كورپاڼه


غزل ــــــ سید فخـرالدین هاشمي

غــزل ټول ورته ګـورې په نظـر کې یې شـدت را وسـتـیسـپـــوږمۍ زمـا په رقـیـبانو کې وحـدت را وسـتـیاوس مــو د ژوند د دوام ستوري خلکه بولی که نهمــوږه په ماتــو زړو کـې بېـرته شـرارت را وستـید زنده ګــۍ په مطلب اوس هم پوهـېـــدلي نه یــووله خپله لاسه مـــو په خپل وطـن قــیامت را وسـتید ځـــوانۍ شـــرنګ دې په والله د آفـرین لایق دیله محبت منــکـر دې څنـــګ په محـبــت را وسـتیخدای هـم زمـوږ د مـــزاج تنـده ګــور

26.05.2013 عمادالدين دوران

چينه

چينه ژباړه : جاويد اوربل په يوه لوى باغ كې چينه وه ، خو تر باغ شاوخوا لوى ديوالونه را چاپير وو . يوه تږي په ډير حسرت سره د ديوال له سره چينې ته كتل ،  ناڅاپه يوه خښته له ديواله ګذار شوه او په چينې كې ولګيده ، د لګيدو سره سم د اوبو شرهار پورته شو ، دا شرهار پر تږي د خپل اشنا د غږ غوندې خوږ ولګيد . د اوبو له دې اوازه يې لذت اخست چې ور سره چينې ته  د خښتو په ور غورځولو لګيا شو . اوبو فرياد وكړ چې ولې دا كار كوې ، ولې مې په خښتو ولې ، اخير ستا فايده په دې كار كې

06.10.2012 عمادالدين دوران

د افغان ادبي بهير د غونډې رېپوټ

د افغان ادبي بهير د غونډې رېپوټ د افغان ادبي بهير اونيزه غونډه د ۱۳۹۱ لمريز كال د تلې يا مېزان مياشتې په اوومه نېټه په كاروان انستيتيوت كې قاري فضل هادي عاصم د سپېڅلي كلام د څو مباركو ايتونو په تلاوت سره پيل كړه. بيا هم د معمول په څير غونډې درۍ برخې درلودې . لومړى برخه د تيرې غونډې رېپوټ ، دويمه كره كتنه او دريمه هغه يې هم ازاده مشاعره وه . د غونډې په پيل كې امان الله هوسا د غونډې مشر ، محمدانور وفا سمندر او لطف الله اړ د مېلمنو په توګه ګډونوالو ته وروپېژندل شول . د تيرې غونډې د رېپوټ

06.10.2012 عمادالدين دوران

غزل

غزل چې چرته یم نو هلته یمه خو زړه بل ځاې کښې وي دا یو وجود دی خو څه یو ځاې او څه بل ځاې کښې وي زه هم په دغه یو اومید خپل زړه ته ډاډ ورکووم چې د دې زهر زهر ژوند به خواږه بل ځاې کښې وي زما په خاوره انساني مرګونه داسې نه وو اوس چې څوک مري نو لاس ې یو ځاې او خپه بل ځاې کښې وي ما وې بانړه ې ښکلووم خو را نه شونډې ښکل شوې هغه موسکۍ شوه وې ې سترګې بانړه بل ځاې کښې وي

09.05.2012 عمادالدين دوران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more