د كندوز ښار د ابتدايه او منځنيو ښوونځيو يو شمېر زده كوونكي د ښوونځي پر ځاى خپل درسي وخت په ايسكريم خانواو ويډيو ګيمونو كې تيروي.

په همدې موخه مې د رپورټ د برابرولو لپاره تابيا ونيوله دښار په بيلا، بيلو واټونو كې د ايسكريم خانو پر دوكانونو وګرځيدم په هغه ايسكريم خانه كې چې به ښه جنګي هندي فلم لګيدلې و د نورو دوكانونو په پرتله به په كې د هغو تنكو ځوانانو شمير زيات و چې د ايسكريم د خوړلو لپاره به ناست وو، زه اوس د كندوز ښار د ولايت د سرك ښې لوري ته يوې ايسكريم خانې ته ورننوځم.

شور دى غږ غووږ زيات دى د دوكان د دروازې طرف ته لوې يويشت انچه تلويزون پاس پر اوسپنو د پاسه ايښودل شوې دى نه پوهيږم چې څه نوميږي خود يوهندي فلم صحنې تر دې ځايه رسيدلي چې څو ټوپكوال كسان يوه هندي پيغله له ځانونو سره پر اسونو وړي او هغه د مرستې لپاره چغې وهي. د يو تنكي ځوان خواته ورنزدې كيږم هغه په لاس كې كاشوغه نيولې او مخ ته يې د شيريخ قاب پروت دى چې نيم ويلې شوى دى هغه اوس هم فلم ته ګوري، زه پرې غږ كوم...

- څنګه يې ؟

 - ښه يم

- څو خبرې راسره كولاې شى؟

اخوا ديخوا ګوري

- خبريال يم ستا غږ په راډيو كې نشروم.

 - ښه !

سهي ده.

 ستا نوم څه دى؟

زما نوم رحمت الله دى، د چاردرې اوسيدونكى يم. شپاړس كلن رحمت الله چې د شيرخان ليسې د نهم ټولګي زده كوونكى دى له ولسوالۍ څخه ښار ته د ښوونځي او نورو كورسونو د تعقيبولو په خاطر راغلى، وايي چې هغه دلته په ښار كې په دوه زره افغانۍ كرايي كوټه نيولې او غواړي چې په ښار كې زده كړې وكړي، داچې رحمت الله ولې د ولسوالۍ او يا هم د كلي پر ځاى په ښار كې زده كړه غوره كړې وايي: (( د كلي په ځاى په ښار كې ښه درسونه ويل كيږي ځكه دلته راغلى يم)).

 رحمت الله په داسې حال كې دغه خبره كوله چې دښار په يوه ايسكريم خانه كې ناست و او د يو هندي فلم تماشه يې كوله، هغه وايي چې دې په دغه وخت كې وزګار دى نو ځكه د شيريخ د خوړلو لپاره راوتى دى، هغه دامني چې خپل وخت بې ځايه تيرول ورته مناسب نه دي مګر بياهم له خندا نه په ډكه خوله وايي چې هغه فلم نه ګوري يوازې شيريخ خوري او لږ ساعت تفريح كوي.

د رحمت الله ترڅنګ يو بل پنځلس كلن تنكې ځوان چې خپل نوم يې وحيد راښوده ويې ويل: (( ما په كلي كې مكتب وايه خو د خپلو څو تنو ملګرو سره څو ځل ښار ته راغلم دلته په ويډيو ګيم اموخته شوم او اخر هم مكتب رانه پاتي شو)). وحيدوويل چې دده كور ښار ته نزدې په يوه سيمه كې دى چې له خندا سره يې د يو نامعلوم علت له مخې دخپل كلي له ښودلو څخه ډډه كوله، هغه وويل چې ده هره ورځ د ښوونځي كتابونه غاړې ته اچول او د ښوونځي په بهانه به په ښار كې په ايسكريم خانو او ويډيو ګيمونو ګرځيده. يو تن كارپوه او مسلكي ښوونكى خدايداد انديښنه ښۍ چې كه په ښوونځي كې د ښوونكي او په كور كې د پلرونو او وارثينو له خوا ماشومان تعقيب نه شي، او همدارنګه ماشومان د ښوونځي پر ځاى ويډيو ګيمونو او يا هم ايسكريم خانو كې وخت تير كړي دا به يوه لويه ټولنيزه ستونزه رامينځ ته كړي.

