مقالې
په شمال كې تر اوسه لرغوني ځايونه خوندي نه دي
چارواكي له دې پرته چې د تاريخي اثارو د ساتلو لپاره كوم اقدام نه كوي دوې او ددوې اړوند خلك په دې تورن دي چې په تاريخي سيمو كې غيرقانوني كيندنې كوي او لاس ته ورغلي اثار د مافيايي بانډ له لارې نړيوالو بازارونو ته ليږدوي،
زيات خلك په دې ګومان دي چې اوس هم وسله وال كسان په غيرقانوني كارونو كې دخيل دي تاريخي اثار او د مخدره موادو قاچاق كوي.
دبدخشان له غرونو را نيولې د بلخ تر ولايته په سلګونو داسې تاريخي سيمې شته چې همدا اوس مهال هم په كې غيرقانوني كيندنې روانې دي په دغو ولايتونو كې د اطلاعاتو فرهنګ رياستونه دنده لري چې بايد له تاريخي سيمو څخه ساتنه وكړي خو په شمال خيتځ ولايتونو كې ددغې ادارې چارواكي په دې كې پاتي راغلي چې د تاريخي ځايونو د غيرقانوني كيندنې مخه ونيسي، په بدخشان كې د دري ژبې د پخواني مشهور شاعر ناصرخسروبلخي قبر چې ددغه ولايت د يمګان په سيمه كې دى هم د قاچاقبرانو او قانون ماتوونكو له خوا كيندل شوى و، ناصر خسرو بلخي په اصل كې د بلخ اوسيدونكې و خو د ژوند يوه برخه يې په بدخشان كې تيره كړې او تردې چې په همدغه سيمه كې وفات شوې هم دى.
په افغانستان كې يو شمير خلك د پخوانيو مشهورو خلكو قبرونو ته خاص احترام لري نو د يمګان خلكو هم دسيمې له چارواكو غوښتنه وكړه چې د دري ژبې ددغه مشهور شاعر د قبر ساتنه وكړي، او پلټنه وكړي چې دده قبر د چا له خوا كيندل شوى دى، خو تر اوسه دسيمې چارواكو اوپه خاصه توګه هغه مسولين چې دنده يې ده د تاريخي اثارو د ستاتنې لپاره څه نه دي كړي.
د تخار ولايت د اى خانم سيمه هم مشهوره تاريخي سيمه ده چې تقريبا دوه زره كلن تاريخ لري اى خانم د تخار ولايت د دشت قلعه په سيمه كې واقع ده، په دغه سيمه كې هم نامعلوم كسان چې لا تراوسه معلوم نه دي كيندنې كوي، د سيمې خلك لا په دې ګومان دي چې دغې سيمې ته زيات شمير خارجيان د سېل او ليدنې لپاره ورځي هلته عكسونه اخلي او بيرته ستنېږي، نو همدغه خلك دشپې له خوا كيندنې كوي او لرغوني شيان له ځانه سره وړي، څه موده وړاندې خو په تخار كې خلكو دا هم ويل چې په سيمه كې ميشت د ايساف ځواكونه د تخار ولايت په ځينو ځايونوكې په تاريخي اثارو پسې كيندنې كوي او دا خبره ان د ولايت چارواكو ته هم رسيدلې وه، ټول په دې پوهيږي چې افغانستان كې داسې څوك نه شته چې د هغوې مخه ونيسي نو هر څه چې يې خوښه وي كول يې ورته ګران نه دي، ځكه ادعا كوي چې د امينت د ساتلو لپاره راغلي دي خو امينت په دې شان نه ساتل كيږي چې له يوې چاودنې او درې نظامي عسكرو له مړينې وروسته له خپلې قرارګاه هم دباندې نه راوځي، كه دوې په دې بريالي شي چې د ځان امنيت وساتي نودابه يې غټه لاس ته راوړنه وي، خودوې د خپل امينت د ساتلو لپاره هم افغاني پوليسو ته اړتيا لري.
دغه ادعا يو ځل نه ده شوې بلكه د كندوز د چاردرې اوسيدنكو هم تېركال ورته ادعاكوله چې د خواجه كفترپه زيارت كې، په سيمه كې ميشتو خارجي قواو كيندنې كړي دي، دلته دايساف قواو په دې اړه يوه اعلاميه كې دخلكو دغه ادعا رد كړه.
له دې پرته د كندوز ولايت د علي اباد ولسوالۍ له مركز نه تقريبا دوه كيلومتره غرب لورته د جوبين په نامه يوه تاريخي غونډۍ پرته ده كه د ليدو لپاره ورشې نو فكربه وكړې چې صحرايي حيواناتو په كې سوړى كړي دي، په دغه سيمه كې هم بلاناغه هره شپه ځكه كيندنې كيږي چې د نورو ولايتونو په پرتله ددې ولايت چارواكي نامې خداى په لټۍ او بې كفايتۍ كې له هغوى نه غوره دي د جوبين په غونډۍ كې نه يوازې چې كيندنې كيږي بلكه اوس خلكو ددغې غونډۍ په څنډو كې كورونه هم اباد كړي دي.
