيت زېږوونكى دى، بايد چې داستان ته را وارد نه شي، پوهېږو چې په داستان كې فرعي شخصيت يا شخصيتونه هم شته. فرعي شخصيتونه يو مخ لري، چې ترپايه نه بدلېږي، يوه يا دوې ځانګړنې لري، په بيړه راڅرګندېږي، د دوى كار د اصلي شخصيتونو يا اتلانو څرګندتيا او رنګينول دي.
په طبيعي ډول، هر شخصيت په يوه مكان او وخت كې ژوند كوي، دغه ټكى هم د هغه شخصيت پر خوى، فكر او چلند اغېز اچوي، چې داستان ليكونكى يې بايد هېر نه كړي. شخصيتونه په دوو ډلو وېشل شوي دي: تم شوي شخصيتونه او ګرځنده شخصيتونه.
تم شوي شخصيتونه: هغه شخصيتونه دي، چې بدلون نه مني، يا هم لږ بدلون مومي، په دې مانا چې د داستان په پاى كې هماغه وي، چې په پيل كې وو.
ګرځنده شخصيت: هغه شخصيت دى، چې په داستان كې په پرله پسې ډول د بدلون په حال كې وي. دغه بدلونونه كېدى شي برسېرن، يا ژور، محدود او پراخ وي.
د دې ټكي يادونه هم ضروري ده، چې په هر داستان كې بايد د شخصيتونو د بدلون هيله ونه لرو، ځكه لنډ داستانونه، د شخصيتونو د دغسې بدلون لپاره وخت او حوصله نه لري.
ليكوال له څو لارو كولاى شي د اتلانو ځانګړنې او كارونه مطرح كړي: د نوم په وسيله، د ستاينې او تشرېح په مرسته، د خبرو اترو يا هم عمل په واسطه. د اتل نوم د هغه د ځانګړنو د پېژندنې لپاره يوه كيلي ده، چې تر يوه حده څرګندوي، دا اتل د كوم ځاى دى او يا هم په كوم مذهب پورې اړه لري.
داستاني شخصيتونه د ستاينې او تشرېح له لارې هم څرګندولاى شو. ليكوال كولاى شي د حال په څرګندولو سره، چې اتلان څوك دي، د كوم ځاى دي، ظاهري چاپېريال يې څنګه دى، د اتل په څرګندونې لاس پورې كړي.
درېيمه لار، عملي يا نمايشي چلند دى. څرګنده خبره ده، چې اتلان، كله چې له پېښې سره مخ كېږي، په ځانګړو موقعيتونو كې د ځانګړو غبرګونونو په ښوولو سره ځان ښيي.
په پاى كې بايد ووايو چې كولاى شو د شخصيتونو د فكرونو او خبرو اترو له لارې، يا هم د نورو د قضاوت له مخې د اتلانو د پېژندنې پر لوري ګام واخلو.
په داستان كې د منلو او بريو كچه د ليكوال په مهارتونو او تكنيكونو پورې اړه لري، كه موږ وغواړو چې د يوه داستان په شخصيت جوړونې لاس پورې كړو، لومړنۍ پوښتنه چې بايد له ځانه يې وكړو، دا ده چې دا داستان د چا پېښه ده؟ او نورې پوښتنې: د اصلي او فرعي شخصيتونو ترمنځ اړيكه، د هغوى د توپير او ورته والي حدود، د غه راز د شخصيتونو د پوهېدنې وړتيا، د هغوى د كارونو د انګېزو او د كارونو معقولوالى. ايا شخصيتونه په ټوليز ډول توانېدلي چې په لوستونكو كې همدردي او (ذات خوښونه) وهڅوي؟ او دا ډول نورې پوښتنې...
د پاى خبره دا چې زموږ په نظر، شخصيت جوړونه بايد داسې وشي، چې ښوونيز اړخونه هم ولري. يا په بله وينا د هغو اتلانو په جوړولو لاس پورې كړي، چې وينا او چلند يې پند لرونكي وي او لوستونكي بايد ښو او نېكو كارونو ته وهڅوي.