داستان څه دی او څنګه ليکل کيږي افسانه، نکل . کيسه او داستان داستاني قالبونه اعترافات يا داستاني شرحه
د داستان ځيني تعريفونه د داستان موضوع د داستان طرحه په داستان کې د شخصيت عنصر
په داستان کې خبرې اترې په داستان کې د ليد زاويه نور ټکي  
د داستان طرحه

د يوه داستان ژوند، له هغه ځايه پيلېږي چې يوه سوژه يا موضوع په تدريجي ډول د ليكوال ذهن ځان ته راوكاږي او داسې اور پرې بل كړي، چې هغه ليكنې ته وهڅوي.
د سوژې د ټاكنې د بهير پاى، يانې د ليكوال له خوا د سوژې د ليكلو لپاره غوڅ تصميم، د كار د پراختيا لومړني پړاوونه دي. سوژه يوه ټاكنه ده او ”طرحه“ د موضوع د پراختيا او كارونې لار. داسې لار چې هدف او پيام ته د ليكوال د رسېدو زمينه برابروي او په ښكلي ډول د هغه سوچ، د لوستونكي ذهن سيمې ته لېږدوي.
لكه څنګه چې موږ د يوې ودانۍ د جوړولو لپاره نقشې ته اړتيا لرو، چې د اصولو له مخې خپل كار پيل كړو، داستان ليكونكى هم دغه ډول يوې طرحې ته اړ دى. هر ځاى د داستاني طرحې په باب بېلابېل تعبيرونه او څرګندونې راوړل شوي: د داستان اصلي اډانه، د داستان اسكلېټ، د داستان لنډيز، چې د اصلي او د ليكوال د پام وړ ټكو ضمانت وكړي. هغه څه چې په داستان كې پېښېږي، يا هم د پېښو پيوند.
فورسټر په خپل ”د رمان جنبې“ نومي كتاب كې داستان د پېښو د بهير يو داسې نقل ګڼي، چې د وخت د ډلبندۍ له مخې سره اوډل شوى وي. بيا وروسته زياتوي: پر اړيكو، علت او معلول باندې په تكيې سره طرحه هماغه د پېښو نقل دى.
خو فورسټر وايي چې: ”سلطان مړ شو او وروسته ملكه“. دا يو داستان دى، خو كه ووايو: ”سلطان مړ شو، تر څه مودې وروسته ملكه هم د غم او خواشينۍ له كبله مړه شوه“ دا يوه طرحه ده. په حقيقت كې ”داستان“ د مخكېنۍ پېښې لپاره زموږ تمه او انتظار زياتوي. حال دا چې ”طرحه“ زموږ په ذهن كې ډېر ”ولې؟“ رازېږوي.
نو د داستان د پيوندولو يوه اړيكه او هغه څه چې د داستان، پيل، منځ او پاى سره ګنډي، بيا د ليكوال اصلي فكر په كې زغلوي او د يوه واحد شي په توګه يې موږ ته راوړاندې كوي، طرحه ګڼل كېږي. په بله وينا، داستان ليكونكى چې په خپل ذهن كې څه روزي او بيا يې سره اوډي هغه طرحه ده، چې د يوه داستان د جوړښت له ارزښتمنو توكو څخه ګڼل كېږي.
انګرېز ليكوال ”ارنولډ بنټ“ يوه ښه طرحه ”د داستان هرڅه“ ګڼي. طبيعي خبره ده، چې د هر ليكوال نړۍ ليد او ليكنه به پر هرې كاري طرحې سيورى اچوي او د هغه د ذهن تر شا پټ شوى فكر به په يو ښه ډول څرګندوي.

