غزل

چې چرته یم نو هلته یمه خو زړه بل ځاې کښې وي
دا یو وجود دی خو څه یو ځاې او څه بل ځاې کښې وي


زه هم په دغه یو اومید خپل زړه ته ډاډ ورکووم
چې د دې زهر زهر ژوند به خواږه بل ځاې کښې وي


زما په خاوره انساني مرګونه داسې نه وو
اوس چې څوک مري نو لاس ې یو ځاې او خپه بل ځاې کښې وي


ما وې بانړه ې ښکلووم خو را نه شونډې ښکل شوې
هغه موسکۍ شوه وې ې سترګې بانړه بل ځاې کښې وي


دغه سړی نه ما مني او نه زما جونګړه
هله مې یاد کړي ټول یاران چې د ده بل ځاې کښې وي


په دې وطن کښې هر څه ډیر دي خو بیا هم عثمانه !
مونږه ترې ځو زمونږ د برخې اوړه بل ځاې کښې وي

 

عثمان علي عثمان