د جوبين د غوڼدۍ په اړه دسيمې شاوخوا خلك نكل كوي چې ددغې غونډۍ لاندې يو لوى ښار دى او دغه ښار دوه دروازې لري چې يوه يې د كندوز د سيند خواته او بله يې د غونډى جنوب لور ته ده چې د وخت په تيريدو يې جنوبي دروازه بنده شوې او د سيند د لوري دروازه د وخت پاچا په خپله بنده كړې وه، دغه خلك په دې عقيده دي دغونډۍ لاندې په دغه ښارګوټي كې يو لوې ښامار دى چې د وخت له پاچا په پاتي شوې خزانه يې غاړه اړولې ده.
د جوبين غونډۍ يوې پخوانۍ عسكري كلا ته ورته ده، فكر كيږي چې ددغې غونډۍ شاوخوا لكه د كندوز د بالاحصار غوندې خندق وهل شوې دى، په دغه سيمه كې د كيندنو پر وخت ډول، ډول ميناتوري شوي پاخه كودڼي راويستل شوي چې اوس هم تيت وپرك پراته دي، فكر كيږي چې يو وخت دغه سيمه د ميناتوري كيدونكو خټينو لوښو مركز و.
دولت اعلان كوي چې رياستونه او چوكۍ د ازاد رقابت په نتيجه كې اهل كسانو ته ورسپارل كيږي خو د دولت دغه ادعا هم بې بيناده ده ځكه چې تراوسه له دغې لارې د كندوز، تخار، اوبدخشان ولايتونو ته داسې څوك نه دي راغلي چې ځان يې د كار اهل ثابت كړى وي، د اطلاعاتواو فرهنګ مسولين د تاريخي سيمو د ساتنې پړه پر اجرايوي قواو (پوليسو) وراچوي خو پوليس خپله اووږه سپكوي او وايي چې دوې دومره پوليس نه لري چې د تاريخي سيمو ساتنه وكړي.
دواړه ښه وايي ځكه په دې اخرو كې دپوليسو په كتاركې د تلفاتو د كمولو په خاطر د پوليسو په شمير كې هم كمبود رامينځ ته شوې دى خو يوازې دا نه چې د تاريخي سيمو ساتنه دې پوليس وكړي بلكه عام خلك هم دنده لري چې د خپل تاريخ ساتنه خپله وكړي او دولت بايد په هغه سيمه كې چې هلته لرغوني اثار موجود وي د سيمې مخورو اوسپين ږيرو سره اړيكې ونيسي او له هغوې نه ژمنه واخلي چې په خپله اړونده سيمه كې د تاريخي سيمو ساتنه پر غاړه واخلي دا يوازې يوه لاره كيداى شي.
له هغه وخته چې د كندوز مركز له خان آباد څخه د كندوز ښار ته راليږدول شوى دى له شيرخان پرته بيا داسې څوك نه دي ورته راغلي چې د ملت خواخوږي ولري او افغانستان لكه خپل كور وګڼي او كار وكړي، شيرخان له يو ښه اداره كوونكې او ښه سياست پوه پرته يو تكړه فرهنګي شخصيت هم و هغه دخپلې حكمرانۍ پر مهال د تاريخي اثارو د ساتنې لپاره دښار په يوه ګوښه كې موزيم جوړ كړى و چې له لسګونو قلمه تاريخي اثارڅخه زيات اثار په كې ساتل شوي وو، خواوس يي معلومات نشته چې دغه اثار څه شول خو فكر كيږي چې هغه هم ددې هيواد د فرهنګ او كولتور غلو خارجي نړيوالو بازارونو ته وړي وي، د شيرخان له مرګ وروسته په كندوز كې بيا ددغه ولايت واګې داسې چاته په لاس ورنغلې چې دغه ولايت يې خپل كور او خلك يې خپل وروڼه ګڼلي وي.
د يو ولايت چارواكي چې پر لوړو پوستونو كار كوي د پنځوسو او شلو افغانيو رشوت ته لاس نيسي نو له هغه نه څه طمعه كيداى شي!؟ او د يو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ مسولين چې يوازې دسترخوان پولي غنيمت ګڼي او نوره هيڅ لاس ته راوړنه نه لري له هغوې نه څه طمعه كيداى شي!؟
دولت بايد پر هغه چا ډير اعتبار ونه كړي چې خپل صفت خپله كوي، بلكه دې ته خاص پاملرنه وكړي چې په سيمه كې ډير داسې خلك شته چې په كابينه او وزارتونو كې داسې څوك نه لري چې تر جمهور ريسه يې احوال ورسوي، هغوي همداسې له ايرو لاندې لكه لالونه پاتي دي، له دغو لالونو بايد ايرې پاكې كړاى شي پوكل شي وسولول شي تر څو خپله اصلي ځلا ښكاره كړي، تر څو هم يې خلكو او هم يې دولت ته ګټه ورسيږي.