داستان څه دی او څنګه ليکل کيږي افسانه، نکل . کيسه او داستان داستاني قالبونه اعترافات يا داستاني شرحه
د داستان ځيني تعريفونه د داستان موضوع د داستان طرحه په داستان کې د شخصيت عنصر
په داستان کې خبرې اترې په داستان کې د ليد زاويه نور ټکي  
په داستان كې خبرې اترې

خبرې اترې څه دي؟ هغه خبرې او ويناوې چې په يوه داستان كې د شخصيتونو ترمنځ كېږي او په داستان يا نورو ادبي ژانرونو كې د يوه يا ډېرو شخصيتونو څرګندونو ته، خبرې اترې وايي.
پوهېږو چې شخصيت جوړونه يو ارزښتمن داستاني توكى دى. شخصيتونه انسانان دي او انسانان د پوهونې راپوهونې لپاره خبرو ته اړتيا لري. نو پر دې بنسټ خبرې اترې هم د داستان په جوړښت او شخصيت جوړونه كې يوه بنسټيزه برخه ګڼل كېږي. په حقيقت كې په طبيعي ډول په داستان كې د خبرو اترو ليكل، كوم اسانه كار نه دى. خو په هر حال، د زده كړې وړ دي، د مطالعې له لارې (په ځانګړې توګه نندارليكونو "نمايشنامو" د مطالعې له لارې) يا هم د خلكو خبرو ته د غوږ نيولو او له هغو څخه د يوه مشترك كيفيت د موندلو له لارې كولاى شو، چې تر ډېره حده "خبرې اترې" ترلاسه كړو. څرګنده خبره ده چې هره خبره په همدغه بڼه داستان ته نه شو دننه كولاى. داستان ليكونكى بايد له ټولو اورېدل شويو خبرو څخه د خبرو اترو ليكلو ته هغه څه وټاكي، چې اغېزناك او د موخې په څرګندتيا كې مرستندوى وي. هغه په دې برخه كې زياتونې او كمونې هم وكړي. بايد له ځانه وپوښتي چې ايا اتل يې د خپلو ځانګړنو له مخې يوازې هماغسې خبرې وكړي، كه نه؟ كه داسې خبرې وكړي څه به وشي؟ كه داسې خبرې ونه كړي، څه به پېښ شي؟
د "خبرو اترو" يوه دنده په حقيقت كې د داستان "رښتيا څرګندول" يا هم "رښتيا خوښونه" ده. لوستونكى هم هغه وخت داستان لولي، چې پېښې د پېښېدو وړ يا لږ تر لږه د امكان وړ ومومي. شخصيت جوړونه او د هغه په خولو كې د خبرو ځايول هم بايد له دې مسلې سره مرسته وكړي.
د ډيالوګ يا خبرو اترو په مرسته ليكوال كولاى شي چې لوستونكي ته هغه چاپېريال او فضا ولېږدوي، چې پېښه په كې كېږي. دا خبرې اترې بايد داسې وليكل شي، چې تر يوه حده د داستان د شخصيتونو ځانګړتياوې هم څرګندې كړي. تر ټولو ارزښتمن لامل چې د لوستونكو په نظر كې داستاني شخصيت رښتينى انځوروي. د هغه له شخصي ځانګړنو سره د هغه د خبرو اترو يووالى دى.
ليكوال بايد هېڅكله هم په ډېرو او بې هدفه خبرو سره خپل لوستونكي ستړي نه كړي. كه خبرې اترې لوستونكو ته څه ورنه كړي، بايد وپوهېږو چې بې ګټې دي. خبرې اترې بايد د داستان په جوړښت كې داسې ځاى شوې وي، چې د يوې برخې له منځه وړل بايد د داستان جوړښت ته زيان ورسوي.
خبرې اترې بايد د هغو له شخصيتونو سره همغاړې، همنوا او طبيعي وي. پر دې بنسټ، زلمى شخصيت بايد د زلميتوب په تناسب خبرې وكړي او هوښيار ځوان بايد هوښيارانه وغږېږي، ځكه چې خبرې اترې ډېر ارزښت لري او په حقيقت كې د اتلانو تر ټولو ظريفه او پټه اروايي جنبه څرګندوي.