د طرحې ځانګړنې:
يوه ښه طرحه، بايد بشپړه او څرګنده وي، چې ليكوال د داستان ليكنې په برخه كې خپله ستونزه وپېژني. كټ- مټ د هغه مسافر په څېر چې غواړي له مشهد څخه تهران ته لاړ شي او په دې يون كې به له نيشاپور، سبزوار، شاهرود او سمنان څخه تېر شي او په هر يوه ښارګوټي كې د يوه ځانګړي كار لپاره تم شي. څرګنده خبره ده چې د مسافرت په دوران كې، يانې د داستان ليكنې او د طرحې د پلې كولو پر وخت به كېدى شي نااټكل شوې وړې پېښې وشي. خو دا هېڅكله هم د مسافر موخه نه شي ترې هېرولاى، بلكې هغه به پر لار له دغو پرتو ښارګوټو څخه تېرېږي. نو د طرحې څرګندتيا او بشپړتيا هم د يوه ښه داستان له ځانګړنو څخه ګڼل كېږي.
د يوې غوره طرحې بله ځانګړنه د پېښو او خبرو اترو ترمنځ منطقي اړيكه، نظم او پيوند دى. چې په طبيعي ډول د داستان پاى، د ليكوال دپام وړ پايلې سره، د لوستونكي په ذهن كې ځاى ونيسي.
دغه راز لنډ داستان كله- كله ليكوال ته محدوديتونه هم زېږوي، چې د يوې پېچلې طرحې پراختيا ددې ډول داستان له حوصلې څخه وتلى كار دى. نو د لنډې كيسې (لنډ داستان) طرحه بايد زياته پېچلې نه وي.
د داستان طرحه بايد داسې جوړه شي، چې د باور لرلو اړخ يې هم رعايت شوى وي، چې د ليكوال او لوستونكي، يا لوستونكي او داستان ترمنځ اړيكه ټينګه پاتې شي. كه په داستان يا طرحه كې راغلي توكي پر واقعيت ولاړ نه وي، لږتر لږه يې د پېښېدو امكان هم بايد د باور وړ وي. په عين حال كې بايد طرحه داسې پېچلتيا ولري، چې له هماغه پيله لوستونكي وهڅوي چې داستان نور هم تعقيب كړي. كه داسې نه وي، نو لوستونكى به داستان تر پايه نه لولي.
دغه راز په داستاني طرحه كې له انساني احساساتو او عاطفې، دغه راز نورو توكو څخه كار اخيستنه، چې داستان ته كشش او جذابيت وركوي، د طرحه جوړونې له نورو ځانګړنو څخه ګڼل كېږي.
د ښې طرحې له ځانګړنو څخه دا هم ده، چې طرحه بايد لږ تر لږه نوې وي.كېدى شي د يوه ځوان ليكوال ذهن ته دا ورشي، چې په اسانۍ سره يوه طرحه نه شي موندل كېدى، خو بېلابېلو ليكوالو د ډېرو كلونو په ترڅ كې له بېلابېلو طرحو څخه كار اخيستى او ورباندې يې كار كړى دى. خو په دې برخه كې بله چاره داده چې موږ بايد د موضوع بېلابېل اړخونه په پام كې ونيسو. كه خپل ليدلورى پر كار واچوو او د موضوع بېلابېل اړخونه په پام كې ولرو، موږ به غوره او د باور وړ داستاني طرحې ولرو.
لنډه دا چې په طرحه كې بايد داسې يو كار وكړو، چې د لوستونكي تلوسه راوپاروو. هغه د شك او انتظار په حالت كې وساتو. په داسې حال كې لوستونكي له ځانه پوښتي چې: اخر به څه كېږي؟ دغه كار لوستونكي هڅوي چې داستان تر پايه ولولي. يو بل چل چې د طرحې د پېچلتيا لپاره كارېده. هغه د طنز مسئله ده. په داستان كې درې ډوله طنزونه وي: د موقعيت طنز، نمايشي او ګفتاري طنز.
د موقعيت طنز، دهغه څه پايله ده او په هغه څه كې راڅرګندېږي، چې ظاهراً طرحه وي او واقعيت نه لري. (د هغه څه څرګندونه چې دى او بايد وي).
نمايشي طنز، هم هغه داستان ګڼل كېږي، چې خلك د پېښو په اړه خبرې كوي او ورباندې باوري دي. يانې د داستان شخصيتونه پرته له دې چې وپوهېږي څه ووايي، خبرې كوي. خو لوستونكي چې د پېښو په اړه ډېره احاطه او ژورتيا لري، د داستان د انسانانو د خبرو په مانا ښه پوهېږي.