خدايداد زياتوي چې كه زده كوونكى ښوونځي ته لاړ نه شي نو بايد په همغه ورځ د ښوونكي له خوا دهغوې كورته احوال وركړل شي كه شرعي عذر لري، ښه، او كنه والدين بايد د خپل اولاد دبې ځايه ګرځيدو مخه ونيسي. هغه زياتوي: (( كه له اولاده پوښتنه ونه شي چې چيرته تللى وې؟ او ياله شرعي عذر پرته ښوونځي ته دنه تلو پر وخت سزا ورنه كړل شي د ماشوم اينده خرابيږي او په نتيجه كې يې همدغه ماشومان پر نشو او هيروينو اخته كيږي او دټولنې پر اولو بوج كيږي)).

خو د معارف د رياست د زده كوونكود چارو د مديريت يو تن كاركوونكې ميرزا محمد وايي چې د معارف په لايحه كې داسې كوم قانون نشته چې ګوندې د معارف مسولين دې د هغو زده كوونكو مخه ونيسي چې له ښوونځي څخه پټيږي او په ويډيوګيمونو او ياهم ايسكريم خانو كې وخت تيروي.

ميرزا محمد وايي چې د معارف مسولين وخت ناوخته له ښوونځيوڅخه ليدنه كوي د حاضرو او غيرحاضرو زده كوونكو حال اخيستل كيږي د كندوز ښار د نواباد يو تن اوسيدونكې زمرى بيا ښوونځي ته د زده كوونكو دنه تلو يو بل علت ښۍ او وايې چې دده اته كلن ځوى شمشاد يوه ورځ ورته وويل چې ښوونكې يې ترې شل افغانۍ غواړي خو هغه خپل ځوى ته دغه پيسې ورنه كړې، يوه ورځ خبر شو چې له همغې ورځې وروسته يې ځوى له كوره د ښوونځي په بهانه ووځي خو ښوونځي ته نه ځي، هغه وايي د ښوونكو بې ځايه غوښتنې هم كله كله زده كوونكي دې ته مجبوروي چې له كوره پټ شي او ښوونځي ته لاړ نه شي.

زمرى وايي چې د ښوونې او روزنې مسولين بايد دهغو ښوونكو مخه ونيسي چې په غيرقانوني توګه له زده كوونكو څخه پېسې ټولوي او په خپلو جيبونو كې يې اچوي. زمرى وايي: (( يوه ورځ مې ځوى راته ويل چې پلاره! معلم صيب د صنف د كړكۍ لپاره پردې اخلي پېسې راكه، ورمې كړې، بله ورځ يې ويل پلاره! د صنف لپاره كولر اخلو پېسې راكه ، ورمې كړې، بله ورځې يې ويل پلاره! د صنف لپاره پكى اخلو... اخر يو غريب سړى به ترڅو هره ورځ شل شل افغانۍ معلم صيب ته وركوي، دولت بايد ددغه ظلم مخه ونيسي)).

زمرى استدلال كوي وايي چې اوس دولت د مامورينو له پېسو او هغه څوك چې معاش اخلي لس فيصده ټكس اخلي، دولت بايد ددغه ټكس په بدل كې د هغوي اولادونو ته د درس زمينه برابره كړي ښوونكو ته كافي معاش وركړي، په صنف كې ورته پكي ولګوي او هم ورته د يخو اوبو د څښاك لوښي پيداكړي، او كنه د دولت دنده څه ده؟.

خو يو تن ښوونكې چې له نوم اخيستنې څخه ډډه كوي وايي چې دې خپله په خپل ښوونځي كې ددې شاهد دى چې يو شمير ښوونكي له زده كوونكو څخه په يوه او بل نامه باندې پېسې ټولوي خو دې خپله په كلكه ددغه كار مخالفت كوي. دغه ښوونكې وايي: (( دولت استاذانو ته پنځه زره افغانۍ معاش مقرر كړې كه د چاخوښه وي په دغه معاش دې كار وكړي او كه نه د معلمۍ پاكه او سپېڅلې وظيفه دې خلكو ته بده نه معرفي كوي)).