که زمادلارې مل يي سوله خوښ کړه
که ليموته مې کجل يي سوله خوښ کړه
په قانون دبشريت باندی ځان پوه کړه
که دمينې خوږ غزل يې سوله خوښ کړه
ارمانونه مې په ز ړه کې ډيربيشماردي
که دافغان دکوراتل يي سوله خوښ کړه
يويشتم پيړۍ کې سوله  درنه غواړم
که زمادګلاب ګل يې سوله خوښ کړه
ته دجنګ پرضددسولې لښکرجوړکړه
که دعلم بل مشعل يي سوله خوښ کړه
چې دجنګ په کورورګډدغم وبا شي
که هدف زمادتکل يې سوله خوښ کړه
دحفيظ ارمان ته پورته دی اواز کړه
که زما داولس مل يي سوله خوښ کړه
زرلښته حفيظ