ګفتاري طنز، د بيان او د يوه داستاني شخصيت ترمنځ يو تضاد دى. له دغو ټكو څخه د طرحې د رښتينې كولو او پېچلې كولو لپاره كار اخيستل كېږي.
په هر حال، بايد څرګنده شي، چې ”طرح“ د يوه په زړه پورې او ښه داستان د جوړښت په برخه كې ارزښتمن رول لري، كېدى شي طرحه د يوه ښه داستان زړه نه وي، خو د هډوكو له جوړښت پرته به زړه هم ژوندى نه وي.
همدلته بايد دې ټكي ته اشاره وشي، چې تجربه لرونكى پوه او برلاسى داستان ليكونكى، هڅه كوي د داستان په جوړښت كې طرحه داسې وغزوي، چې لوستونكي د داستان د نورو اجزاوو د اړيكو شننې ته هم وخت پيدا نه كړي.
استادانه طرحه هم بشپړ جوړښت لري، هم منطقي اوج او پايلې ته رسېږي، هم يې توكي سره تړلي دي او هم متقابل روابط سره لري. وړاندې مو هم ورته اشاره وكړه، چې كله- كله كېدى شي د داستان ليكلو پر وخت، ليكوال په خپله طرحه كې زياتونې او كمونې وړ وګڼي. خو دا ټول د داستان د نړۍ نااټكل شوي پرمختګونه اولاسته راوړنې دي، نه د طرحې لومړنيو كرښو ته كوم ګوزار.
د يوه ښه داستان طرحه، نه شي كولاى چې د داستان له ټوليز مفهوم او شخصيتونو څخه بېله شي.
د دې برخې په پاى كې دا يادونه په كار ده چې، طرحه بايد ډېره تكراري، عادي موضوع، دوديزه پېښه او كليشه يي نه وي. داستاني طرحه د ”او.هنري“ ليكنه ده چې د ”داستان ليكنې هنر“ نومي كتاب كې راغلې ده. هغه د يوې غوره طرحې په باب كاږي:
”يوه كارګره نجلۍ له ډېرې مودې راهيسې ناروغه ده. ورځ په ورځ ډنګرېږي، ډاكټر يې ګاونډى دى، هغه يو زوړ سړى دى. يو سپين ږيرى انځورګر يې هم دوست دى. دوى ټول هڅه كوي، خو د نجلۍ له ژوند څخه اميد ختلى دى. منى دى او د پېچك د ونې ژېړې پاڼې يوه په بلې پسې رژېږي. ناروغه نجلۍ دكټ له لوړې څخه د پاڼو رژېدو ته ګوري او له ځان سره سوچ كوي چې د وروستۍ پاڼې په رژېدو سره به هغه هم ومري.
ډاكټر وايي، ناروغ چې كوم تصور لري، د هغه له كبله به خپل ژوند له لاسه وركړي. خو كه هغه هيله منه كړاى شي، كېدى شي روغه شي.
خو په ونه كې يوازې يوه پاڼه پاتې ده، نجلۍ هم يقين لري، چې د هغې پاڼې په رژېدو سره به ومري. د شپې مهال باد چغې وهي او توپان هم غړمبېږي. خو پاڼه پرخپل ځاى پاتې ده او نجلۍ ته ګوري. نجلۍ هم د زړه قوت مومي او د ناروغۍ ستونزې زغمي. لا يې دا ربړه پايته نه ده رسېدلې، چې سپين ږيرى انځورګر، په خپلو كولمو كې د ورپېښې ستونزې له كبله مري. سپين ږيري چې وليدل باد به هغه وروستۍ پاڼه له ونې څخه راجلا كړي، نو د شپې يې زينه او څراغ راواخيست او پر دېوال يې يوه پاڼه انځور كړه“.
دا يوه طرحه ده، چې ”او.هنري“ له هنرمندانه استفادې او ښكلي جوړښت څخه يې په كار اخيستو سره، د ”وروستۍ پاڼې“ داستان جوړ كړ.