دخداى دعشق ثبوت كې مې پرهر راوړى دى
له كفره مې په زړه كې مات خنجر راوړى دى
من ربك ځواب مې دتندي له زخم پوښته
همدغه مې د رب په نوم پر سر راوړى دى
روا يې زمانې چې په بچو كړه د مور وينه
په دې يې نن تر ځالې سور وزر راوړى دى
اخرمې ورته خپلې سترګې شوې رڼې اوبه
چې سترګو نه يې ما تږى نظر راوړى دى
لمانځنې ته يې اوښكې په لېمو كې مناسب وې
نن بيا چاد(( ښاغلي )) غم خبر راوړى دى
ازل چې دجامو په وېش كې وركړلو اختيار
پښتون فطرت يواځې ترې څادر راوړى دى
حباب يې چې غنا سوالګرى نه كړ دلالونو
اوچت يې له دريابه ځكه سر راوړى دى
د ښكلو ځاېدل به په كې شايد ناممكن و
ايېنو ځكه له ځان سره جوهر راوړى دى
اثر به د ښايست په نورو څه وي خبر نه يم
خو ((وړ)) يې له تاثر د شعر هنر راوړى دى
ننګرهار پوهنتون، درونټه
۱۳۸۴\۱۲\۱۷\ل