نو په داستان كې د پېښو او اعمالو تر ټولو ارزښتمن لامل، خبرې اترې دي، چې طرحې ته هم پراختيا وركولاى شي او د داستان اصلي جوړښت سړي ته انځوروي. دغه راز خبرې اترې د شخصيتونو د پېژندګلوۍ وسيله هم ده، چې داستان ته د ژوند ځواك او قدرت وركوي، چې خوځښت ورپه برخه كوي. خبرې اترې د كار د دروندوالي په كمولو، د صحنو په ارايه، په داستان كې د پېښو د دننه كولو او لوستونكو ته د وړ خبرتياوو د وركولو په برخه كې هم مرسته كوي.
بايد هېره نه كړو، چې د "داستان تر اروا" وړاندې مو د خبرو اترو په اړه ولوستل. په دې برخه كې كار كول غور غواړي، چې لټي كول د كار ارزښت ته ګوزار وركوي. موږ بايد خبرې اترې يوازې د داستان سينګار ونه ګڼو، ليكوال بايد له دغه لامل څخه ډېره ګټه پورته كړي. هغه دا چې د لوستونكي په ذهن كې د داستان طبيعي اوسېدل تقويه كړي. نو د داستان دغه ستر اړخ بايد ساده او برسېرن ونه ګڼل شي.
خبرې اترې بايد نيمګړتياوې او هنرونه راڅرګند كړي او د پيام رسولو او د موخو په غزولو كې دې اغېزناكې او ګټورې وي. دې ټكي ته په پام سره، ضروري ده، وپوهېږو چې داستاني اتلان، په هر حال كې انسانان دي او انسانان طبعاً بېلابېل حالات او بېلابېل احساسات لري، كله خوښ دي، كله خواشيني، كله روغ دي، كله ناروغ، كله غلي دي، كله بيا غوسه ناك او خپه، كله شتمن او كله نېستمن...
دغه راز د شخصيت يا شخصيتونو په برخه كې هم بېلابېل احساسات او حالات شته، دغه اروايي او عاطفي بدلونونه په طبيعي ډول د انسانانو پر خبرو اترو هم سيورى اچوي او اغېز پرې كوي. ليكوال بايد دغو ټولو ټكو ته ځير وي.
توري، وزن او اهنګ، د جملو اوږدوالى، دغه راز خبرې اترې هم د هغو له ويونكو سره نېغ اړيكي لري. د بيان له مخې د بېلابېلو انسانانو د خبرو ترمځ توپير شته، ان د بېلابېلو انسانانو تكيه كلام هم سره ورته نه وي. د ساري په توګه د يوه ډاكټر، د پوهنتون د ښوونكي او يوه پلورونكي د خبرو ترمنځ ډېر توپير شته. په دې توپير چې په تكيه كلامونو كې "ښاغلى" او "اغلې" توري هم ځاى لري، خو د يوه ماشوم او مشر د خبرو ترمنځ هم توپير له پامه نه شو غورځولاى. بېځايه يې نه دي ويلي، چې: "خبرې د انسان هنداره ده".
له كتابي او سالم عبارت يا هم محاوره يي ډوله خبرو څخه كار اخيستل، د ليكوال په غوښتنې، د داستان په اړتياوو او د مخاطب په ځانګړنو پورې اړه لري.
خبرې اترې د داستان په سبك پورې هم تړلى دى. د ساري په توګه "خبرې اترې" په هغو كيسو كې چې ادبي بڼه يې پر نورو جنبو زوروره وي، خپله طبيعي او دوديزه بڼه له لاسه وركوي. تر ډېره حده په لفظي او ادبي صنايعو سينګارېږي، د بېلګې په توګه به د سعدي د ګلستان نومي كتاب دا خبرې اترې ولولو:
"يوه سوداګر ته زر ديناره تاوان ورسېد، زوى ته يې وويل:
دا خبره بل چا ته مه كوه.
ويې ويل:
اى پلاره! په سترګو، نه يې وايم. خو ما د دې كار په ګټه پوه كړه.
ويې ويل:
په دې توګه به مصيبت دوه برابره كېږي نه، يو دا تاوان، بل د ګاونډيو حسد".
دا برخه هم په دې ټكي سره پايته رسوو، چې خبرې اترې كولاى شي د دوو يا ډېرو شخصيتونو ترمنځ، يا هم د يوه شخصيت په ذهن كې وزېږي.