مقالې


دعشق ثبوت

دخداى دعشق ثبوت كې مې پرهر راوړى دىله كفره مې په زړه كې مات خنجر راوړى دىمن ربك ځواب مې دتندي له زخم پوښتههمدغه مې د رب په نوم پر سر راوړى دىروا يې زمانې چې په بچو كړه د مور وينهپه دې يې نن تر ځالې سور وزر راوړى دىاخرمې ورته خپلې سترګې شوې رڼې اوبهچې سترګو نه يې ما تږى نظر راوړى دىلمانځنې ته يې اوښكې په لېمو كې مناسب وېنن بيا چاد(( ښاغلي )) غم خبر راوړى دىازل چې دجامو په وېش كې وركړلو اختيارپښتون فطرت يواځې ترې څادر راوړى دىحباب يې چې غنا سوالګر

01.03.2009 niazmand

يو شمير زده كوونكي د ښوونځيو پر ځاى په ويډيو ګيمونو مصروف وي

د كندوز ښار د ابتدايه او منځنيو ښوونځيو يو شمېر زده كوونكي د ښوونځي پر ځاى خپل درسي وخت په ايسكريم خانواو ويډيو ګيمونو كې تيروي. په همدې موخه مې د رپورټ د برابرولو لپاره تابيا ونيوله دښار په بيلا، بيلو واټونو كې د ايسكريم خانو پر دوكانونو وګرځيدم په هغه ايسكريم خانه كې چې به ښه جنګي هندي فلم لګيدلې و د نورو دوكانونو په پرتله به په كې د هغو تنكو ځوانانو شمير زيات و چې د ايسكريم د خوړلو لپاره به ناست وو، زه اوس د كندوز ښار د ولايت د سرك ښې لوري ته يوې ايسكريم خانې ته ورننوځم.

16.09.2008 niazmand

په شمال كې تر اوسه لرغوني ځايونه خوندي نه دي

په شمال ختيځ زون كې اوس هم د لرغونو اثارو ځايونه لټول كيږي،او اثار يې نامعلوم لوري ته قاچاق كيږي محلي چارواكي تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چې په سيمه كې لرغوني اثار وساتي.چارواكي له دې پرته چې د تاريخي اثارو د ساتلو لپاره كوم اقدام نه كوي دوې او ددوې اړوند خلك په دې تورن دي چې په تاريخي سيمو كې غيرقانوني كيندنې كوي او لاس ته ورغلي اثار د مافيايي بانډ له لارې  نړيوالو بازارونو ته ليږدوي، زيات خلك په دې ګومان دي چې اوس هم وسله وال كسان په غيرقانوني كارونو كې دخيل دي تاريخي اثار او د م

13.09.2008 niazmand

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more