هي پينګ او سويتلانه پنكراتو دواړه هغه وخت د سيلانيانو د پام وړ وګرځېده چې دنړۍ يو تر ټولو وړوكي سړي  او په نړۍ كې د اوږدوپنډو لرونکې ښځې سره يوځاي قدم واهه، د نړۍ تر ټولووړوكي سړي هي پينګ او په نړۍ كې تر ټولو د اوږدو پنډيو درولودونكې سويتلانه پنکراتو د (2009) د ګينز نړيوالو ريکارډونو کتاب د خپرولو لړۍ په ټرافلګار څلور لارې لندن کې ولمانځله.

  

 

هي پينګ د چين هيواد اوسيدونكې دى، او اوس مهال يې عمر شلو كالو ته رسيږي هغه پوره دوه پوټه يعنې (61,74)  اينچه لوړوالې لري .
دغو دواړو  هغه وخت سره ولېدل چې د (2009) د ګينز نړيوالو ريکارډونو کتاب د خپراوي لپاره تيار و.
هي پينګ د سويتلانه پنکراتو پښې ښکلې و بللې، او هغه يې زياته وستايله.
شپږ ديرش کلنه پنکراتو په روسيې کې پيداشويده خو اوس مهال په هسپانيه كې اوسيږي، هغه (52) اينچه  لوړې پنډۍ  لري ، د نوموړې پاسني غړي نورمال دي.

  

 
36 کلنه پنکراتو خپلې پښې خوښوي خو زياتوي : (( ماته د جامو پيداکول او په  خاصه توګه د پتلون پيداکول ډير ستونزمن دي)).

  

 

 

زما له ګران دوست سهاک نه په مننه